ټولنیزه برخه

د “مثالي ښځو” بېلګې ــ۴

م.ش.کاموي

پنځمه بيلګه:

خطاب شيث خپل يو ارزښتمن کتابګوټي «عدالة السماء» کې د يوې مؤمنې عفيفي دريځ رانقلوي، دا مؤمنه دوو مرګونو ته غاړه ږدي، خو دريم – د عفت- مرګ ته نه تياريږي، شيث صيب د يادې عفيفې په اړه کاږي – خبره به په لنډ او له يوڅه بدلون سره رانقلوو ترڅو مو له موضوع سره اړخ ولګوي- :

تقريبا څلوېښت کاله مخکښې بغداد کې  يو تاجر ؤ…  د خپل ژوند مالي لګښت يې د غوښې له پلورنې پوره کاوه.. دی به د سبا له لمانځه مخکې دوکان ته ته.. پسه به يې ذبح کړ.. بېرته به کورته راستون شو.. بيا له لمر ختو وروسته به يې دکان خلاصولو.

يوه ګهيځ يې چې پسه ذبح کړ.. سرو جامو سره کور ته راستنيږي، له يوې تورتمې کوڅې څخه د چغو اوازونه راځي.. وارخطايي سره د پيښې د ځای لوري ته رهي شو.. د رسېدو سره ويني چې سړی پر ځمکه پرېوځي.. د برچو ګذارونه پرې له ورايه ښکاري.. او برچه يې هم جسم کې خښه ده..

دی د خپل مسؤليت او خواخوږۍ لمخې ورنژدې کيږي.. د بدن نه يې چاړه باسي.. کوښښ کوي ترڅو مجروح سره مرسته وکړي.. راپورته يې کړ.. خو مخکې لدې چې نور څه وکړي سړي د ژوند ورستی سلګۍ ووهلې..

خلک راټول شول.. ګوري چې ده سره لاس کې برچه ده.. او جامې يې هم پر وينو لت پت شوي.. دې صحنې پرې دومره اثر کړی ؤ چې خپله حوصله يې هم بايللې وه.. له ورايه ډېر اوتر برېښېده.. خلکو ووې: همدا دی.. تردې چې د اعدام فيصله پرې وشوه..

کله چې خلک راټول.. دی هم پوره يقيني شو چې مرګ حتمي دی، له ځانه سره يې ووې: مخکې لدې چې خلک مې د اعدام منظر وويني، د پردې له شا يې خبر کړه.. نو حاضرين يې مخاطب کړل:

ای خلکو! والله که دا سړی ما وژلی وي.. خو پوره شل کاله مخکښې مې يو انسان وژلی ؤ.. دا دی نن د هغې بدله له ما اخيستل کيږي..

اوس د خلکو زړونو کې انګيزې راوپارېدې، نو ټول ښه متوجه شول، او د زړه په غوږونو يې د دې خبرو ته غوږ ونيو، ترڅو له وړاندې حالاتو خبرشي، صحنه د حقيقت اورولو ته عياره شوه..

سړی مخکې ځي:

شل کاله دمخه زه تکړه ځوان ؤم.. يو کښتيوان سره مې کار کاوه.. خلک به مې د نهر له يوې څنډې بلې ته پورې باسل..

يوه ورځ؛ يوه مالداره مور او نجلۍ راغلل.. دوی مې بلې څنډې ته پورې اېستل..

په سبا بيا راغلل، ما هم پورې باسل.. د وخت تېرېدو سره مې زړه بې اختياره ونښلېد..

دې لپاره چې مراد حاصل شي؛ مرکه مې پرې وکړه.. خو پلار يې، زما فقر مانع وګاڼه..

نور نجلۍ ورکه شوه.. تر ډېرې مودې مې هغه، او مور يې ما ونليدل.

خو زما زړه هماغه شان اوېزان ؤ.. څه دوه يا درې کاله تېر شول..

يوه ورځ کښتګۍ کې ناست ؤم، د سپرلۍ انتظار مې کاوه.. تردې چې يوه ښځه، چې غيږه کې يې بچی هم دی راغله..

غوښتل يې چې پورې څنډې ته واوړي.. کله چې سپره شوه.. د فرات نهر منځ ته ورسيدو..

نا څاپه يې پرمخ زما سترګې پرېوتې.. دا خو هاغه نجلۍ ده!!!

ليدلو سره يې ډېر زيات خوښ شوم.. غوښتل مې چې د خپلې پخوانۍ ميني اظهار وته وکړه..

انجلۍ ډېرې حيا او ادب سره راته ووې:

چې پلار يې واده کړې ده، او نه غواړي چې له چاسره دا ډول خبرې وکړي، او دايې ځوی دی.

دی وايي: شيطان راته ډېره ښکلې کړه.. او را ويې پارولم.. تردې چې ورنژدې شوم..

نجلۍ ژر چغه کړه.. او الله يې را ياد کړه..

خو ما د هغې خبرو ته هيڅ التفات نه کاوه.. له بې چارګۍ يې کوښښ کاوه چې په هرڅه کيږي، ځان راڅخه وساتي..

ماشوم يې هم غېږ کې ژړېده، او کوکارې يې هلې..

دا چی سړي د مور عواطف د ځوی پر وړاندې پېژندل، نو دې لپاره چې خپل دې مبغوض عمل ترسره کولو لپاره ماشوم د وسلي په ډول استعمال کړي؛ نو وايي: ماشوم مې ترې واخيست، او اوبو ته مې نژدې کړ، ورته مې ووې:

که زما غوښتنه نه منې، ډوبوم يې..

ښځې په ژړا او واويلا پيل وکړ.. د الله څخه مې ډاروي .. ايمان را ته وسيله کوي..

خو زه يې خبرو ته هيڅ پام نکوم..

د ماشوم سر مې اوبو کې ننباسه، کله چې مرګ ته نژدې شو راومې وېسته.. ښځه راته ګوري.. ژاړي.. له الله وډار شه.. ايمان درته وسيله کوم.. خو زما غوښتنې ته هيڅ غاړه نږدي..

دويم ځل مې د ماشوم سر اوبو کې غوپه کړ.. تردې چې ساه يې بنده شوه.. مور يې کاته.. سترګې يې پټې کړې.. ماشوم پښې او لاسونه وهل.. بلآخره ارام شو.. او د ژوند وروستۍ سلګۍ يې ووهلې.. له اوبو مې چې راپورته کړ.. مړ ؤ.. بېرته مې وغوځاوه…

زه ښځې ته ورنژدې کېدم.. هغې زه له ځانه شړلم.. او دومره ژړا او فرياد يې کاوه چې نږدې ؤ وچوي.. له وېښتو مې راښکله.. او د اوبو غاړې ته مې رانژدې کړه.. او سر مې اوبو کې ورغوټه کړ.. بيا به مې راوويست ترڅو د خپل عفت وژلو ته غاړه کېږدي.. خو هغې يو لمخې هماغه ..نه .. ټينګ کړی ؤ.. تردې چې لاسونه مې ستړي سوه.. سرمې اوبو کې ورغوټه کړ.. تردې چې ساه يې بنده سوه او د جسم غړو يې حرکت پرېښوده.. مړه سوه.. ښځه مې اوبو ته و غورځوله..

زه بيرته ستون شوم.. هيڅوک مې لدې جرم څخه خبر نوو.. سبحان الله.. الله ډېر وخت راکړ خو بلآخره دا دی نن يې ونيولم..

مرګ يو حقيقت دی؛ او بې له استثنی هر نفس يې پخپل وار څکونکی دی، او يو نه، يوه ورځ به لدې ازمايښتي نړۍ سترګې پټوي، مهمه او د يادولو وړ خبره پکې د مرګ حالت او څرنګوالی دی،  کوم چې د وروستي، راتلونکي او ابدي ژوند د سترې بريا، او يا د سترې ناکامۍ او بدتر ژوند زيری ورکوي، چې د دې ژوند پر کارنامو څرخي، لکه الله تعالی فرمايلي:

“كل نفس ذائقة الموت ونبلوكم بالشر والخير فتنة وإلينا ترجعون”

ژباړه: هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، او مونږ په ښو او ناوړه حالاتو كښې په غورځولو سره پر تاسې ټولو ازمېښت كوو په پاى كښې همدا زمونږ لوري ته ستاسې راګرځېدل دي.

دې مؤمنې خور د خپل زړه ټوټۍ سره کښتۍ کې د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې، همدا ورځ او دا ځای، ورته مقرر شوي ؤ، داچې دی او ماشوم يې د سيند مينځ، کښتۍ کې د پردۍ کښتيوان سره په کوم حالت کې خپل زنکدن تېر کړ، او څه ډول خاتمه، يا په کوم حالت کې ورته مرګ راغی، د هغې لپاره به الله تعالی ته ورځي، او دهغې بدله به ورکوي.

ښځه له نړۍ ډېره پاکه او عفيفه لاړه، بلکې د خپل عفت قرباني شوه، دا لا څه، خپل يو بچی يې هم د عفت څخه قربان کړ، تاسې پوهيږي دا دومره لوی قيمت دڅه لپاره؟

زما پوره يقين دی؛ مؤمنې د عفيفو ټولی خوښ ؤ، دې د عفت قيمت پېژندلی ؤ، دا پوهېده چې عفت تردې هم پورته قېمت لري، خو دلته يې همدومره له توانه ؤ، دا کار يې پر ستره بروسه ترسره کړی ؤ، هغې پر داسې يو ذات يقين درلوده چې هغه به يوه ورځ ضرور ترې پوښتنه کوي؛ چې “بأي ذنب قتلت”، او هغه ډېر ښه مکافات او مجازات ورکوي، نو ځکه د دې دردونو، او مرګونو زغم ورته ډېر اسانه، او هغه څه پکې ويني چې موږ ته نه ښکاري.

ننيو ښځو او پېغلو ته يې د عفت قيمت وښوده، او دا درس ورکوي چې د عفت او پاکدامنۍ هيڅ بازار نشته، نه څوک د دې قيمت اداء کولای شي، بلکې دا ورزده کوي چې د دې جوهر ساتنه په څومره قيمت، څه ډول ترسره کيږي.

تر ژوند تر وروستۍ سلګۍ خپل عفت ساتي، او د مريم رضي الله عنها سنت پرځای کوي، او هغه خپله قدوه نيسي اميد دی چې الله يې د ” التي أحصنت فرجها ”  مثالي خويندو سره حشر کړي.

ددې لړۍ نوري برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x