كېكيپو طوطي
د نمايشي وزرو په لرلو سره دا د نړۍ له رنګينو مرغانو نو يو دى، په نړۍ كي د دوى شمېر يوازي 142 پاته دى، اوس دا مرغان نژدې دي چي نسل يې له منځه لاړ سي، خو د حيرانۍ خبره داده چي دا مرغه د طوطي له نسل سره اړيكي لري چي الوتاى نه سي او د ونو په بېخو كي اوسېږي
د Kakapo نامي طوطي تصويرونه، تصويراخستونكي د څو ګزو په فاصله كي اخستي دي، دا تصويرونه په نيوز لينډ كي Shane Mclnnes اخستي دي، دا تصويرونه نړيوالي سيالۍ ته لېږل سوي دي،
د دې سيالۍ مقصد په ځمكه باندي د موجودو د داسي 566 مرغانو چي هغوى له سختي خطرو سره مخامخ دي، تصويرونه خوندي ساتل و،
د World rarest project ream نمائده any swash وايي، څو داسي خلك سته چي هغوى له نزدې دا طوطي ليدلى دى، دا اداراه تصوير اخستونكي د نړۍ لري لري سيمو ته د تصوير اخستلو لپاره لېږي
هغه وايي، ته كوم باغ ته په تلو دا تصويران نه سې اخستى، په حقيقت كي دا مرغان په لري پرتو سيمو كي اوسي، كله چي ته هلته يوار لاړ سي، د هر تصوير اخستلو لپاره ساعتونه وخت لګېږي، او كله كله د اونيو يا مياستو وخت هم لګېږي
تصوير اخستونكى swash وايي، له نېكمرغه د دې طوطي په معامله كي داسي ونه سو، ځكه دا طوطي د انسانانو له خوا فكر مند نه وي او نه هم د ښكاريانو له امله خاص محتاط وي، له همدې امله د هغه په ښكليو تصويرونو اخستلو كي كامياب سوم
دا عجيب طوطي د نړۍ له ټولو دروند طوطي دى، د هغه وزن تقريبا 3.5 كلو ګرامه يا 8 پونډه پوري وي، او د يوه نر طوطي اوږدوالى 24 انچه دى، د دې طوطي د الوت نه كولو وجه د هغه د وزرونو كوچنوالى او يو خاص هډوكي كي كمى دى
دى د خپلو وزرونو استعمال د خپل وزن ټينګ ساتلو، مرسته او په منى كي د پاڼو په متولو كي وي،
په دې طوطيانو كي د توانائي د ذخيره كولو صلاحيت موجود وي، له همدې امله په هغوى كي د وازګي ډېري وي، د دې طوطي د دروندوالي وجه هم همدا وازګه ده
د كونګ سره د مشابهت له امله دې طوطي ته owl parrot هم وايي
د kakapo په اړه حقيقي وضاحت په 1845 كي يوه انګرېز ornithologist جارج رابرټ ګرې له خوا وركړل سو
محيب رحمتي