خبرونهنړۍ

جان کیري بايسکل غورځولی او پښه يې ماته شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې وزير جان کيري د سويس او فرانسې هيوادونو په حدودو کې د سايکل غورځولو له امله ټپي شوی.

د وزارت وياند جانکيربي ويلي پېښه په هوت ساوا سيمه کې نن يکشنبه په سيمه ييز وخت ۲۰ کم ۱۰ بجې رامنځته شوې، نوموړی وايي د کيري سايکل په پاخه سرک د تيزرفتار په مهال ښويېدلی.

د جانکيربي له قراره د کيري د ښي ورون هډوکی مات شوی، کيربي زياتوي چې نوموړی يې د چورلکې په توسط د تدواي لپاره جنيف روغتون ته چې د پېښې له سيمي لسګونه کيلو متره لري دی، انتقال کړی.

ويل کېږي کيري به همدا نن د بوسټن ماسچويسټس روغتون ته انتقال شي، د نوموړي ورون هغه ځای ته نژدې مات شوی چې څه موده وړاندي يې په ماسچويسټس روغتون کې عمليات کړي وو.

د بهرنیو چارو وزارت يو مسؤل د نوم نه ښودلو په شرط رسينو ته ويلي چې وزير يې د بايسکل چلولو په مهال په واک وو او کومه نشه يې نه وه کړې.

د يادونې ده چې کيري د پاريس او مادريد په سفر تللی وو او پلان يې درلود چې د يکشنبې په ماښام مادريد او د دوشنبې په ماښام پاريس ته ځان ورسوي.

نوموړی په هغه غونډه کې د ګډون په نيت تللی و چې د راروانې سه شنبې په ورځ په پاريس کې د تنظيم الدولة الاسلاميه للعراق والشام په ضد جوړېږي.

د جانکيري عمر ۷۲ کلونو ته رسېږي، ويل کېږي چې په بايسکل د ورزش زيات شوق لري، نوموړی خپل بايسکل په ډيرو هغو سفرونو کې له ځان سره وړي چې اروپايي هيوادونو ته يې کوي.

جان کیري په افغانستان کې وروسته تر هغه د شهرت اسمان ته پورته شو، کله چې نوموړي د عبد الله او اشرف غني تر منځ ګډ حکومت تشکیل کړ، او په پایله کې اشرف غني ته د ولسمشري او عبدالله ته اجرائیه ریاست چوکۍ ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

جي دا ورميك يي مات شوي واي سم خوند به يي كري وه, خو بيا بدي هم شكر…

قاری حسیب

بیا خو ع او ته غ ته تسلییت ویل پکار دی که کیری دا مستی پرینژدی یوه وزځ به عین او غین کوڼدی شی

الحاج استاذ بیانزی

دا خبره چه جان کیری له بایسکله لویدلی د ورون هغه برخی ته نزدی یی پښه ماته شوی چه څه وخت مخکی یی عملیات کړی وو ، کیدی شی چه همدا یی و دمرګ وسیله وی ، مرګ ډیر ځله ناڅاپی نه وی ، همداسی وسیلی ورته جوړی شی ، دا چه هر سړی مری جان کیری به خامخا یوه ورځ نه بله ورځ مری او که مړ شی بل به مقرریږی او دی دومره هوښیار هم نه دی چه په ژوند یا مرګ به یی کوم بدلون رامنځته شی . هو ، جان کیری سرسخته یهودی دی کیدی شی… نور لوستل »

محمد علی

الله دی د مردار کری.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x