نړۍ

پاکستاني طالبانو د پنجاب ايالتي اسامبلۍ غړی وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د مسلم ليګ نواز ګوند پورې تړلی د پنجاب ايالتي اسامبلی غړی رانا شمشاد له خپل زوی سره يو ځای ووژل شو.

پاکستاني رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې بريدګرو مخ پټ کړی و او له پېښې وروسته په تېښته بريالي شول.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد الخراساني رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې د نواز شريف د ګوند او پنجاب ايالتي اسامبلۍ غړی رانا شمشاد او د هغه زوی وژلي دي.

رسنۍ وايي، چې رانا شمشاد، د هغه زوی، وراره او د ګوند يو غړی لاهور ته څېرمه کامونکي سيمه کې روان وو، چې ناڅرګندو بريدګرو پرې ډزې وکړې.
په دغه بريد کې رانا شمشاد او د هغه زوی وژل شوي، وراره او د ګوند بل غړی يې ټپيان دي.

وژل شوی رانا شمشاد ګجرانوالې ولسوالۍ څخه د پنجاب ايالتي اسامبلۍ غړی و او نوموړی د پنجاب په اغېرمنو سياسي څېرو څخه وه.

د پاکستاني طالبانو وياند د پېښې مسؤوليت منلی او وايي، چې ملګرو يې رانا شمشاد وواژه او په تېښته بريالي شول.

محمد الخراساني زياتوي، چې د پنجابي طالبانو درې ډلې پاکستاني طالبانو سره يو شوي او له هغې وروسته پنجاب او سند ايالت کې د دوی بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

که چیری پاکستان تحریک طالبان همدالری همداسی جاری وساتی په اوپنجاب کی هدفی وزنی وکری زه امیدلرم امن به راسی زکه په تولوپشتنی سیموکی همدی خونخواروپنجابیانوناامنیوته لمن وهلی ده پشتانه یی په مستقم اوغیرمستقیم دول وزلی دی نوددی لپاره سی امن تأمین سی بایدهمداکسان ووزل سی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x