نظــر

د قطر د مذاکراتو توقف، د ستاینې وړ اقدام

tayab agha news confranceپه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ښکېلاکګرو ځواکونو پر ضد د طالبانو په مشرۍ او د مسلمان ملت په ملاتړ له لس کلن مقاومت وروسته، امریکایي لوری دې ته اړ شو، چې د طالب مجاهدینو له استازو سره د افهام او تفهیم په موخه خبرو ته کښېني. د امریکا له لوري خبرو ته چمتووالی د طالبانو لپاره ستره بریا ګڼلی شي. ځکه کابو یوولس کاله مخکې د سپتمبر له پېښو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکایي ګواښونو په غبرګون د خبرو اترو وړاندیز کاوه. ولې امریکایي لوري په غلطۍ سره دا جګړه آسانه ګڼلې وه. امریکایانو د خبرو اترو پر ځای د نظامي یرغل لار غوره کړه.

طالبانو بله لار نه لرله بې دې چې د وطن د آزادۍ لپاره وسلو ته لاس کړي او مقاومت پیل کړي. له لس کلن مقاومت وروسته، امریکایانو په عمل کې د خپلو نظامي سلاکارانو پر حماقت اعتراف وکړ؛ د امریکایانو له خوا د مذاکراتو او خبرو اترو بلنې د دې خبرې ښه ثبوت دی. امریکایان د خبرو اترو عنقاپسې دومره لالهانده وو، چې د کوټې دوکاندار هم د دوی پرمختللې ټکنالوژي او معتبر اطلاعات نړیوالو ته رسوا کړل. خدایزده چې څومره نورو غیر مسئوله کسانو به د دوی له لالهاندۍ استفاده کړې وي او بې خرته ډالر یې ترې وړي وي!

د خبرو اترو هنګامه هغه مهال توده شوه، چې طالبانو د روان کال د جنورۍ په درېیمه نېټه ومنله چې د دوی استازي قطر ته د مذاکراتو په موخه رسېدلي دي. د طالبانو له دې اعلامیې سره د امریکا او طالبانو خبرې د نړیوالو رسنیو په مهمې موضوع بدله شوه. هر چا له خپل لیدلوري دې موضوع ته کتل. موږ افغانانو ته یې د سولې نوې هیلې راوټوکولې، اسلامي نړۍ یې د امریکا پر ماتې لا باوري کړه، امریکایي ولس یې هیله من کړ چې نور به یې بچیان له وژنو وژغورل شي او په سیمه کې یې د امریکا رقیبانو ته د څو قطبي نړۍ د زېري پیغام درلود.

مذاکرات، څو اړخیزې ګټې

امریکایانو له مذاکراتو څو ګټې ترلاسه کولې، چې په سر کې په امریکا کې د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې د ډیموکراتانو د ماتې اندېښنې دي. اوباما غواړي د مذاکراتو له لارې د امریکایي ولس رایې راخپلې کړي، ځکه د ولس بشپړ اکثریت د افغانستان د جګړې ضد دی. اوباما غواړي ولس ته ځان د سوله ییز حل پلوی وبرېښوي.

له بلې خوا مذاکرات د طالبانو په لویه ګټه هم و. له هر څه مخکې، له طالبانو سره د امریکایانو ناسته د طالبانو د بریا او د امریکا د ماتې د پیلامې په توګه ګڼل کېږي. امریکا کله هم له طالبانو سره د خبرو چمتووالی نه و ښولی؛ نن چې کښېني دا په افغانستان کې د روان مقاومت د بریا ښکارندوی دی. سربېره پر دې، طالبانو د مذاکراتو د اجنډا په توګه دوه ټکي په ګوته کړي دي، لومړی د اسیرانو خلاصون او دویم له افغانستانه د امریکایانو وتل.

د ستاینې وړ اقدام

د ۲۰۱۲م ز کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي. د دغو خبرو هېڅ ډول نتیجه تر دې دمه د رسنیو په واک کې نه ده ورکړل شوې، ځینو خو په قطر کې د طالبانو استازي حتی یرغمل وګڼل(!)

د مذاکراتو د بهیر توقف په څو دلیلونو ګټور بلل کېدای شي:

لومړی دا چې د طالبانو له خوا د مذاکراتو د بهیر ودرېدا دا خبره غلطه ثابتوي چې ګواکې د طالبانو استازي په قطر کې یرغمل دي. دې اقدام د دوی خپلواکي او استقلالیت ټولو ته په ډاګه کړه. تر دې مهمه مسئله دا ده، چې په دې اقدام سره د طالبانو استازو وکولای شول د قطر د ګونګ بهیر نه د اوباما او ډیموکراتانو د استفادې مخنیوی وکړي. داسې ښکاري چې اوباما غوښتل، چې د نومبر د میاشتې تر ټاکنو پورې د قطر بهیر همداسې ګونګ پرمخ ولاړ شي. له یوې خوا اوباما امریکایي ولس هیله من کاوه چې د مذاکراتو نتیجه به د دوی به ګټه وي او ژر به سولې ته ورسېږي. د طالبانو د شرایطو د منلو اقدام یې ځکه نه شوای کولای چې د جمهوریت غوښتونکي ګوند د کاندید له سختو نیکو سره به مخ شي. طالبانو په ډېرې هوښیارۍ سره وکولای شوای چې امریکا یي ولس ته وښيي چې د دوی مشران د مذاکراتو د بهیر په پرمختګ کې رښتیني نه دي. د طالبانو له خوا د مذاکراتو د بهیر بندول، به د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د اوباما پر مخ کله څپېړه وي. اوس د وخت تېرېدل د طالبانو په ګټه دي، د اوباما حکومت به خپلې ټولې ممکنه وسیلې په کار واچوي څو د مذاکراتو بهیر بیا پیل کړي. اوس طالبان کولای شي چې د پخوا په پرتله سخت او درانه شرایط ورته وضع کړي. د هوا له تودېدو سره چې طالبان د امریکایانو پر ضد څو وژونکي عملیات ترسره کړي، د مذاکراتو پر مېز به د دوی وزن لا زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x