افغانستان

لوګر : د محمداغې ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، د محمداغې پر ولسوال چاودنه شوې، چې له امله یې درې ساتونکي ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزی وايي، د محمداغې پر ولسوال چاودنه د محمداغې د میرزاخېلو په سیمه کې شوې ده، خو ولسوال ترې روغ وتلی دی.

د لوګر امنیه قومندان وايي، له چاودنې وروسته د محمداغې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونیار عبدالحکیم حقیار سیمې ته د څېړنې په موخه تللی و، چې پر ده هم چاودنه وشوه.

اسحاقزی زیاتوي، په دویمه چاودنه کې د ولسوالۍ امنیه قومندان، د ترورېزم سره د مبارزې مدیر او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

لوګر له پلازمېنې کابل سره ګډه پوله لري، خو د دې ولایت پر ګڼو سيمو طالبان واکمن دي.

طالبانو د یادو چاودنو په باره کې تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x