نړۍ

مصر: د حسني مبارک سياسي ګوند دفتر ونړول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل):  مصري چارواکو پلازمېنه قاهره کې د حسني مبارک د سياسي ګوند دفتر ودانۍ ونړوله.

د حسني مبارک ملي ديموکرات ګوند قاهره کې تحرير څلور لارې ته نږدې و او ۲۰۱۱ز کال کې د پاڅونوالو له لورو سوځول شوی وو.

د حسني مبارک سياسي ګوند ۲۰۱۱ز کال ناقانونه اعلان شوی او اوس مصري چارواکو د ګوند ودانۍ ونړوله او له دې وروسته به دغه ځمکه ملي ميوزيم ته ورکول کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د حکومت له دې پرېکړې به يو  شمېر کسان خوښ شي، مګر ګڼ مصريان به نور هم نهيلي شي، چې پاڅون يې خپلې موخې ته ونه رسيد.

تېره مياشت يوې محکمې پخوانی ديکتاتور حسني مبارک د اداري فساد له امله په درې کاله بند محکوم کړی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د يوې دولتي ودانۍ د ترميم لپاره د حسني مبارک دواړه زامن ۱۴ ميليونه ډالرو د اختلاس په تور په څلور کاله بند محکوم شول.

د مصر پخوانی واکمن ۲۰۱۱ز کال کې د مظاهره چيانو د وژنې له امله په ټول عمر بند محکوم شوی و، مګر د سيسي په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته مصري محکمې د نوموړي دغه بند لغوه کړ او محکمې له سره د نوموړي د محکمې د څېړلو امر وکړ.

د يادونې وړ ده، چې ۸۵کلن حسني مبارک د پلازمېنې قاهرې په يو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x