افغانستان

سمنګان کې طالبانو شپږ پوليس وژلي او د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د سمنګان ولايت دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو تر منځ جګړو شپږ پوليس وژل شوي دي.

د سمنګان ولايت سرپرست والي خيرالله انوش وايي، چې په دغه نښته کې پنځه پوليس وژل شوي او يو ټپي دی او طالبانو د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

خيرالله انوش ادعا کوي، چې په دغه بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دره صوف ولسوالۍ سرخه سيمه کې د دوی ملګرو د پوليسو پر پوسته بريد کې پوسته په بشپړه توګه نيولې، شپږ پوليس يې وژلي او د پوستې ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

شېبه مخکې ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې څرګنده کړه، چې ملګرو يې دوه نورې پوستې هم ونيولې او پوليسو له څه مقاومت وروسته دواړه پوستې پرېښودې او په تېښته بريالي شول

جوزجان کې د اربکيانو قوماندان ووژل شو

د يو بل خبر له مخې د جوزجان ولايت قوشتېپې ولسوالۍ کې د اربکيانو يو قوماندان د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه ووژل شو.

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې د اربکيانو قوماندان سلطان «شيربيګ» سيمه کې د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په واسطه ووژل شو.

د جوزجاني په وينا په دغه چاودنه کې د سلطان دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د قوماندان سلطان وژنې مسؤوليت منلی ا و وايي، چې ملګرو يې پر نوموړي وسله وال بريد وکړ او د تېښتې پر مهال د نوموړي پر موټر چاودنې قوماندان سلطان له خپلو دوو ساتونکو سره وواژه او درې نور ساتونکي يې ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x