شعـــــرونه

غزل

حکیمي
یوه شېبه چې مینه اورڼا غاړه غړۍ وي
هغه دم به ښکلا اوپکتیکا غاړه غړۍ وي

د ستورو له کاروانه به شو څنګه وروسته پاتې
په سر مو چې پګړۍ اوبسم الله غاړه غړۍ وي

تر څو چې بلواکي فکرونه سیند ته لاهو نه کړئ
همیش به سره مرمۍ اواریاناغاړه غړۍ وي

باور وکړئ د لمر په مراندو هم خیژی اسمان ته
ذهنو کې مو که تنده او بریا غاړه غړۍ وي

ریدي غوندې به ټوله ځواني وړمه ستا په غیږ کې
اورګونه ! که په شونډو دې موسکا غاړه غړۍ وي

هغې پورې یې ساه له تنه مه بیلوي خدایه !
چې دغه حکیمي هغه ښکلا غاړه غړۍ وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x