fbpx
Abubakar sadir r

سیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) – لسمه برخه:

لیکوال: احمد الله عاطفی

په یاد ولری ریښتینوالی امانت دی او د رواغ خیانت!!

له تاسو نه چې څوک ناتوانه او ضعیف دی هغه زما په نزد له ټولو نه ځواکمن او قوی دی تر هغی چې د هغی مسلم حق ورته ونه سپارم! او له تاسو څخه چې ستاسی په نږد ځواکمن او قوی دی زما په نږد نا توانه او کمزوری دی تر هغی چې نورو حق تری تر لاسه نه کړم !

کوم قوم چې د الله جله جلاله په لاره کې جهاد پریږدی، زلیله کیږی، کوم قوم کی چې بی حیايې عامه شی پر هغوی د الله غضب نازلیږی، تر هغی چې ما د الله جله جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کاوه (!) تاسی زما اطاعت وکړی او اوامر می پر ځای کړۍ ، کله چي زما څخه مو دالله جله جلاله او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوامرو نافرمانی ولیده (!) پر تاسو زما اطاعت لازم نه دی!!

تاسی لمانځه لپاره ودریږی الله جل جلاله دي پر تاسی خپل رحمتونه واوروي.

د خلافت چارو سنبالولو سره جوخت هغه ستره کار نامه چې سیدنا صدیق اکبر (رض) تر سره کړه ، د شام په لور د حضرت اسامه بن زید (رض) لښکر استول وو، کوم چې د الله جل جلاله نبي محمد صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کی د استولو عملی قدم اوچت کړی و!! حضرت ابو بکر صدیق (رض) د خلافت لمړی فرمان دا وو چی مجاهدین دی حضرت اسامه (رض) په لښکر کی د تلو لپاره برابر او چمتو شی!!

له یوی خوا داسلامی لښکر سرښندونکی مجاهدین سره را ټول او منظم شول او له بلی خوا ډول ډول زوره ونکو فتنو سر اوچت کړ ، هغه قومونه چې د اسلام را وړلو څخه يې زیاته موده نه وه تیره شوی ، د زکات ورکولو په فریضی منکر شول، له ټولو نه دردونکی پیښی داوی چي ځینو خلکو د نبوت درواغ جنی دعواوی وکړی او په زرګونو خلک يې ګمراه کړل، دغو سترو ستونځو ته په کتو ځینو صحابه يې کرامو ابوبکر صدیق (رض) ته پریکنده مشوری ورکړی چې شام په لور د حضرت اسامه لښکر وانستوی ، په مشورو کی ویل شوی وو: غوره خبره داده چې د حضرت اسامه لښکر شام ته له تګ څخه باید منع شی تر څو دښمن په مدینی د حملی جرات ونه کړی، که فرض مهال دښمن په مدینی دحملی هڅه وکړه ؟ دامنظم لښکر به يې مقابله وکړی!

سیدنا صدیق اکبر (رض) دغه ډول ټولی مشوری له یویخوا ردی کړی او وې ویل : په الله قسم چې د اسامه بن زید لښکر د تګ سره که مدینه له خپلو اوسیدونکو داسی خالی شی چې څیرونکی ځناور راشی ما ټوټی، ټوټی کړی، بیا به هم زه دغه لښکر له تګ څخه منعه او تم نکړم کوم چې د الله رسول محمد صلی الله علیه وسلم يې د شام په لور د حرکت امر کړی و!! ځینو صحابه يې کرامو مشوره ورکړه چې اسامه تنکی ځوان دی، د دومره ستر لښکر اداره کول اسان کار نه دی! لازمه ده چې د دی لښکر اعلی سر قوماندانی د پوخ عمر او تجربه لرونکی صحابی ته وسپاری، د دا ډول مشورو په اوریدو سیدنا صدیق اکبر (رض) سخت خفه او په غوڅنده ډول يې وویل : تاسی ماته څرنګه مشوری راکوی؟؟ کوم شخصیت چې د الله رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اسلامی لښکر امیر ټاکلی و، زه د هغه پر ځای بل څوک امیر وټاکم ؟ داسی هیڅ کله نه شی کیدی!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د