دیني، سیرت او تاریخ

سید نا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله تعا لی عنه) لسمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

په یاد ولری ریښتینوالی امانت دی او د رواغ خیانت!!
له تاسونه چې څوک ناتوانه اوضعیف دی هغه زما په نږد له ټولونه ځواکمن او قوی دی تر هغی چې دهغی مسلم حق ورته ونه سپارم! او له تاسو څخه چې ستاسی په نږد ځواکمن او قوی دی زما په نږد نا توانه او کمزوری دی ترهغی چې نورو حق تری ترلاسه نه کړم !

کوم قوم چې دالله جله جلا له په لیار کی جهاد پریږ دی زلیله کیږی، کوم قوم کی چې بی حیا يې عام شی پر هغوی دالله غضب نازلیږی، تر هغی چې ما دالله جله جلاله او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کاوه (!) تاسی زما اطاعت وکړی او اوامر می پر ځای کړۍ ، کله چي زما څخه مو دالله جله جلا له اودهغه درسول الله صلی الله علیه وسلم د اوامرو نافر مانی ولیده(!) پر تاسو زما اطاعت لازم نه دی!!

تاسی لما نځه لپاره ودریږی الله جله جلا له پر تاسی خپل رحمتونه وروی۰

دخلافت چارو سنبالولو سره جوخت هغه ستره کار نامه چې سیدنا صدیق اکبر (رض) تر سره کړه ، شام په لورد حضرت اسامه بن زید (رض) لښکر استول وو، کوم چې دالله جله جلاله نبی محمد صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کی داستولو عملی پل اوچت کړی و!! حضرت ابو بکر صدیق (رض) دخلا فت لمړی فر مان داوو چی مجاهدین دی حضرت اسامه (رض) په لښکر کی دتلو لپاره برابر او چمتو شی!!

له یویخوا داسلامی لښکرسرخندونکی مجاهدین سره راټول او منظم شول او له بلی خوا ډول ډول زوره ونکو فتنو سر اوچت کړ ،هغه قومونه چې داسلام راوړلو څخه يې زیاته موده نه وه تیره شوی ، دزکات ور کولو په فریضی منکر شول، له ټولونه در دونکی پیښی داوی چي ځینو خلکو دنبوت درواغ جنی دعواوی وکړی او په زرګونو خلک يې ګمراه کړل، دغوسترو ستونځو ته په کتو ځینو صحابه يې کراموابوبکر صد یق (رض) ته پریکنده مشوری ورکړی چې شام په لور دحضرت اسامه لښکر وانستوی ، په مشوروکی ویل شوی وو: غوره خبره داده چې د حضرت اسامه لښکر شام ته له تګ څخه باید منع شی تر څو دښمن په مدینی د حملی جرات ونه کړی، که فرض مهال دښمن په مد ینی دحملی هڅه وکړه ؟

دامنظم لښکر به يې مقابله وکړی!

سیدنا صدیق اکبر (رض) دغه ډول ټولی مشوری له یویخوا ردی کړی او وویل : په الله قسم چې داسامه بن زید لښکردتګ سره که مدینه له خپلو اوسیدونکو داسی خالی شی چې څیرونکی ځناور راشی ما ټوټی، ټوټی کړی، بیا به هم زه دغه لښکر له تګ څخه منعه اوتم نکړم کوم چې دالله رسول محمد صلی الله علیه وسلم يې دشام په لور دحرکت امر کړی و!! ځینو صحابه يې کرامو مشوره ورکړه چې اسامه تنکی ځوان دی، ددومره ستر لښکر اداره کول اسان کار نه دی! لازمه ده چې ددی لښکر اعلی سر قوماندانی دپوخ عمر او تجربه لرونکی صحابی ته وسپاری، ددا ډ ول مشورو په اوریدوسیدنا صدیق اکبر(رض) سخت خفه او په غوڅنده ډول يې وویل : تاسی ماته څرنګه مشوری راکوی؟؟ کوم شخصیت چې دالله رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسلا می لښکر امیرټاکلی و، زه دهغه پر ځای بل څوک امیر وټاکم ؟ داسی هیڅ کله نه شی کیدی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x