افغانستان

دوهم تعقيب: د ننګرهار پر امنيه قوماندانۍ د ډله ييزو بريدونو وروستی حال

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه څو تنو سرتېرو بريدګرو د ننګرهار پر امنيه قوماندانۍ او تروريزم رياست ډله ييز بريدونه وکړل، چې له پنځو ساعتو وروسته دغه جګړه پای ته ورسېده.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضيا عبدالزي رسنيو ته وويل، چې تېره شپه يوولس بجې طالبانو د ننګرهار امنيه قوماندانۍ لويديځې دروازې مخته د موټر بم په واسطه سرتېری بريد وکړ او څلور نور بريدګر امنيه قوماندانۍ ته ننوتل او ډزې يې پيل کړې. د عبدالزي په وينا دغه جګړه پنځه ساعته وروسته پای ته ورسېده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې څلور بريدګر يې وژلي او يو يې ژوندی نيولی، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

پژواک خبري اژانس وايي، چې په دغه پنځه ساعته جګړه کې لس پوليس او پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې تېره شپه د دوی يو سرتيري ملګري لومړی د موټر بم په واسطه بريد وکړ او نور سرتيري قوماندانۍ ته ننوتل او هلته يې پر کورنيو او بهرنيو عسکرو بريدونه پيل کړل.

ذبيح الله مجاهد زياتوي، چې په دغو ډله ييزو بريدونو کې لږ تر لږه شپاړس پوليس، د تروريزم رياست کارکوونکي، کورني او بهرني عسکر وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه ټپيان شوي دي.

دغه جګړه د شپې درې بجې پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x