افغانستان

اشرف غني هرات ته ولاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هرات ولايت ته شينډنډ ولسوالۍ ته ورسېده.

ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته هرات ته د اشرف غني دا دوهم سفر دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې اشرف غني به د هرات ولايت امنيتي او اداري چارو د څېړلو تر څنګ د سلما بند په اړه هم له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

هرات ته له رسېدو وروسته اشرف غني امنيتي ځواکونو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: «موږ ټول ستاسې تر شا ولاړ يو او زموږ تر منځ هېڅ ډول اختلافات او ستونزې نه شته.»

اشرف غني زياته کړه، چې حکومت يې طالبانو سره د مذاکراتو په اړه جدي هڅې کوي، مګر هېڅوک بايد د دوی دغه هڅې د کمزوري نښه ونه بولي.

شينډنډ په درې ولسواليو وېشل کيږي

يو شمېر باوري سرچينې خبر ورکوي، چې ولسمشر اشرف غني هوډ کړی، چې شينډنډ په درې ولسوااليو ووېشي.

سرچينه زياتوي، چې نوې ولسوالۍ به زېر کوه، ابراهيم خېل او شينډنډ وي.
د څارونکو په وينا اشرف غني هيله من دی، چې د شينډنډ په وېشلو به دغه ولسوالۍ کې امنيت ټينګ شي.

هرات اوس مهال څوارلس ولسوالۍ لري او دې سره به د دغو ولسواليو شمېر شپاړس شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

گیله می زکه نه کیزی سی شاغلی اشرپ عنی مفکرسری ده سی سنگه کوی هغه به ددی جنگ زپلی ملت خیریی نوموری سی یوه ولسوالی په دریو ولسوالیوویشی نودابه د افغانستان ملت په حیصووویشی؟ افغانستان به سوتوتی کی ؟ ولالیات به سنگه کی؟نوموری خومفکرسری ده کیدای سی په راتلونکی وخت کی افغانستان هم تقسیم کی یوخوبه داجرأیه رئس کارمستقل سی اوبل به امنیت تأمین سی نوموری خومفکری سریده البته فکربیدکری یی سی امن په تقسیم کیده نومونزخوهسی هم له چاپوشتلای نسو سی ولی

rehmat jan

گیله می زکه نه کیزی سی شاغلی اشرپ عنی مفکرسری ده سی سنگه کوی هغه به ددی جنگ زپلی ملت خیریی نوموری سی یوه ولسوالی په دریو ولسوالیوویشی نودابه د افغانستان ملت په سوحیصووویشی؟ افغانستان به سوتوتی کی ؟ ولالیات به سنگه کی؟نوموری خومفکرسری ده کیدای سی په راتلونکی وخت کی افغانستان هم تقسیم کی یوخوبه داجرأیه رئس کارمستقل سی اوبل به امنیت تأمین سی نوموری خومفکری سریده البته فکربی کری یی سی امن په تقسیم کیده نومونزخوهسی هم له چاپوشتلای نسو سی ولی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x