افغانستان

قراردادیان؛ په افغانستان او عراق کې د امریکا ورک‌نومي جنګیالي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا فارن پالیسي خپرونې په افغانستان او عراق کې د دې هېواد د جنګېدونکو سرتېرو تر څنګ د قراردادیانو پر جزیاتو یو مفصل راپور لیکلی.

تېره دوشنبه، د امریکا سیاسي او نظامي مشرانو د دې هېواد د هغو جنګیالیو ستاینه وکړه، چې په افغانستان او عراق کې د خپل هېواد لپاره جنګېدلي او وژل شوي دي. امریکایان دا ورځ یوازې د دې لپاره هم نه نمانځي چې د خپلو وژل شوو سرتېرو ستاینه وکړي، بلکې له دې نمانځنې یوه موخه دا هم ده چې امریکايي حکومت د ټولو هغو جنګیالیو «خدمتونه» درک کوي، چې اوس هم په جګړه بوخت دي.

پنټاګون پر دې ورځ د وژل شوو نومونه یاد کړي. په دې ډله کې څو تنه داسې هم دي چې ورسره لیکل شوي «د غیرجنګي» ماموریت قربانیان.

اوباما په خپله وینا کې وویل چې د زرګونو امریکايي ګومارل شوو غړو –ښځو او نارینه وو- د قربانۍ قدرداني کوو، چې خپل ژوندونه یې د خپل هېواد لپاره قرباني کړل، مګر اوباما په مهارت سره په افغانستان کې د وسله وال مقاومت په لاس د وژل شوو قراردادیانو یادونه ونه کړه. حال دا چې د سپټمبر له یوولسمې پېښو راهیسې، کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، د امریکايي رسنیو په قول د ۱۵۹۲ تنو شاوخوا قراردادیان هم وژل شوي دي. تېر کال په افغانستان کې د امریکايي تلفاتو ۶۴سلنه د دغه هېواد قراردادیان وو.

امریکايي چارواکي په څو دلیلونو د قراردادیانو له یادونې تېرېږي. که د قراردادیانو «قربانۍ» یادې شي، بیا نو د جګړې بوج وېشل کېږي، بیا څرګندېږي چې امریکايي نظامي حضور له خپروو شوو شمېرو څو برابره زیات دی. کله هم چې پنټاګون پرېکړه کړې چې افغانستان یا عراق ته به څومره نوي ځواکونه استوي، له دغو تلونکو ځواکونو سره یې د قراردادیانو یادونه هېڅکله نه ده کړې.

کله چې خبریالان یا شنونکي د قراردادیانو د کره شمېرې پوښتنه کوي، داسې ښکاري چې ویندویان په دې باب کره معلوم په لاس کې نه لري.

فارن پالیسي لیکي، چې د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته چې افغانستان او عراق ته په کوم شمېر ځواکونه استول شوي دي، د همدې شمېرې شاوخوا یا کله هم زیات قراردادیان هم دوی سره مله وي، چې کله هم د دوی کره شمېره رسنیو ته راونه نه وته.

د قراردادیانو دنده روزنه، جاسوسي مسایل، ټرانسپورټ، ژباړه او د ځواکونه خوندي ساتنه ده. مګر «قراردادي» په ځینو سیاسي او پالیسي جوړوونکو ادارو ترمنځ یوه ناوړه کلمه ده.

د فارن پالیسي په دې راپور کې راځي، چې دمګړۍ په عراق کې درې زره امریکايي عسکر مېشت دي چې پنځه زره تنه قراردادیان ورسره دي. په افغانستان کې بیا د امریکايي ځواکونو له کره شمېر، لس زره تنو درې چنده قراردادیان مېشت دي، چې دېرش زرو تنو ته رسېږي.

امریکايي سیاسي مشران ځکه د قراردادیانو اصلي شمېره نه یادوي، چې بیا ولس د جګړې پر ژورتیا او پراختیا ښه پوهېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x