افغانستان

رازق وايي د سولي شورا می طالبانو ته په قرباني کي ورکوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولایت امنیه قومندان رازق وايي چې د سولي شورا غواړي دده سر طالبانو ته په قرباني کې ورکړي، تر څو طالبان مذاکراتو ته کښيني، خو زیاتوي چې کله به هم داسي ونه سي.

نوموړي د نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې د روزګان ولایت امنیه قومندان مطیع الله خان هم د سولي د شوری له خوا قرباني سو.

باید وویل شي چې مطیع الله خان څه موده مخکي په کابل کې په یوه مبهمه پيښه کې وژل شوی وو، چې بیا وروسته یې طالبانو د مرګ پړه پر غاړه واخیسته، او ویلي وه چې دوی په یوه تکتیکي سرتیري برید کې نوموړی وواژه.

یاده دي وي چې د سولي د شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني هم د طالبانو په یوه سرتیري برید کې وژل شوی وو.

جنرال رازق وویل چې د سولي شورا دا ځل غواړي چې دده او استاد سیاف تر څنګ، عطا نور، او اسد الله خالد هم ددې لپاره قرباني کړي، تر څو طالبان ورسره د سولي په اړه مذاکرات وکړي.

نوموړي وویل چې دی د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره ثبت شوي غږونه لري، او کولای سي چې د سولي د شورا له خوا دغه هڅي په هر ځای کې ثابتي کړي.

عبد الرازق قومندان چې د امریکایانو د راتګ وروسته یې نوم کړی، د خپلو سیاسي مخالفینو او طالبانو په خلاف په خپل سخت طرز العمل سره شهرت لري، او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو ادارې يې تل د بندیانو سره په غیر انساني او وحشي سلوک تورنوي.

په یوه وروستي راپور کې چې د یوناما له خوا نشر شوی وو، جنرال رازق د بشر ضد ډیرو اعمالو تورن شوی وو، او پر نوموړي تور لګول شوی وو چې د محکمې پرته خپل مخالفین وژني، او تعذیبوي يې.

نوموړي ویلي که دده په مرګ سوله راتلای سي، نو دی ورته تیار دی، خو داسي نه بریښي چې دا به ممکنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یو متل دی وایی ( وران سر جوارو کی سمیږی ) مطلب داچه که د هر څه اولاد یی چه د امریکایانو د پاره ډیر خلک ووژنی هغه مشهور او سیاسی شخصیت تری جوړ کړی . عبدالرازق په نوو چرګانو کی یو دی چه بی وخته اذانونه کوی ، وایی چه د چرګ د مرګ وخت چه راورسیږی بی وخته اذانونه کوی ، دغه غلام وایی چه د سولی شوری زما سر د سولی د پاره قربانی کوی ، ربانی ، او خالد خو یی قربانی کړل مطلب یی د ستانکزی څخه دی ، چه هغه قربانی کړل اوس زما… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x