افغانستان

د زنګاوات کلي د ۱۶ ښځو او ماشومانو وحشي قاتل وپيژندل شو

robert bales-killer-of-16-afghans-kandaharد  ۱۶ بې ګناه ښځو او ماشومانو قاتل رسنیو ته وپیژندل شوـ ددې وحشي امريکايي نوم رابرت بیلز دی.
د بهرنیو خبري اژانسونو له قوله یو امريکايي فوځي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي دي چې د بې ګناه افغانانو قاتل امريکايي فوځي رابرت بیلز دی چې دا مهال یې د کتاس ریاست  فوځي بیس ته نقل کړیدی. امريکايي فوځي رسنیو ته دا هم ویلي دي چې رابرت بیلز تردې مهاله مجرم نه دی ګڼل شوی.

اته دیرش (۳۸) کلن رابرت بیلز وروسته له هغې چې د قندهارولایت د پنجوايۍ ولسوالۍ د زنګاوات کلي  کې یې ۱۶ بېګناه ښځې او ماشومان په بې رحمانه توګه شهيدان کړل کویت ته انتقال شویدی.
امريکايي چارواکي وايي چې د رابرت بیلز دماغي توازن سم نه دی نو له همدې امله یې ۱۶ تنه بې ګناه افغانان شهيدان کړل.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۱ راهيسي تر نن ورځې داسې یو امريکايي فوځي هم پیدا نشو چې امريکایان ووژني.
له خبره څرګنديږي چې د افغانانو په وژلو امريکایان نه محاکمه کيږي او نه هم مجرمين دي.
 
خالد احسان 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x