
د ننګرهار پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريدونه روان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد کې پر امنيه قوماندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه روان دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د شپې په يوه بجه د پېښې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال د دوی څو سرتيري بريدګر د جلال اباد امنيه قوماندانۍ ته ننوتي او اوس هم درنه جګړه روانه ده.
وروستي راپورونه وايي، چې سرتيري بريګر د جلال اباد تروريزم رياست ته هم ننوتي او د ذبيح الله مجاهد په وينا هلته يې پر کورنيو او بهرنيو عسکرو ډزې پيل کړي دي.
ځايي خلک وايي، چې تر اوسه د پنځو سترو چاودنو غږ اورېدل شوی دی، سيمه کې برېښنا هم نشته او د بريدګرو شمېر تر اوسه نه دی څرګند شوی .
د ننګرهار ولایت وياند احمد ضيا عبدالزي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې بريدګرو له چاوديدونکو توکو ډک موټر په واسطه د امنيه قوماندانۍ په لويديځه دروازه کې چاودنه کړې او وروسته يې پر امنيه قوماندانۍ د سپکو او درنو وسلو بريد پيل کړی دی.
پژواک خبري اژانس وايي، چې په دغه ډله ييز بريد کې تر اوسه پنځه ماشومان ټپيان شوي او د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې په اړه د کره معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ