ټولنیزه برخه

په افغانې ټولنه کې تعصب

 محب الله همتي

څرنګه چې په نني عصر کې هر افغان ځانته سیاستوال وایي، په حقیقت کې دا سیاستوال نه بلکې بیمار دی. په داسې خطرناکه او هلاکوونکې بيمارۍ اخته شوی چې علاج یې ډېر ګران دی، بلآخره دغه بې علاجه بیماري په افغاني ټولنه کې یو زیات شمېر منفي اغیزې رامنځته کړې، ځکه سیاست بدون له مهارت څخه بېماري ده، دا ځکه چې بهرني او سیمه ایز هېوادونه تل دا کوښښ کوي چې د افغان ولس په منځ کې خپلې فتنې او توطیئې لکه تعصب، توکم پالنه، مذهب پالنه، ژب پرستي، سمت پرستي، او حزب پالنه، رامنځ ته کړي او افغانان په خپلو منځو کې په ډلو ډلو وویشي ترڅو بې اتفاقۍ او بدمرغۍ ته لاره هواره شي، او ترڅو دغه بدرنګه سیمه ایزې او نړۍ والې ادارې وکولای شي خپلو ککړو او ناوړه پدیدو ته ورسیږي.

که چېرې سيمه ايزو او نړيوالو هېوادونو ته فکر وکړو په هر هېواد کې په سلګونو توکمونه، مذهبونه، ژبې او نژادونه شته، خو دوی بيا هم په دې بې مفهومه او ککړه بېمارۍ نه دي اخته، د بېلګې په توګه هندوستان کې له ۵۰۰ نه ډېرې ژبي او له ۳۰۰ نه زيات قومونه شتون لري، حتیٰ په ديني او مذهبي لحاظ يو له بل سره توپير لري، خو بيا هم په هندي ټولنه کې دومره قومي، ژبني او مذهبي تعصبونه نشته لکه څومره چې په افغاني ټولنه کې لیدل کیږي، سربېره پر دې چې د افغانانو دين يو، کلتور يو، نژاد يو، حتیٰ ويلی شو چې ژبه مو هم يوه ده، خو بيا هم په دې بې مفهومه، ناوړه، ککړو او بې ځايه تعصباتو کې افغانې ټولنه غرقه ده.

ټولو ته روښانه ده چې زمونږ په ټولنه کې دا بې ځايه تبليغات د يو څو لنډه غرو له خوا په مخ وړل کيږي، څو د افغانانو ملي احساس له منځه يوسي او د خپلواکۍ روحيه يې کمزورې کړي، که تعصب په ساده الفاظو یا عامه اصطلاح کې بیان کړو( د يو چا سره په ظلم کې مرشته کول) نو ویلی شو چې یو کس پرته له دې چې د یوې موضوع په اصلیت ځان پوه کړي په ناروا یا غیر شرعي ډول د یوه قوم، سمت، ژبې، مذهب، وطن، قبیلې یا ګوند ترڅنګ ودریږي، او یا د نور په مقابل کې خپله ژبه، قوم، سمت، قبیله او ګوند لوړ وبولي، یا ورسره تعصب ولري. څرنګه چې په ناحقه توګه د یوې ډلې ملاتړ کول کولای شي په هېواد کې زیات شمېر ستونزې را ولاړې کړي، لکه بی اتفاقي، یو له بل نه لرې والې، لوږه، تند، جهالت، بربریت، افراطیت او فرعونیت او انساني ضد کړنو ته د وده ورکولو په معنیٰ دي.

تعصب زمونږ په ټولنه کې ډېر ښه رنګ راوړو چی د دوه ولسمشرانو سره یې لاس او ګرایوان کړو، دا خو ټولو ته جوته چي دوه نظره په سختي سره په یوه خبره توافق کوی ښه مثال یي برښنایې تذکري دي، بل مثال دي د قوت تقسیم دي پنځوس پنځوس، بله بیلګه یې یو تاجک وزارت ته معرفی کوی بل پښتون وزارت ته معرفي کوي، د سوداګري وزارت محقق ته ځانته شوی، خپل زوی ته یې په آیسا کې په زور ځاي پیدا کړو. کاش دوي په اسلام او قران پوهیداي اسلام او قران د تعصب په مورد داسی وای.

د تعصب په اړه رسول (صلی الله علیه وسلم) داسې فرمایلي دي: (عن واثلة بن الأسقع” قال: قلت: يا رسول؛ ما العصبية؟ قال: أن تعين قومك على الظلم). د واثله زوی د الاسقع نه روایت دي، وویل: ومې ویل: ای د الله(ج) رسوله! تعصب څه شی دی؟ محمد (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: تعصب هغه دی چې له خپل قوم سره په ظلم کې مرسته وکړې. همدارنګه رسول الله (صلی الله علیه وسلم)

فرمايي: «دَعُوهَا، فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ» ژباړه: د جاهلیت تعصب پرېږدئ، یقیناً ددې څخه ډېر بد بوې محسوسېږي، یقین الله (ج) ته دا مطرح نه ده چې یو قوم پر بل قوم، مسخرې وکړي او یا ځان پرې اوچت وګني، یا یو شخص پر بل شخص ځان اوچت وګڼې، بلکې د الله عزوجل په نزد تر ټولو مهم شی په خپلو بندګانو کې پرهیزګاري او تقواء ده. همدا راز الله(ج) فرمایي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ – الجرآت آیة : ۱۳) ژباړه: ای خلکو! له شک پرته مونږ تاسو پیدا کړئ، له نر او ښځې څخه، او تاسو مو ملت ملت او قبیله قبیله جوړ کړئ ترڅو تاسو یوبل سره وپیژنئ، په تحقیق سره له ټولو غوره په تاسو کې له ټولو تقوا لرونکی (متقي) کس دی، بیشکه الله (ج) عالم او خبردار دی. او بس. او بل ځای الله(ج) فرمایي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ: ( الحجرات ۱۰).

ژباړه: بیشکه ټول مؤمنان سره وروڼه دي، پس د خپلو وروڼو په منځ کې سوله وکړئ، او الله(ج) نه وډار شئ {وویریږئ} ترڅو په تاسو رحم وشي. بل حدیث کې راغلي دي: (لا فضل لعربي على عجمي، ولا لعجمي على عربي، ولا لأبيض على أسود، ولا لأسود على أبيض: إلا بالتقوى، الناس من آدم، و آدم من تراب – حدیث صحیح). ژباړه: {د عربي پر عجمي کوم غوره والی نشته او نه د کوم عجمي پر کوم عرب، او نه د کوم سپین پوستي پر تور پوستي، او نه د کوم تور پوستي پر سپین پوستي باندې مګر(توپیر یې) په تقویٰ( نیکو اخلاقو او پرهیزکارۍ )سره دی، خلک ټول له آدم نه پیدا شوي دي او آدم له خاورې څخه پیدا شوی دی. همدارنګه په بل ځای کې نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود). ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه ندي چې خلک قوميت (قبیله، ژبه، سمت، رنګ… ) ته رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په دغه منظور جګړه کوي او هغه څوک له مونږ څخه ندي چې په همدې مفکوره مړ شي. همدغه شان، نبي(صلی الله علیه وسلم) فرمایي: (مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَد’ي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه)- {ابوداود}. ژباړه: څوک چه له خپل قوم سره په غير مشروع کار کې مرسته کوي د هغه اوښ په شان دی چې په کنده کې لويدلی وي او د لکۍ په رانيولو سره د کندې څخه نه راکښل کيږی. (مطلب دا چې داسې نامشروع عمل (تعصب کول) یو داسې بد هلاکونکی انجام لري چې بيا څوک نجات نشي ورکولای او څوک چې په تعصب کې مړ شي، نو کافر له دنیا لاړ.

نو له پورتنیو آیتونو او احادیثو نه دا څرنګده شوه چې دا د ټولو مسلمانانو او مومنانو ایماني او وجداني دنده ده چې د مسلمانانو ترمنځ د تعصباتو د خپرولو په ضد عملي ګامونه اوچت کړي ترڅو را ته په دنیا او آخرت کې بریالیتوب په برخه شي. په دنیا کې به د قومونو ترمنځ ملي يووالی او وحدت را ژوندی کړو، او په افغاني ټولنه کې به يو ځل بيا د ملي يووالی، اتحاد او اتفاق احساس را پيدا شي، او د دې تر څنګ داسې زمينه برابره شي چې افغان وګړي يو د بل ترڅنګ په سوله ايزه توګه په پېړيو پېړيو ژوند وکړي او يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، نو همدارنګه په نني عصر کې بالخصوص ځوانان بايد دا خپله ايماني او وجداني دنده وبولي چې د هغو وطن پلرونکو او په شخصي ګټو مينو کسانو په ضد مبارزې ته دوام ورکړي څوک چې د افغانانو په منځ کې قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي.

د تاریخ په اوږدو کې سیمه ایزو او استثمارګرو ځواکونو زمونږ د وطن د ورانولو او بدنامولو لپاره د ډول ډول تنظیمونو په مرسته ګډ تبلیغاتي (پروپاګانډستي) کارونه تر سره کړل، چې د هغې په پايله کې د دوی هغه زیان کاره فعالیتونه ډېر بریالي شول، ښه مثال یې برښنایې تذکري دي له پنڅو کلونو راهیسي افغانان و نه توانیدل چي د افغان په کلیمه توافق وکړي، او همدارنګه یې افغان وګړي په مختلفو نومونو لکه کمونست، ملحد، مجاهد، وهابي، جمعيتي، حزبي، اخواني، خلقي، پرچمي، مکتبي، پښتون، تاجک او هزاره په نومونو له مینځه یوړل او بې شمېره علماء، پوهان، استاذان او منورین یې تر خاورو لاندې کړل، چې بلآخره یې زمونږ وطن د جهل او نادانۍ تورې تیارې ته ورټېل واهه، که په ریښتنی توګه د افغانان د اسلام په چوکاټ کې عمل وکړی د هېواد ټولې ستونزی مو ختمیدای شي، خو بدبختانه د زیاتر مسلمانانو پیغام اسلام او قران دي خو په حقیقت کې دوی صرف او صرف د اسلام او قران څخه سوی استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x