نړۍ

امريکايي عسکر هره ورځ دوه ولسي وګړي وژني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): متحده ايالاتو کې د شوې سروې له مخې امريکايي پوليس هره ورځ دوه ولسي وګړي وژني.

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې امريکايي پوليس هره ورځ لږ تر لږه دوه امريکايان وژني، چې ډېری يې تورپوستي وي.

د واشنګټن پوسټ په وينا يوازې د روان ۲۰۱۵ز کال په تېرو پنځو مياشتو کې پوليسو ۳۸۵ ولسي وګړي وژلي او له دې څرګنديږي، چې هره ورځ دوه تنه وژل کيږي.

د واشنګټن پوسټ په وينا د وژل شوو کسانو ډېری تورپوستان دي.

تورپوستان ولې په نښه کيږي؟

له تېرې اوږدې مودې راهيسې امريکايي پوليسو ګڼ تورپوستي امريکايان وژلي او د امريکايي تورپوستانو غبرګونونه يې راپارولي او له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې يې پيل کړي دي.

ګڼ تورپوستان وايي، چې مايکل براون، ايرک ګارنر، والټر سکاټ، فريډي ګرې او ګڼ نورو تورپوستان امريکايي سپين پوستو پوليسو د توکم پالنې او بې ځايه ځواک ښودلو له امله وژلي دي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د شوې سروې له مخې ۲۰۰۸ز کال راهيسې هر کال شاوخوا څلور سوه کسان د پوليسو له لوري وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې د فدرالي تحقيقاتو ادارې ايف بي ای په خپلو څېړنو کې ويلي، چې هره ورځ د وژنو۱.۱ پېښې کيږي، مګر د وژنو اصلي شمېر ۲.۶ دي.

د امريکايي پوليسو يو پخواني افسر جم بورين واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د ډېر شرم له امله د بې ګناه وژنو خبر رسنيو ته نه ورکول کيږي او دوی نه شي کولای، چې د پېښو شمېر را کم کړي او امريکا کې اوس هم معلوماتو ته د لاس رسي قانون په سمه توګه نه عملي کيږي.
د واشنګټن پوسټ له قوله د وژل شوو کسانو درې برخې تور پوستان او يوازې يوه برخه يې سپين پوستي دي.
په وژل شوو کې ډېری يې وسله وال و، مګر پوليسو ډېر بې وسلې کسان هم وژلي دي.
په وژل شوو کې ۳۶۵ سړي او شل ښځې دي. په دغو کسانو کې د ۱۱۸ کسانو عمر له ۲۵-۳۴ کالو دی. د ۹۴ کسانو عمر له ۳۴-۴۴ کالو دی او د اتو وژل شوو کسانو عمر له اتلسو کالو کم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x