نظــر

جان آلن: که افغانان وغواړي حاضر یو له ۲۰۱۴ وروسته هم د دوی دیني ارزښتونه ترپښو لاندې او ماشومان یې په وینو لت پت کړو

jon Allenد مارچ د روانې میاشتې په پنځمه نېټه په افغانستان کې دناټو وحشي نیواکګرو ځواکونو قوماندان جال آلن په ډیره بې شرمې سره اعلان وکړ چې که چیرته افغانان وغواړي نو د ۲۰۱۴ میلادي کال له ختمیدو وروسته به په افغانستان کې پاته شو.
جان آلن او د ده ددین لارویانو وروسته لدې چې په کراتو یې دافغانستان دخلکو سپکاوی وکړ، د مسلمانانو  ددین تر ټولو سپیڅلي کتاب قرآن کریم یې وسوځاوه، ددوی دجوماتونو بې حرمتي یې وکړه، ددوی دشهیدانو په پاکو جسدونو یې بولې وکړې،

بیګناه اطفال ښځې او سپین ږیري یې په مرمیو باندې سوري سوري او وویشتل چې دروانې میاشتې د۱۱ مې نیټې زړه دردوونکې پیښه چې په ترځ کې یې دکندهار ولایت دپنجوایی ولسوالې په زنګ آباد سیمه کې په لسګونو اطفال ښځې او سپین ږیري د امریکایانو لخوا دشپې لخوا په ډیره وحشیانه او قصدي توګه یوازې پدې جرم چې مسلمانان دي دمرمیو په ډزو په شهادت ورسول شول او دځینو جسدونه یې په اور لولپه کړل، تر ټولو ښکاره او روښانه بیلګه ده، د یرغل په تېره لس کلنه دوره کې یرغلګر وحشي امریکایان د افغانانو کورونو ته ورننوتل او د دوی په عفت،عزت او ناموس باندې یې تیری وکړ، په سپین ږیرو یې جنسي تیری وکړ، ځوانان یې دتورو تمبو شاته وغورځول او بیلابیل او ډول ډول تعذیبونه یې ورباندې تجربه کړل، اووه زره پونډي او خوشه یي بمونه، بی ۵۲ ډوله  او بې پیلوټه الوتکې یې دافغانستان په مسکینو او بې چاره خلکو وازمایل او تجربه یې کړل، او لدې هرڅه وروسته یې دادی لاس په سینه ایښي اوفرمایي چې که د نور داسې خدمت او چوپړ غوښتنه هم افغانان لري نو مونږ ورته حاضر یو!
له بلې خوا دا پوښتنه منځ ته راځي چې د جان آلن مقصد د افغانستان له خلکو او وولس څخه د دوی خپل  لاسپوڅې دي او که دافغانستان مسلمان ملت دی، که یې مقصد مزدوره اداره او پکې شامل لاسپوڅي وي نو دا روښانه ده چې ددې ادارې شتون او بقا دنیواکګرو په موجودیت پورې تړلی ده او ددوی ګټې دنیواکګرو له حضور پرته نشي خوندی کیدلای او ددې وحشي ځواکونو تر سیوری لاندې خپل دمریتوب ژوند پر مخ بیایي.
 د کابل د مزدورې ادارې مشران  د افغانستان له باتورو خلکو سره هېڅ ډول تړاو نلري او دوضعېت  ښه والي ته هم هیڅ تمه نلري نو ځکه  خو د دوی د اکثرو کورنۍ په امریکا او اروپایي هېوادونو  کې ژوند کوي او دوی یوازې د ډالرو د راټولولو لپاره افغانستان ته راغلی دي.
پدې فاسده او غیرمتجانسه لاسپوڅې اداره کې دوهمه ډله شامل هغه پخواني کمونستان دي چې په کلونو کلونو د افغانستان دخلکو په ضد وجنګیدل، دافغانستان له یونیم میلیون څخه زیات شمېر مسلمانان یې شهیدان کړل، له دری میلونه څخه زیات یې معیوب او له اووه ملیونه څخه زیات یې هم د کورونو پرېښودلو او هجرت ته اړ ایستل، چې دا ټول د کمونستي لاسپوڅو لاسته راوړنې دي او دوی اوس هم دنیواکګرو تر سیوري لاندې خپل دنفرت ژوند په مخ بیایي او ددې لپاره چې دوی له مسلمانانو سره پخوانۍ او نه په خولا کیدونکې دښمني لري نیواکګرو ځواکونو په نظامي او امنیتي برخوکې ددې لپاره ګومارلي دي چې دمسلمانانو او په خاصه توګه مجاهدینو په تعذیب او ربړولو کې ورڅخه استفاده وکړي.
دکابل په فاسده لاسپوڅې اداره پورې دریمه ښکېل ډله د تش په نامه مجاهدینو دحکومت پاتې شوني دي چې افغانستان ته یې دنیواکګرو ځواکونو دراتګ لپاره لاره هواره کړه او د بُن په کنفرانس کې یې دتش په نامه مجاهدینو دحکومت په استازیتوب برخه واخیسته او داسلام د دښمنانو ټولې غوښتنې یې په ورین تندي ومنلې او دافغانستان دنیواک سند یې لاسلیک کړ چې دهغې له مادو څخه یوه هم دا ده چې امریکایان کولای شي په خلاص لاس په افغانستان کې واوسیږي او هر څه چې کوی هغه وکړي او دا ماده له نورو هغو سره چې نیواکګرو ځواکونو ته یې دهر څه کولو آزادی ورکړې دکرزی د ادارې په وخت د یوه تړون په ترڅ کې د ملي خاین یونس قانونی په لاس چې هغه مهال د کورنیو چارو وزیر وو لاسلیک شوې ده.
د جهاد خاینینو او سوداګرو دخپل حکومت پر وخت په جهاد باندې لوی لوی ګوزار وکړل چې داسلام هیڅ نښه نه پکې لیدل کیده. دخپل حکومت په څو کلنۍ دوره کې یې په هیواد کې داسلام یو حکم هم پلی نکړ. په ټول هیواد کې هماغه دکمونستانو دحکومت قوانین او تشکیلات پر پښو ولاړ او نافذ وو او یوازې توپیر یې دا وو چې دکمونستانو دحکومت پر وخت یو نظام موجود وو مګر د دوی د پاټکي او جګړمار حکومت پر وخت هیڅ نظام حاکم نه وو او هر څوک دخپل زور په پرتله حاکم وو.
دا هغه خاینې ډلې دي چې دکابل فاسده او خاینه اداره ترې جوړه ده چې هیڅ کله هم دا خرڅ شوي دافغانستان له مسلمان ملت څخه نه شمیرل کیږی او نه هم ددوی استازیتوب کولای شي.
اما که دجان آلن مقصد دافغانستان مسلمان ملت وي، نو دې ملت خو د نیواک له پیله دنیواکګرو ځواکونو له شتون سره مخالفت کړی دی او ورځ تر بلې یې ددوی په وړاندې کرکه، نفرت او قهر نړیوالو ته ښکاره کړی دی. سربیره پر دې یې دکفارو په وړاندې غاښ ماتوونکی جهاد او مبارزه پیل کړې، دکفري ځواکونو په ضد په ټول هیواد کې دخلکو مظاهرې او دمرګ په امریکا!، مرګ پریهودو اونصاراوو!، تاسې زمونږ ددین او ناموس او خاورې دښمنان یاست!، ای داسلام دښمنانو زمونږ له هیواده ووزی!، دا د زمریانو ټاټوبی دی!، کافران هیڅکله هم زمونږ پر هیواد نشي بریالی کیدای! .. او داسې نورو شعارونو ورکول ددې واقعیت ښکارندوی دی چې دافغانستان مسلمان خلک هیڅکله هم نه پیرل کیږي او نه هم غلام ګرځول کیږي.
پدې کې شک نشته چې افغانستان دصلیبي ځواکونو لخوا د کومو موخو دلاسته راوړلو په خاطر اشغال شوی دی چې لله الحمد تر ننه پورې خپلې یوې موخې ته هم ندي رسیدلي او کیدای شي دایې وروستۍ هڅې وي چې غواړي خپلو نامرادو سیمییزو موخو ته ورسیږي ولې هغه دفارسی متل دی چې وایي: (سالی که نیکوست از بهارش پیداست) دمجاهدینو دفعالیت کړۍ ورځ په ورځ پراخیږي او له بلې خوا څخه دنیواکګرو دفعالیتونو کړۍ ورځ تر بلې په تنګیدو ده.
همدارنګه د افغانستان دمسلمانو خلکو مینه او مرسته له مجاهدینو سره ورځ تر بلې ډیریږي او برعکس دنیواکګرو په وړاندې یې کرکه او نفرت ورځ تر بلې په ډیریدو دی.
له امریکا سره دناټو دغړو هيوادونو ملاتړ دافغانستان دقضیې په هکله ورځ په ورځ کمیږي او په ورته وخت کې د روان مقاومت او مجاهدینو په حقانیت باندې د نړیوالو باور منځ ته راځي.
د ورځني معمول په توګه د نړی خلک په افغانستان او عراق کې دناټو دوحشي کړنو په هکله نوي معلومات ترلاسه کوي او د صلیبیانو له کړنو څخه بیزاري ښیي او په افغانستان کې د مقاومت په حقانیت باندې باوري کیژي.
دنړۍ اقتصادی شنونکي پدې باور دي چې دجګړې د دوام په صورت کې به د اروپا اقتصاد نااستواره شي او پدې حالت کې به شتمن هیوادونه ونشي کولای چې له هغه هیوادو سره مرسته وکړي کوم چې له اقتصادي بحران سره مخ کیږي ترڅو پدې سره داروپا اقتصادي ثبات وساتي او په نتیجه کې به اقتصادي بحران ټولې اروپا ته وغزیږي حتی ټول غربي هیوادونه به راګیر کړي او برعکس د چین، جاپان او دآسیا دجنوب ختیځ ځنې نورو هیوادونو وضعیت به مخ په ښه کیدو شي چې دا حالت به دغرب لپاره کله هم خوښوونکی نه وي.
لدې سره سره مهمه خبره دا ده چې دافغانستان دمجاهدینو په لاس دشوروی اتحاد له ټوټه کیدو وروسته امریکا درک کړې وه چې دلویو زبرځواکو هیوادونو په وړاندې دمسلمانانو دبریالیتوب راز یوازې ددوی جهاد دی، نو دا چې د جهاد خطر د شوروي اتحاد له پاشلو وروسته غرب ته متوجه شو، نو غربیانو د مسلمانانو دکمزورتیا لپاره مخکې له مخکې جهادي خوځښتونه او دهغوی مشران تفکیک او هغوی یې دترهګرو په نوم تور لیست کې شامل کړل او بیایې وغوښتل چې د جهاد او جهادي مفکورې دله منځه وړولو په خاطر علما کرام وځپي، د دینې مدرسو په له منځه وړلو یې لاس پورې کړ، تر څو په تدریجي ډول دټولو جهادي حرکتونو نښې نښانې د ځمکې له مخ څخه ټولې کړي، تر څو وکولای شي امریکا دنړې یوازینی بادار  پاتې شي او اسرائیل به په بې غمه زړه د مسلمانانو ځمکې تر خپلې خیټې لاندې کوي.
‍په افغانستان باندې د امریکا د وحشي یرغل یو له مهمو موخو څخه همدا وه ځکه چې هلته اسلامی نظام حاکم وو او اسلامی تعلیمات ورځ تر بلې په خپریدو وو هماغه وو چې داسلام  ددې کلا دله منځه وړولو په خاطر یرغلګرو پدې هیواد تیری وکړ او د لسو کلونو راهیسې زمونږ هېواد دیوویشتمې پیړۍ ددې خونړي تش په نوم متمدنو دوحشتونو شاهد دی. اما دالله تعالی په فضل ددښمن دا طرحې ټولې ناکامې دي او په افغانستان باندې له صلیبي یرغل وروسته دجهاد او اسلامي تعلیماتو لمن نوره هم پراخه شوې ده او د خدای ج په نصرت ډیرې کامیابې او لاسته راوړنې دمسلمانانو په برخه شوې دي. امریکا په لومړي سر او تېره لس کلنه موده کې د اسلامی امارت له نامه سره حساسیت درلود ولې اوس اوس د جهاد او مقاومت په برکت مجبور شول تر څو د مجاهدینو لپاره په قطر هېواد کې سیاسي دفتر ومني او دهغوی  له استازو سره په مذاکراتو لاس پورې کړي.
دا ټول دکفارو دماتې او د مجاهدینو دپرمختګ او بریالیتوب نښې دي ولې سره لدې هم که چیرته دناټو نیواکګر ځواکونه اسلام ضد کړنو ته ادامه ورکړي نو ان شاالله الهی مقدرات به داسي وي چې دوی له افغانستان څخه په زور وایستل شی او په نتیجه کې به یې اقتصاد ونړیږي او ملاتړي هیوادونه به یې یو پر بل پسې له ورکې سره مخ شي او بیا به هیڅ کفري هیواد  په اسلامي امت باندې تیري ته زړه ښه نه کړي او یوځل بیا به دمسلمانانو تللی منزلت او مقام بیرته راوګرځي او ان شاالله چې کفار به یوازې دخپل نجات په فکر کي شي او ژر ده چې مسلمانان به خپل له لاسه تللې خاورې بیرته لاسته راوړي او په نړۍ باندې به د بشپړ حاکمیت تابیا کوي او د الله تعالی دا قول چې فرمایی: (“وقاتلوهم حتی لا تکون فتنة ویکون الدین لله”) به ان شاالله او خامخا تحقق مومي. وما ذلک علی الله بعزیز.

احمد فارسی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x