سانتوس لوبډلې د نیمار، هغې پلار او بارسلونا له لوبډلې شکایت کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۴ل): د سانتوس شخصي لوبډلې اعلان کړی چې دغه لوبډله غواړي له نیمار، د هغې پلار او بارسلونا له لوبډلې شکایت وکړي.

نیمار د برازیل پیاوړی لوبغاړی او د فوټبال د نړۍ ځلانده ستوری له بارسلونا څخه وړاندې د سانتوس لوبډلې لپاره لوبې کولې چې وروسته بیا د بارسلونا لوبډلې لخوا وپیریدل شو.

سانتوس لوبډلې ویلي چې بارسلونا باید دغې لوبډلې ته د نیمار په بدل کې ۱۷.۱ میلیونه یورو ورکړي چې تر دې مهاله دغې لوبډلې ته نه دي ورکړل شوي.

مودستا روما د سانتوس لوبډلې مشر رسنیو ته وویل:« تیره ورځ د سانتوس لوبډلې په رسمي بڼه خپل شکایت د فوټبال نړیوالې ادارې یا فیفا ته وړاندې کړی. دغه شکایت د نیمار، د هغې پلار او بارسلونا شخصي لوبډلې په خلاف استول شوی.»

مودستا زیاته کړه:« بارسلونا سره د نیمار د یو ځای کیدو دوه کاله نن پوره کیږي چې په بدل کې يي باید مونږ ۱۷.۱ میلیونه یورو او د طلايي توپ په بدل کې باید ۲ میلیونه یورو ترلاسه کړو.»

سانتوس لوبډلې د نیمار له خرڅولو وروسته خبر شو چې بارسلونا د دغې لوبغاړی خپلولو لپاره ۸۳ میلیونه یورو مصرف کړی. سانتوس لوبډلې په وینا بارسلونا، نیمار او هغه شرکت چې د نیمار لپاره کار کوي باید له ځینې بندیزونو سره مخ شي.

مودستا وویل :« زمونږ دغه عمل د نیمار خلاف نه دی بلکه زمونږ خپلې لوبډلې ته ډیره زیاته ګټه لري. نه شو کولی په داسې حالاتو کې خپل غږ اوچت نه کړو. ټولو ته احترام لرو خو زمونږ لوبډلې ته د رسیدلي زیان مخه باید ونیول شي.

هیره دې نه وي چې د بارسلونا شخصي لوبډلې تل په د مالیاتو نه ورکولو له امله د سختو نیوکو سره مخ کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د