ورزش

د مهیندرا سینګ دوني پر ژوند فیلم جوړیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): د هندوستان سینما غواړي د خپل اتل لوبډل مشر او پیاوړی ویکټ ساتوونکی مهیندرا سینګ دوني پر ژوند فیلم جوړ کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ مهیندرا سینګ دوني د دغې فیلم په بدل کې له هندي سینما څخه ۸۰۰ میلیونه هندي روپۍ غوښتی.

د شته معلوماتو پر بنسټ له دغې قرارداد امضاء کولو وروسته دوني ته ۲۰۰ میلیونه هندي روپۍ ورکړل شوي او پاتې نور به يي له فیلم جوړولو وروسته ورکول کیږي.

د امضاء شوی قرارداد پر بنسټ کتوونکو ته د فیلم وړاندې کولو څخه وروسته به هم مهیندرا سینګ دوني د دغې فیلم څخه لاسته راغلې ګټې کې به برخه لري او د ګټې ټاکل شوی فیصدي به نوموړي ته ورکول کیږي.

د دغې قرارداد په اړه تر دې مهاله خپله دوني څه نه دی ویلی. د دغې فیلم د خپرولو حق له فاکس سټار کمپنۍ سره محفوظ دی.

د دوني په اړه جوړیدوونکی دغه فیلم به د نیرج پانډې تر څارنې لاندې د ششانت سینګ راجپوت په مرکزی کردار جوړیږي.

تر دې مهاله د دغې فیلم د وړاندې کیدو نیټه نه ده معلومه خو بیا هم د دغې فیلم ځینې عکسونه د کتوونکو د جذبولو لپاره خپاره شوي.

مهیندرا سینګ دوني اوسمهال له ټیسټ لوبو استعفا کړی خو په یو ورځني او شل اوریزو سیالیو کې به بیا هم د خپلې لوبډلې مشرۍ په غاړه لري.

د هندوستان دغه پیاوړی او تکړه ویکټ ساتوونکی د هندوستان د تاریخ له غوره لوبډل مشرانو څخه ګڼل کیږي او د ډیر صبر او حوصله لروونکی لوبغاړی لقب يي خپل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x