نړۍ

د خيبرپښتونخوا په ټاکنو کې د شخړو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د خيبرپښتونخوا ايالت د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ګڼو ګوندونو د کانديدانو تر منځ شخړو او تاوتريخوالي کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر ناصر دراني رسنيو ته وويل، چې په پېښور، نوښار، ډېره اسماعيل خان، او ګڼو نورو سيمو کې د کانديدانو تر منځ شخړو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او له اتياوو زيات ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې د تاوتريخوالی تر ټولو ډېرې پېښې په چارسدې ولسوالۍ کې شوي دي.

د چارسدې امنيتي مسؤولين وايي، چې تېره ورځ د شېرپاو قومي وطن ګوند او اسفنديار ولي خان نېشنل عوامي ګوند د پلويانو تر منځ شخړې او جګړې شوي دي.

د چارواکو په وينا يوازې چارسده کې څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

بل پلو نوښار ولسوالۍ کې هم د نېشنل عوامي ګوند او د عمران خان په مشرۍ د انصاف غورځنګ د پلويانو تر منځ نښتو کې د عمران خان يو پلوی وژل شوی دی.
د نوښار امنيتي ځواکونو د خيبر پښتونخوا پخوانی ايالتي وزير او د نېشنل عوامي ګوند مرکزي منشي ميا افتخار حسين د عمران خان د پلوي د وژنې په تور نيولی دی.

ډېره اسماعيل خان نا امنه سيمه کې هم د کانديدانو د پلويانو تر منځ نښتو کې د يو نوماند په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د خيبرپښتونخوا په ګڼو سيمو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره امنيتي مسؤوليت پوځ ته سپارل شوی و.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو مشر ناصر درانی وايي، چې د هغو کسانو پر خلاف قانوني ګامونه پورته کړي، چې پر خلکو يې ډزې کړي دي.

د خيبرپښتونخوا ايالت د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ۴۱زرو ۷۶۲ څوکيو لپاره ۸۴ زره ۴۲۰ نوماندان ولاړ و.

په دغو ټاکنو کې د غير رسمي پايلو له مخې تر اوسه انصاف غورځنګ ۵۰ څوکۍ ګټلي، چې تر ټولو وړاندې دی، ورپسې مسلم ليګ نواز ګوند ۱۵، جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ۱۱، جماعت اسلامي۶، شېرپاو قومي وطن ګوند۲ او ازادو نوماندانو ۲۵ څوکۍ ګټلي دي.

د خیبرپښتونخوا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ښاروالۍ د ټاکنو پايلې به د جون په اوومه نېټه اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x