پښــــتو ادب

شعر داسلام د ليدلوري

 ابومحمد نورالحق مظهري

شعر په قرآن کی:
وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلْغَاوُونَ* أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ * وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لاَ يَفْعَلُونَ *إِلاَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُواْ اللَّهَ كَثِيراً وَانتَصَرُواْ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُواْ وَسَيَعْلَمْ الَّذِينَ ظَلَمُواْ أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ.[ سورة الشعراء 224 – 226] ژباړه: دشاعرانو متابعت بی لاره (ګمراهان) خلګ کوی ، آیا ته دوی نه وینی چی په هری شیلی کی (دخبرو) دوی حیران ګرځی، او دوی داسی شیان وایی چی خپله یی نکوی، مګرهغه خلګ چی ایمان یی راوړئ وی او صالح کارونه یی کړیوی او د الله ذکر یی ډیر کړئ وی او کمک یی ( داسلام سره) کړئ وی (یعنی په بدویلو سره دکفارو) وروسته تردی چی پردوی باندی ظلم سوئ دئ، اوژر به پوه شی هغه خلګ چی ظلم یی کړئ چی کوم ځای ته به دوی لاړشی.

پدی آیت کی خدای پاک دهغه شاعرانو بد ویلی دی کوم چی پر اسلام او یارسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندی به یی بدویل پداسی الفاظو باندی چی ددوی دکار اوشعر نتیجه دغه ده چی پدوی پسی هغه خلګ اقتداء کوی کوم چی ناروا اوبیلاری خلګ وی ، ځکه چی دوی (شاعران) کله په خپلو شعرونو کی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم بد وایی نو بیا نور مشرکین هم دغه ددوی اشعار اویا ددوی اشعاروته ورته خبری کوی اوپر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندی بدوایی، همدا راز پدی خبره باندی ددوی بد وایی چی دوی کله پریوشی باندی شعر جوړوی نو که دهغه مدح اوصفت کوی ، نوداسی صفت یی کوی چی هغه په ډیرو صفاتو باندی آسمان ته پورته کوی ، یعنی داسی صفات ورته منسوب کوی چی هغه صفات بیخی په هغه سړی کی موجود ندی ، اوکه دچا بد وایی نوبیا پداسی الفاظو باندی یی بد وایی اوداسی عیبونه او نیمګړتیاوی ورته منسوبوی چی هغه بیخی په هغه سړی کی سته نه، اوکه په یوی موضوع کی شعر وایی نو دحده څخه اضافه مبالغه او افراط پکی کوی چی دغه دهمدی خبری معنی ده چی دوی په هری شیلی کی سرګردان دی، همدا راز په خپلو اشعارو کی داسی خبری کوی چی خپله په هغوی باندی عمل نکوی.

بیا وروسته الله پاک دداسی شاعرانو څخه هغه خلګ جدا او استثناء کوی کوم چی مسلمانان شویوی، او دهغوی دکار څخه چی په خپلو اشعاروباندی یی کوی ، چی ده کفارو بدویل او دمسلمانانو ښه ویل، داسلام څخه په خپل شعرباندی دفاع کول، پایبندی اومذمت پورته کوی.

شعر په حديث کی:

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : إِنَّ مِنَ الشِّعْرِ حِكْمَةً ( ).
ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا چی ځینی اشعار حکمت دی.

داچی مراد دحکمت څخه څه شئ دئ؟ پدی کی دعلماؤ مختلف اقوال را نقل شویدی، ځینی وایی: هره خبره چی تاته تبلیغ وی، اود ګناه څخه دی منع کړی اویا وښه کارته دی را وبولی ، او د ناروا کار څخه دی راوګرځوی، نوهغه خبره حکمت دئ().نومعنی ددی حدیث داسی کیږی: ځینی اشعار داسی وی چی هغوی تبلیغ ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر وی.

همدا راز داسی راځی: مراد دحکمت څخه هغه خبره ده چی رښتیا او مطابقه د واقع سره وی().نومعنی ددی حدیث داسی کیږی: ځینو اشعار داسی وی چی رښتیا هم وی او دواقع سره برابر هم وی.

ابن بطال ویلی دی:هرهغه شعر چی په هغه کی منع (دګناه څخه ) وی او دالله ذکر ، تعظیم ، وحدانیت ، دهغه دعبادت انتخاب او الله پاک ته تسلیمیدل وی ، نوهغه شعر ښه اوخوندور شعردئ، او دانسان ورته شوق کیږی().

عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَضَعُ لِحَسَّانَ مِنْبَرًا فِى الْمَسْجِدِ فَيَقُومُ عَلَيْهِ يَهْجُو مَنْ قَالَ فِى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ رُوحَ الْقُدُسِ مَعَ حَسَّانَ مَا نَافَحَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ».

دحضرت عائشی رضی الله تعالی عنها څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به حسان ته په مسجد کی منبر ایښودئ ، نو دئ به ورباندی ودریدئ، اودهغه چا به یی بدویل کومو چی په باره کی درسول اکرم صلی الله علیه وسلم بد ویلی وه، نورسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په یقین باندی چی جبریل علیه السلام دحسان سره دئ په کوم شی کی چی دئ یی درسول اکرم صلی څخه دفع کوی(). یعنی حضرت جبریل علیه السلام دده سره پدی عمل کی ملګرئ دئ او دده ددی عمل تأئید کوی.

عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِحَسَّانَ بْنِ ثَابِتٍ : إِنَّ رَوْحَ الْقُدُسِ مَعَكَ مَا هَاجَيْتَهُمْ.[المستدرک علی الصحیحین6062]

ژباړه: دبراء بن عازب رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وحسان بن ثابت (رض) ته وفرمایل: په یقین باندی جبریل (ع) ستاسره دئ ترڅو ته ددوی (کفارو) بد وایی.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم حَسَنُ الشِّعْرِ كَحَسَنِ الْكَلاَمِ وَقَبِيحُ الشِّعْرِ كَقَبِيحِ الْكَلاَمِ.[سنن الدارقطنی4309]

دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روايت دي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ښه شعر لكه ښه خبري داسی دئ او بدشعر لکه بدی خبری داسی دئ.

یعنی لکه په نثر کی چی ښه خبری مقبولی دی اوبدی خبری مقبولی ندی دشعر هم دغه حکم دئ چی ښه شعر شرعا مقبول دئ اوبد شعر مقبول ندئ.
شعر د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په مبارک سيرت کی

عَنِ الأَسْوَدِ بْنِ قَيْسٍ سَمِعْتُ جُنْدَبًا يَقُولُ بَيْنَمَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَمْشِي إِذْ أَصَابَهُ حَجَرٌ فَعَثَرَ فَدَمِيَتْ إِصْبَعُهُ فَقَالَ :

هَلْ أَنْتِ إِلاَّ إِصْبَعٌ دَمِيتِ *** وَفِي سَبِيلِ اللهِ مَا لَقِيتِ.()

ژباړه: اسود بن قیس وایی: ما دجندب څخه واوریدل چی ویل یی: زمونږ سره رسول اکرم صلی الله علیه وسلم روان وو چی پرپښه باندی یی یوه ډبره ولګیدل نو دئ غوځار شو او ګوته یی په وینوشوه، نویی وفرمایل:

ته خو نه یی مګریوه ګوته یی چی په وینوشوی ،خو کوم شئ چی ورسره مخامخ شوی یی نو هغه په لاره کی دالله دی.

په غزوه کی د حنین کله چی مسلمانان دجنګ له میدانه څخه شاته کیږی، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دجنګ په لومړنۍ کرښه کی پرخپلی دابی سپور دئ او داسی وایی: أَنَا النَّبِىُّ لاَ كَذِبْ *** أَنَا ابْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبْ.()

ژباړه: زه درواغجن پیغمبر نه یم زه اولاد دعبدالمطلب یم

په ورځ کی دخندق کله چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خندق ته راځی پداسی حال کی چی خپل صحابه او ملګری وینی چی په ډیری یخنۍ کی دخندق کیندل کوی ، نویی وفرمایل:

اللَّهُمَّ إِنَّ الْعَيْشَ عَيْشُ الآخِرَهْ *** فَاغْفِرْ لِلأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ()
ژباړه: ای الله حقیقتا چی رښتینئ ژوند، ژوند دآخرت دئ، نو ته بخښه وکړه و انصارو اومهاجرینوته.

شعر دصحابه کرامو په سيرت کی:

كان أبو بكر رحمة الله عليه يقول الشعر ، وعمر يقول الشعر ، وكان علي أشعر الثلاثة ، رحمة الله عليهم.()

ژباړه: ابوبکر (رض)، الله دی ورباندی رحمت وکړی ، شعر وایه عمر (رض) شعر وایه او علی (رض) په درو واړو کی ښه شاعر وو.

عبدالرحمن ابن الجوزی په خپل کتاب ” کشف المشکل من حدیث الصحیحین” کی لیکی: وكان أبو بكر يقول الشعر وعمر وعثمان وكان علي أشعرهم وقال حبيب بن أبي ثابت كان ابن عباس يعجبه شعر زهير ويقضي له وكان معاوية يعجبه شعر عدي ويقضي له وكان ابن الزبير يعجبه شعر عنترة ويقضي له.()

ژباړه: یعنی ابوبکر(رض) شعر وایه ، عمر (رض) شعر وایه ، عثمان (رض) شعر وایه ، او علی (رض) تردرو واړو ښه شاعر وو، حبیب بن ابی ثابت وایی: عبدالله ابن عباس(رض) ته د “زهیر ” شعر خوند ورکوئ اوهغه ته یی وخت تیروئ( یعنی ورته کښینستئ) او معاویه (رض) ته دعدی شعر خوند ورکوی او وخت یی ورته تیروئ ، او زبیر (رض) ته د عنتره شعر خوند ورکوئ او وخت یی ورته تیروئ.
شعردفقه په کتابونوکی:

اعْلَمْ أَنَّ الشِّعْرَ ثَلَاثَةُ أَنْوَاعٍ مُبَاحٌ وَمُثَابٌ عَلَيْهِ وَمَنْهِيٌّ عَنْهُ ؛ لِأَنَّهُ لَا يَخْلُو مِنْ أَنْ يَكُونَ مُشْتَمِلًا عَلَى أَوْصَافِ الْمَخْلُوقَاتِ الْحَسَنَةِ كَالْإِنْسَانِ وَالْحَيَوَانِ وَالنَّبَاتَاتِ وَالْمَعَادِنِ وَنَحْوِ ذَلِكَ أَوْ عَلَى الْأَوْصَافِ الْقَبِيحَةِ فِي الْإِنْسَانِ وَنَحْوِهِ ، وَهُوَ الْمُسَمَّى بِالْهَجْوِ ، وَهُوَ مَا يُنَفِّرُ قَلْبَ الرَّجُلِ عَنْ أَخِيهِ الْمُسْلِمِ ، وَهُوَ الْمَنْهِيُّ عَنْهُ ، فَإِنْ كَانَ ذَلِكَ صِدْقًا ، فَقَدْ دَخَلَ فِي الْغِيبَةِ ، وَإِنْ كَانَ كَذِبًا فَقَدْ دَخَلَ فِي الْكَذِبِ فَيُسْتَحَبُّ الْوُضُوءُ مِنْهُ ، وَأَمَّا إذَا كَانَ مُشْتَمِلًا عَلَى الْأَوْصَافِ الْحَسَنَةِ كَذِكْرِ إنْسَانٍ مُعَيَّنٍ أَوْ غَيْرِ مُعَيَّنٍ أَوْ ذِكْرِ زَهْرٍ أَوْ رَوْضٍ مُعَيَّنٍ أَوْ غَيْرِ مُعَيَّنٍ فَذَلِكَ دَائِرٌ مَعَ الْقَصْدِ وَالْإِرَادَةِ ، فَإِنْ أَرَادَ بِذَلِكَ اللَّهْوَ وَالْغَفْلَةَ وَالْغُرُورَ بِزَخَارِفِ الدُّنْيَا ؛ وَلَذَائِذِهَا فَهُوَ مَنْهِيٌّ عَنْهُ أَيْضًا قَالَ النَّبِيُّ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { كُلُّ لَهْوِ ابْنِ آدَمَ حَرَامٌ } الْحَدِيثُ وَقَدْ مَدَحَ مَا لَا يَسْتَوْجِبُ الْمَدْحَ ، وَهُوَ عَارِضُ الدُّنْيَا الْقَبِيحُ الْمُنْتِنُ فَقَدْ أَصَابَتْهُ بِسَبَبِ ذَلِكَ نَجَاسَةٌ مَعْنَوِيَّةٌ فَيُسْتَحَبُّ لَهُ إعَادَةُ الْوُضُوءِ بِإِنْشَادِ ذَلِكَ عَلَى هَذَا الْوَجْهِ الْمَذْكُورِ وَأَمَّا إنْ أَرَادَ بِمَا ذَكَرْنَا بَيَانَ صَنْعَةِ اللَّهِ تَعَالَى وَعَظِيمِ حِكْمَتِهِ وَعَجِيبِ مَا أَظْهَرَتْهُ قُدْرَتُهُ عَلَى صَفَحَاتِ الْأَكْوَانِ مِنْ بَدَائِعِ الْمَخْلُوقَاتِ وَغَرَائِبِ الْمَصْنُوعَاتِ فَلَهُ إرَادَتُهُ وَنِيَّتُهُ قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { إنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى } ، وَهَذَا النَّوْعُ مِنْ الشِّعْرِ مُثَابٌ عَلَيْهِ ، وَأَمَّا الْمُبَاحُ فَهُوَ أَنْ لَا يَقْصِدَ شَيًّا مِمَّا ذَكَرْنَا فَظَهَرَ بِذَلِكَ أَنَّ الشِّعْرَ بِمَنْزِلَةِ الْكَلَامِ فَحَسَنُهُ حَسَنٌ وَقَبِيحُهُ قَبِيحٌ وَلَا تُعَدُّ الِاسْتِعَارَاتُ فِيهِ وَلَا التَّشَابِيهُ وَلَا الْمُبَالَغَاتُ مِنْ قَبِيلِ الْكَذِبِ بَعْدَ أَنْ يَكُونَ عَلَى حَسَبِ التَّفْصِيلِ الَّذِي ذَكَرْنَاهُ .اهـ.()

ژباړه:پوه شه چی شعر پردری ډوله دئ ، مباح دئ ، هغه چی ورباندی ثواب ورکول کیږی او هغه چی ورڅخه منع راغلیده، ځکه چی هغه به خالی نوی : یابه مشتمل پر صفاتوباندی دښه مخلوقاتو وی لکه انسان حیوان، نباتات او معادن او داسی نور… او یابه مشتمل وی پرهغوبدو صفاتو چی په انسان اویا بل شی کیدی چی هغه ته هجو (بدویل) وایی او داهغه شئ دئ چی دمسلمان زړه دخپل مسلمان ورورڅخه متنفره کوی ، دداسی شعر څخه منع راغلیده ، کچیری یی پکی رښتیا ویلی وی نوپه غیبت کی داخلیږی اوکه یی پکی درواغ ویلی وه نو بیا په درواغو کی داخلیږی ، چی دهغه څخه بیا اودس کول مستحب دئ.

خوکچیری پرښه صفاتو باندی مشتمل وی لکه دیومعلوم اویا نامعلوم سړی (په ښوباندی) یادول ، اویا دیومعلوم او یانامعلوم گل یاباغ پکی ذکر کول ، نوبیا دا په قصد او اراده باندی کارلری، که یی مقصد پدی باندی عبث ، غفلت او ددنیا په سامانونو باندی مغرور کیدل اودهغوی څخه خوند اخیستل وی ، نوبیا دداسی شعر څخه شرعا منع راغلی ده ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: دبنی آدم هر عبث کار حرام دئ. او ده دهغه شی صفت کړئ دئ چی هغه مستحق دصفت کیدلو ندئ چی هغه عارضی شئ دبدی اوبدبویی دنیا دئ ، نوبیا پدی خاطر دئ په معنوی نجاست باندی لړل شوئ دئ ، نوځکه دده لپاره مستحب دئ چی دداسی شعر دجوړلو وروسته اودس وکړی ، اوکه یی مقصد په پورته شعر باندی بیان د الله پاک دمصنوعاتو او عظیم حکمت او عجیبه نښانی دقدرت دالله پاک چی دمخلوقاتو پرپاڼویی دعجیبه مخلوقاتو اومصنوعاتو څخه ښکاره کړیدی ، وی، نو دده اراده او نیت معتبردئ ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی: عملونه په نیت پوری اړه لری او دهرچالپاره هغه شئ سته چی ده یی نیت کړئ وی. اوپرداسی شعر باندی انسان ته ثواب هم ورکول کیږی

او مباح شعر هغه دئ کوم چی پکی ده پورتنی شیانو اراده نوی شوی ، نو په پورته خبره باندی دا ثابته شوه چی شعر هم دخبرو غوندی دئ ښه یی ښه دئ اوبد یی بدیی دئ ، او کوم استعارات ، تشبیهات اومبالغات چی پکی راځی هغه درواغ نه شمیرل کیږی خوچی موافق دکوم تفصیل سره وی کوم چی مونږ ذکر کړئ.
وَيَحْرُمُ هَجْوُ مُسْلِمٍ وَلَوْ بِمَا فِيهِ ، قَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { لَأَنْ يَمْتَلِئَ جَوْفُ أَحَدِكُمْ قَيْحًا خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَمْتَلِئَ شِعْرًا } ” فَمَا كَانَ مِنْهُ فِي الْوَعْظِ وَالْحِكَمِ وَذِكْرِ نِعَمِ اللَّهِ تَعَالَى وَصِفَةِ الْمُتَّقِينَ فَهُوَ حَسَنٌ ، وَمَا كَانَ مِنْ ذِكْرِ الْأَطْلَالِ وَالْأَزْمَانِ وَالْأُمَمِ فَمُبَاحٌ ، وَمَا كَانَ مِنْ هَجْوٍ وَسُخْفٍ فَحَرَامٌ ، وَمَا كَانَ مِنْ وَصْفِ الْخُدُودِ وَالْقُدُودِ وَالشُّعُورِ فَمَكْرُوهٌ كَذَا فَصَّلَهُ أَبُو اللَّيْثِ السَّمَرْقَنْدِيُّ ، وَمَنْ كَثُرَ إنْشَادُهُ وَإِنْشَاؤُهُ حِينَ تَنْزِلُ بِهِ مُهِمَّاتُهُ وَيَجْعَلُهُ مَكْسَبَةً لَهُ تَنْقُصُ مُرُوءَتُهُ وَتُرَدُّ شَهَادَتُهُ .()

ژباړه: دمسلمان بدویل نه رواکیږی کڅه هم په هغی شی باندی وی کوم چی په ده کی وی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: لأَنْ يَمْتَلِئَ جَوْفُ أَحَدِكُمْ قَيْحًا خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَمْتَلِئَ شِعْرًا.()

ژباړه: دعبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داچی نس دیوه ستاسودی ده چرکو څخه ډک شی ده ته ښه دئ تردی چی د شعر څخه ډک شی.

هغه شعر چی هغه په باره کی دوعظ، احکامو، دالله پاک دنعمتونو یادونه او صفت دمتقینو وی نوهغه ښه شعردئ. اوچی پکی ذکر دمشخصو اثارو دسرایونو، زمانو او امتونو وی ، نوبیا مباح دئ ، اوهغه چی پکی بدویل اودکم عقلی خبری وی، نوبیا حرام دئ ، اوچی پکی وصف د باړخوګانو، او قدونو(جګوالئ اوټیټوالئ) او احساساتو وی ، نوبیا مکروه دئ، ابولیث سمرقندی رحمه الله یی هم دغسی تفصیل کړئ دئ ، او دچاچی دشعر ویل اوجوړول ډیر شی کله چی ورباندی دده مهمات راشوه کیږی ، او دځان کسب یی ګرځوی ، نو ځوان مردی یی کمیږی اوشاهدی یی ردیږی.

خلاصه داچی شعر پردری ډوله دئ:

هغه شعر چی هغه ناروا دئ ، هغه شعر دئ چی پکی دانسانانو بد صفات ذکر کړل شوی وی اویاپکی دیو مسلمان بدویل شویوی او یاپکی دیوه مسلمان اهانت شوئ وی، او یاپکی دیوچالپاره ډیر داسی صفات ذکر شوی وی چی په هغه کی دا صفات نوی ، نودصفاتو په نسبت کولو کی ډیره مبالغه سوی وی.
دویم هغه شعردئ چی هغه ښه کاردئ اوثواب لری: هغه شعردئ چی په هغه کی دالله عظیم قدرت نښی او دمجاهدینوستاینه اوجهاد ته تشویق ، اسلامی دعوت اوداسی نور ښیګنړی پکی وی.

دریم هغه شعردئ چی مباح دئ: هغه شعردئ چی په هغه کی نه دچابدویل اونه دچا ښه ویل وی.

په شعر باندی دځان ډير مصروف کول:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : لأَنْ يَمْتَلِئَ جَوْفُ أَحَدِكُمْ قَيْحًا خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَمْتَلِئَ شِعْرًا.()

ژباړه: دعبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داچی نس دیوه ستاسودی ده چرکو څخه ډک شی ده ته ښه دئ تردی چی د شعر څخه ډک شی.

امام نووی رحمه الله په شرح کی دمسلم ددی حدیث په تفصیل کی لیکلی: قَالُوا : بَلْ الصَّوَاب أَنَّ الْمُرَاد أَنْ يَكُون الشِّعْر غَالِبًا عَلَيْهِ ، مُسْتَوْلِيًا عَلَيْهِ بِحَيْثُ يَشْغَلهُ عَنْ الْقُرْآن وَغَيْره مِنْ الْعُلُوم الشَّرْعِيَّة وَذِكْر اللَّه تَعَالَى ، وَهَذَا مَذْمُوم مِنْ أَيّ شِعْر كَانَ . فَأَمَّا إِذَا كَانَ الْقُرْآن وَالْحَدِيث وَغَيْرهمَا مِنْ الْعُلُوم الشَّرْعِيَّة هُوَ الْغَالِب عَلَيْهِ فَلَا يَضُرّ حِفْظ الْيَسِير مِنْ الشِّعْر مَعَ هَذَا لِأَنَّ جَوْفه لَيْسَ مُمْتَلِئًا . شِعْرًا . وَاللَّهُ أَعْلَم.()

ژباړه:علماؤ ویلی دی: ښه خبره داده چی مراد ددی حدیث څخه دادئ چی شعر پردی سړی باندی غالبه شی او ورباندی مسلط شی داسی چی دقرآن او نورو شرعی علومو او دالله د ذکر څخه یی را وګرځوی، نودغه شعر بد دئ هر ډول شعر چی وی ، خوکه قرآن ، حدیث او داسی نور شرعی علوم ورباندی غالبه وی ، نوبیا دشعر څخه هم لږ یادول کوم مشکل نلری سره ددی چی زړه یی هم دشعر څخه ډک ندئ . والله اعلم

په شعر کی ډيره مبالغه نده روا:

امام قرطبی رحمه الله په خپل تفسیر کی لیکی:

وأما الشعر المذموم الذي لا يحلّ سماعه وصاحبه ملوم، فهو المتكلم بالباطل حتى يفضّلوا أجبن الناس على عنترة، وأشحّهم على حاتم، وأن يبهتوا البريء ويفسقوا التقيّ، وأن يفرطوا في القول بما لم يفعله المرء؛ رغبة في تسلية النفس وتحسين القول.()

ژباړه: هغه شعر چی بد دئ او دهغه اوریدل نه رواکیږی، اوخاوند یی (شرعا) ملامت دئ هغه ، هغه په باطل باندی خبری کوونکئ دئ ، ترداسی اندازی پوری چی بی غیرته ته تر دلاوره فضیلت ورکوی ، بخیل ته تر سخی فضیلت ورکوی، پرپاک انسان باندی بهتان وایی او متقی ته دفسق نسبت کوی ، او ډیروالئ کوی په خپلو خبروکی په هغه کارونوباندی چی سړی نوی کړی ، د پاره دشوق دآرامۍ دنفس او ښایست کی دقول.

خلاصه په شعر كي ډيره مبالغه نده روا نوكه څوك شعر جوړوي او پكي ديوچاصفت كوي نوبايد هغه صفات يي ذكر كړي چي هغه دده په ممدوح كي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مطمئن

ډيرښلكئ اوپه زړه پوري مطلب دئ الله پاك دي ليكونكي اونشروونكي ته دحد دپاره خيرونه وركړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x