افغانستان

د مارشال فهیم زوی د ملي امنیت لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د مارشال محمد قسیم فهیم زوی د ملي امنیت ریاست د لومړي مرستیال په توګه معرفي کړ.

په دغو مراسمو کې د ډاکټر عبد الله تر څنګ د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي، جنرال بسم الله او د شمالي ټلوالي نورو مشرانو هم ګډون درلود.

د ادیب فهیم تر معرفي کېدو وړاندې د ولسمشر اشرف غني له لوري د ده ویاند، اجمل عبید عابدي د ملي امنیت د ریاست مرستیال په توګه ټاکل شوی و او د اشرف غني پر ټویټر اکاونټ د هغه د ټاکل کېدو خبر ورکړل شوی وو.

عابدي د ولسمشر د ویاند په حیث پاته شوی.

د ادیب فهیم د ټاکل کېدو له امله پر ګډ حکومت نیوکي زیاتي شوې دي. هغوی چې د ملي امنیت ادارې ته د مارشال فهیم د زوی له ټاکنې سره مخالف دي، وايي چې ادیب د وړتیا له امله نه بلکې د قسیم فهیم د زویولۍ له امله پر دې مهمې دندې ګومارل شوی.

د یادولو وړ ده، چې د ادیب فهیم په ټاکنه کې د ګډ حکومت اجراییه ریاست رول دی.

جریان معرفی محترم ادیب فهیم به سمت معاونیت اول ریاست عمومی امنیت ملی افغانستان

Posted by Dr. Abdullah Abdullah on Monday, June 1, 2015

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بینوم

همدا ### پنچرمینی مخونه به بیاهم د کلمرغ جان او ګلمرجان په ګد دسترخوان د خلکو ویني څښي. په دې وطن کې نور ژوند کول نه دي په کار!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x