نړۍ

په غزه کې د څلور زرو نجونو او هلکانو اجتماعي ودونه وشول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د فلسطین په غزه ښار کې د ترکيې حکومت په مرسته د څلور زرو جوړو اجتماعي ودونه وشول.

د ترکیې د یوې خیره موسسې يو استازي د ودونو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو واده کوونکو نجونو او هلکانو ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوګان سلامونه ورسول او هغوی ته یې د ښه ژوند هیلې څرګندې کړې.

د بولنت قورقماز په نوم دغه ترکي استازي، د واده د مراسمو ګډونوالو ته وویل چې د ترکیې حکومت او ولس ستاسو سره په دې خوښۍ کې ځان شریک بولي، تاسو ته مبارکي درکوي، تر پايه به ستاسو سره تر څنګ دریږي، او همکاري به درسره کوي.

باید وویل شي چې د واده دغه اجتماعي مراسم د ترکیې له خوا د هغه پيښي په یاد کې ترتیب شوي وه، په کوم کې چې د ترکیې هیواد یوې سمندري بیړۍ غوښتل غزې ښار ته مرستي ولیږدوي، او د اسراييلي پوځ د برید سره مخ شوی وه، چې په پایله کې یو شمېر ترکان شهیدان شوي وه.

نوموړي وویل چې د ترکیې د بیړۍ پېښه او ننۍ مرسته په دې دلالت کوي چې د ترکیې ولس فلسطین ولس سره په مال او ځان ولاړ دي.

ددغه مراسمو لګښت ۴ ملیونه امریکايي ډالر ښودل شوی دی، او ویل شوي چې هري جوړې ته به د واده د لګښت تر څنګ ۲۰۰۰ ډالر ورکول کیږي.

په دغه مراسمو کې د غزې د ښار واکمن ګوند حماس مشرانو ګډون کړی وو او دا یې د هېواد ستره خوښي وبلله.

په دغه مراسمو کې دا اعلان هم وشو چې ترکيه به په غزه کې شل لوړ پوړيزې ودانۍ جوړوي، چې په هغو کې به ۳۴۰ کورونه جوړ شي، او دغه کورونه به پر ځايي اوسیدونکو وویشل شي.

یاده دي وي چې د تیر کال په دوبي کې د اسراييلي بریدونو له کبله په غزه کې د زیات شمېر ځاني تلفاتو تر څنګ زرګونو کورونه هم ويجاړ شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

الله دی ددوی په ودونو کی برکت واچوی او دا خوشحالی دی د فلسطین دازادی پیلامه وگرزوی.
له الله نه امید لرو چه دا جوری به انشاآلله داسی غازیان و زیژوی چه دیهودو سخه به دفلسطین پاکه خاوره ازاده کری
د ترکی ولسمشر او ترکی ولس سخه په مننی چه ددی زوریدلی ولس سره یی دخوشحالی دمراسمو مصرف په غاره واخیست اونریوالو ته یی دا وشودله چه دمسلمانان دفلسطینی ولس سره ولار دی.
اویو زل بیا تول فلسطینی ولس او په خاصه توگه دی کورنیوته دا خوشحالی مبارکه غوارو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x