ادبي لیکني

معنوي یون!

لیکوال: حکیمي

آه خدایه ! حیران یم چې موږ نه یو ، اوس موږ شو ، هغه  چې ویل شوې  دي چې دځینو کسانو ارواګاني سره نژدې پیداشوي ، په ځای خبره ده ، ژمن ، خوږ ، مینه ناک ، بااحساسه اوهڅاند ځوان  مسعود حمیدي مې دلیکنې له لارې ملګری کړاوملګری یې کړم هغه دپوهې غږپه مجله کې دښې شپې تر سرلیک لاندې لیکنه وه چې په مسعود حمیدي باندې یې دکندوز نه دانډیوالۍ داناره ( حکیمي زړګیه ! )  راوکړه دمینې دغې شور مې غوږونه څک کړل، ډېری وخت مې ویل چې یا ربه ! زړونه  مو ژوندي لره ، همدغه دژوندیو زړونو یون دی چې په لري وطنو او سیمو کې مینه پالي  او د افاقیت په لوړو منارویې خیژوي  ګران حمیدي صاحب ډیری وخت په ګړنیو خبرو دتلیفون په لیکه راسره دزړه خواله کول  زه  يې هم له ډېر ې مودې څخه  دلیدلو تږی وم ، په داسې شېبو کې به  یوازې دده خوږ غږ ته ورتر غاړې وتم او دده غږ به مې ښکلولو ، هغه شېبه مې نه هېریږي کومه چې زموږ ارواګانې دکندوز اوکابل نه راجګې شوې اوپه سالګنوکې یو بل ته ورتر غاړې وتې ، په موسکاسره یې یوبل ته داسې وویل :
ځار له خدایه ځار له داسې پېرزوینې  ـــ چې ستا مینې ته یې زه ومه ساتلی دا اوس چې لیکل کوم داهغه شېبه ده چې زړګی حمیدي مې په خپله خونه کې مخامخ راته ناست دی اودهغې شیبې به څه درته وایم ، چې  دعطارد کورس  زموږ دمینې اویوبل ته دلومړي ځل ورغاړي وتلو اوښکلولو شاهدي ورکوه ګران حمیدي په لومړي ځل باندې دلوړو زده کړو لپاره دشرق پوهنتون دروازه په پلازمینه کابل کې وروټکوه ، خودی غواړي چې دپوهې  اومینې په ډکر کې ځان ښه لامبوزن کړي ، دی ماته ګوري زه ده ته ګورم  ، کله وارې داسې شېبه راشې چې دواړه هغه ته ګورو کوم چې زه یې زه! او دی یې دی! کړی دی .

دا لیکنه دانډیوالي په پلمه نه ده لیکل شوې ، بلکې مینه ده چې دکېبورډ توکمې تخنوي اوپاڼه په هغه څه توروي کوم چې ژوندي زړونه پرې یون کې اوهغه چاته سر ټيټوي چې ساه یې پر ساه سپاري .

ګران حمیدي صاحب دټولنې له زړه نه هغه راټوکیدلی ګل دی ، چې زړي یې ګلابونه راټوکوي دی د وايي :

ماپسې دکلي کوڅې مه ګوره ـــ   درده اوس دغره سترګو کې اوسمه

ویر یم که ژړا یم اوکه اوښکه یم ـــ ټول دپښتانه سترګو کې اوسمه

حمیدي صاحب ته ډاډ ورکوم چې خپل خلوص ، ایمانداري ، نیک اخلاق او روڼ فکر به یې هغه سیند ته ورګډوي کوم چې داسلامي ارزښتونو له چینې اومینې نه سېرابه دی، زه حکیمي دنوموړي مینه  دځان دپاره یو ویاړ ګڼم چې لحظه لحظه مې په مینه ورکوونکې ذات پوهوي اوداناره له خولې څخه راباندې باسې :

له سره په ورتیر سره هدیرې ته غاړه ورکړي      ــ        په مینه کې مې
ټول بدن سجدې ته غاړه ورکړي

یا دا چې :

سرلوړي خو بس همدغه سرټيټي ده
چې سجدې ته دې ټيټ کړی دی ښکلا زړه

دلورانده رب څخه غواړم حمیدي رنګه حکمیي دحکیمي رنګه حمیدي سره یوځای دهغو خوږو څخه برخمن کړې کوم چې دواړو ته خپلو مورکیو د الهو، الهو په زمزمو ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x