کوه صافي کې يوه امريکايي چورلکه نسکوره شوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پروان ولايت کوه صافي ولسوالۍ کې طالبانو يوه امريکايي چورلکه رانسکوره کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام ويلي، چې تېره شپه د دوی ملګرو د کوه صافي کاريزګي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل، چې امريکايي چورلکه د بمبار په موخه راپورته شوه، مګر د دوی ملګرو وويشته او رانسکوره يې کړه.

د ذبيح الله مجاهد په وينا په چورلکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو او افغان دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د