د لینوو نوی لیپ ټاپ درې بعدي (3D) وړتیا لروونکې کامره لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۴ل): لینوو کمپنۍ خپل نوي تولیدات کاروونکو ته معرفي کړی چې ځینې يي ځانګړی ځانګړتیاوې لري.

د لینوو کمپنۍ نوی لیپ ټاپ درې بعدي (3D) کامره لري چې دغه ځانګړتیا د لیپ ټاپ په برخه کې د لومړۍ ځل لپاره کاروونکو ته وړاندې کیږي او کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.

د راپورونو پر بنسټ د لینوو کمپنۍ دا ځل غواړي دوه لیپ ټاپونه په یو ځل نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه لیپ ټاپونه ذي ۴۱ (Z41) او ذي ۵۱ (Z51) نومول شوي.

د ذي ۴۱ (Z41) کور ای ۷ (Core i7) لیپ ټاپ به له ۱۴ انچه ډسپلې سره او ذي ۵۱ (Z51) کور ای ۵ (Core i5) لیپ ټاپ به له ۱۵ انچه ډسپلې سره کاروونکو ته وړاندې شي.

د دغې ليپ ټاپونو دواړه ماډلونه ۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري. دغو لیپ ټاپونو کې د ای ایم ډي ګرافیک (AMD graphics) هم کارول شوی او ۱۰۰۰ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري.

د لینوو کمپنۍ په وینا د دغې لیپ ټاپونو سکرین به ښه صفا او روښانه وي او د غږ په برخه کې يي هم ډي ایس ۱.۰ هوم تیاتر (DS 1.0 Home Theater) له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی.

دغه لیپ ټاپونه به د وای فای له ای/سي ۸۰۲.۱۱ (a/c 802.11) وړتیا سره وړاندې شي. د دغې وای فای (Wifi) په مرسته به د لینوو کمپنۍ په دغو لیپ ټاپونو کې انټرنیټ نسبت نورو لیپ ټاپونو ته درې چنده چټک کار کوي.

د دغو ليپ ټاپونو تر ټولو ځانګړی او خاص ځانګړتیا د دوي کامره ده چې د انسان د سترګې په څیر ځينې وړتیاوې لري او کولی شي په کامره کې ښکاره کیدوونکي شیان وپيژني.

د دغې کامرې په مرسته کاروونکي کولی شي د مختلفو شیانو د درې بعده لروونکي (3D) تصویرونه خپل لیپ ټاپ کې ثبت او وروسته بیا پرینټ کړي.

لینوو کمپنۍ ویلی چې ذي ۴۱ (Z41) لیپ ټاپ به د ۴۹۹ او ذي ۵۱ (Z51) لیپ ټاپ به د ۵۹۹ امریکايي ډالرو په بدل کې نړیوالو بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د