داسې برېښي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د لنډمهال نژدې‌ والی یو ځل بیا د تورونو تبادلې ته خپل ځای تش کړي.

غني په یوه لیک کې پاکستان سره د «همکارۍ د کړکۍ تړلو» ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۲۹۴ل): داسې برېښي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د لنډمهال نژدې‌ والی یو ځل بیا د تورونو تبادلې ته خپل ځای تش کړي. په افغانستان کې د غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت له تشکیل راهیسې افغانستان په دې ګومان پاکستان ته یو لړ امتیازونه ورکړل، چې ګواکې دا هېواد کولای شي چې د طالبانو پر ضد د غني کمزوري حکومت سره مرسته وکړي. له ارګه ځینو سرچینو له پخوا نن ټکي اسیا ته څرګنده کړې وه چې ولسمشر اشرف غني په دې تړاو پاکستان ته له حد زیات خوشباوره دی.

دا ځل داسې ښکاري چې د ولسمشر غني زغم هم پای ته رسېدلی. غني په یوه اته ماده ییز لیک کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ته ګواښ کړی که د طالبانو پر ضد اقدام ونه کړي، نو ګډ حکومت به له ګاونډي هېواد سره د «همکارۍ کړکۍ وتړي».

ویل کېږي دغه لیک دوې اوونۍ وړاندې پاکستان ته استول شوی؛ خو رسنیو ته یې خبره اوس راوتې ده. په دې لیک کې دا هم ویل شوي، چې غني پاکستان ته یو میاشت «مهلت» ورکړی. یوې سرچینې له ارګ څخه نن ټکي اسیا ته ویلي و «غني وايي تر جون پورې پاکستان ته وخت ورکوم، کنه بیا ‘جګړه کوم’».

په دې لیک کې له پاکستانه غوښتل شوي چې هغه ټپیان افغان حکومت ته وسپاري چې په پاکستان کې تر درملنې لاندې دي. غني له پاکستانه دا هم غوښتي چې د طالبانو د وروستیو بریدونو رسمي غندنه وکړي. اشرف غني د یوه داسې هوکړه لیک هیله څرګنده کړې ده چې له مخې یې د پولې دواړو غاړو ته د پاکستاني او افغان طالبانو د اوښتو رااوښتو مخنیوی وشي.

ولسمشر اشرف غني د سولې په باب هم پاکستان ته د امید سترګې وې؛ خو په قطر کې د پګواش له خوا په رابلل شوې ناسته کې د طالبانو سیاسي استازیو د غني پر دې تګلارې نیوکې کړې وې. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د پګواش د ناستې ښځینه ګډونوالې، ملالۍ شینوارې هم د غني له دې سیاست سره د طالبانو د سخت مخالفت پخلی وکړ.

که څه هم طالبان په افغانستان کې دمګړۍ پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري؛ خو غني له پاکستان نه د افغان طالبانو پر ضد د «عملي اقدام» هیله کوي.

له وروستیو څرګندونو او غبرګونونو داسې برېښي، چې د ولسمشر اشرف غني تمه له پاکستان څخه ختلې ده. د غني حکومت د هغه تفاهم لیک له امله هم تر سختو نیوکو او فشارونو لاندې دی چې د ملي امنیت سلاکار یې، حنیف اتمر غوښتل د پاکستان له څارګرې ادارې سره لاسلیک کړي.

تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې غني به تر کومه پاکستان ته هیلې لري. مګر سرچینې وايي چې افغان ولسمشر نور بې حوصلې برېښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د