نړۍ

یمن: د ايتلافي الوتکو په بريدونو کې ۴۰ حوثیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د یمن عدن ښار کې نړیوال هوایي ډګر ته څیرمه د حوثي شيعه ايران پلوو یاغیانو پر پټنځایونو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي هیوادونو جنګي الوتکو بریدونو کړي دي، چې په پایله کې تر څلوېښتو زيات حوثي ياغيان وژل شوي دي.

العربیه ټلویزون د عدن ښار د والي له قوله ویلي، چې د ايتلافي هیوادونو په هوايي بریدونو کې ۴۰ حوثیان وژل کیدو سربیره ګڼ شمیر پوځي وسايط او پوستې هم په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي-

بل لورته د خور مکسر هوایي ډګر ته نږدې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلویانو او ولسي مقاومت ډلو تر منځ په نښتو کې د صالح ۱۵ جنګیالي وژل شوي دي.

د صعدة سیمې اوسېدونکي وايي، چې له تېرې شپې را هیسي د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکو د حوثیایانو پر مرکزونو بمبارۍ پيل کړي، چې له کبله یې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

همداراز ايتلافیانو قواوو ويلي، چې په پلازمینه صنعاء ښار او تله فلج عطان سیمه کې یې پوځي اډه او د وسلو زېرمه هم په نښه کړې، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x