نړۍ

القاعده په پاکستان کې د عربي هیوادونو په څیر انقلاب غواړي

zawahireنن ټکی آسیا: د القاعده اوسني مشر ایمن الظواهري په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې پر پاکستانیانو ږغ کړی چي د خپل حکومت او فوځ په ضد د عربي هیوادونو په څیر را پورته شي، او په خپل هیواد کې انقلاب راولي.
هغه په خپل بیان کي ویلي چي د پاکستان فوځ دهغي پيښي وروسته هم د امریکایانو څخه ځان جلا نه کړ، چي په کښي د امریکایانو په بمبار په لسګونو فوځیان ووژل شول.

نومړي ویلي چي یو امریکایي تبعه کس چي د تیر کال د اګست په میاشت کې د لاهور څخه لا درکه شوی وو، ددوی سره دی، او دوی به یی تر هغو خوشي نه کړي تر څو چي امریکایانو ددوی غوښتني نه وي منلي.
هغه خپل د غوښتنو یو ځل بیا تکرار وکړ او وې ویل چي امریکا دي پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي، شیخ عمر عبد الرحمن، د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي او هر هغه کس چي امریکا د القاعده او یا طالبانو سره د اړیکو درلودلو په تور نیولی دی، را خوشي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x