ټکنالوژي

د ګوګل وړیا انټرنیت وړاندې کوونکی الوتکه ولویده

نن ټکي اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۴ل): ګوګول کمپنۍ ویلي چې د دغې کمپنۍ وړیا انټرنیټ وړاندې کوونکی الوتکه د ځینې لاملونو له امله سقوط کړی.

په داسې حال کې چې د ګوګل کمپنۍ د د ټکنالوژۍ په وروستۍ غونډه کې خپل نوي تولیدات وړاندې کولو سره د ډیرو کاروونکو د توجه مرکز و خو د دغې الوتکې سقوط د ګوګل کمپنۍ لپاره یو ستر ضایع ګڼل کیږي.

د ګوګل کمپنۍ دغه الوتکه نړۍ ته د وړیا انټرنیټ وړاندې کولو په موخه جوړه کړې وه چې اوسمهال دغه الوتکه د ازموینی په پاړاو که وه.

د ګوګل کمپنۍ لمر څخه چارجیدوونکی دغه الوتکه د مکسیکو په شګلنو لرې پرتو سیمو کې سقوط کړی چې دغه پیښه د ګوګل کمپنۍ چګپوړو چارواکو لخوا هم تاییده شوې.

دغه الوتکه چې خپل د اړتیا وړ انرژي يي له لمر څخه ترلاسه کوله د ټایټن ایرو سپېس (Titan Aerospace) کمپنۍ لخوا ډیزاین او جوړه شوې وه. ګوګل د ټایټن ایرو سپېس (Titan Aerospace) کمپنۍ په ۲۰۱۴ز کال کې د بې پیلوټه الوتکو او ټولې نړۍ ته د وړیا انټرنیټ وړاندې کولو په موخه پیریدلې وه.

ګوګل کمپنۍ غوښتل د دغې الوتکې په مرسته د نړۍ لرې پرتو سیمو، دښتو او ځنګلونو ته هم د انټرنیټ خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کړي تر څو د نړۍ هر یو اوسیدوونکی د انټرنیټ خدمتونو ته لاس رسی ولري.

دغه پیښه د الوتکې د الوتنې شیبه وروسته پيښه شوې. له دغې پیښې سره د نړۍ وروسته پاتې برخو ته د وړیا انټرنیټ وړاندې کول ناممکنه پاتې شوه. هیره دې نه وي چې د فیسبوک کمپنۍ هم غواړي ټولې نړۍ ته وړیا انټرنیټ وړاندې کړي چې په دې اړه څیړنې يي هم پیلې کړي.

د ګوګل کمپنۍ د دغې الوتکې سطحه د لمر څخه چارجیدوونکي تختو څخه جوړه شوې وه او کولی شو خپل د اړتیا وړ انرژې ځمکې ته له ښکته کیدو پرته پوره کړي.

دغه ډول الوتکې کولی شي له ځمکې څخه په ۲۰ کیلو متره ارتفاع الوتنه وکړي تر څو یوه الوتکه وکولی شي ډیرې سیمې ته وړیا انټرنیټ ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x