شعبان میاشت

لیکوال: احمد الله عاطفی

که څه هم شعبان دمحرمو میاشتو له جملی څخه نه شمیرل کیږې ، خو ددی میاشتی فضایل او مرتبه هغه وخت چوتیږي چې دا میاشت درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې وڅیړی او وویني!

دهجری قمری میاشتو له جملې څخه ذی القعده ، ذی الحجه، محرم الحرام او رجب المرجب حرامې میاشتی دی، دری میاشتي پر له پسي او رجب المرجب او ومه میاشت دی . ددی څلورو میاشتو حرمت او احترام تاریخ په اوږدو کې دهر دین او مذهب لارویانو او په ځانګړی تو ګه دجزیرة العرب مشرکینو ساتلی دی او حتی ددی مبارکو میاشتو په موده کې به هر چا د پلار قاتل او سرسخت دښمن ته هم امن ورکاوو!

د شعبان مبارکه میاشت رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل میاشت بللې او حضور صلی الله علیه وسلم به په دی مبارکه میاشت کې ډیر زیات عبادت او پاملرنه کوله!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: درجب میاشت دالله جل جلاله، شعبان میاشت زما او درمضان میاشت زما د امت میاشت دی !

ددی مبارک حدیث مبارکو ټکو ته په لیدو مسلمان باید ددی دری واړو میاشتو حرمت او احترام په هغه توګه وساتې څنګه يې چې فضیلت بیان شوی ، دالله جل جلاله میاشت ، درسول الله صلی الله علیه وسلم میاشت او زمونږ (اُمت) میاشت، دالله جل جلاله دبنده په توګه دبندګي دحق ادا کولو زیار او هڅه وکړو ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دامت په حیث له اوامرواوسنتو پیروی وکړو او دمسلمان په حیث هغه لاره غوره کړو چې درمضان ټولی هغه نیکی ګانی او ارزښتونه چې دمسلمان لپاره ارزانه کیږی او په وړیا توګه يې تر لاسه کولای شي تری ګټه پورته کړو او یوه شیبه هم غفلت او بی پروايې ونکړو،ځکه چي رمضان زمونږ میاشت دی ! همدا عزت او فضیلت دی چې درمضان میاشت په دری لسیزو تقسیمه شوي اوله يې رحمت دویمه يې مغفرت او دریمه يې له اوره دخلاصون!
هغه به څومره بد بخت او ظالم وي چې درمضان ددي دریو سترو امتیازاتو بی برخی شي! حال داچي په لږ همت دومره ستره لاس ته راوړنه!!

درمضان یادونه مو ځکه وکړه چې دا میاشت(شعبان) درمضان سریزه بللی شی!

دشعبان میاشت په روژو نیولو، صله رحمی او عباداتو سر بیره دسخا او ورکړی لاس په اوږدولو سره مسلمان مړي هم له یاده ونه باسئ دمړو په حق کي دعاګانی او دپخښنی لپاره يې الله رب العزت ته دننواتی لاسونه پورته کړی او د اُمتی په توګه قبرونوته هم ولاړ شئ پراته مړو ته او هم ټولو مړوته دعا وکړی ، داهم له سنتو څخه دی.

له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : يوه شپه رسول الله صلى الله عليه وسلم له ما څخه نا درکه شو زه پسې را ووتم ګورم چې په بقيع نومي هديره (جنت البقیع) کې دی نو راته وې ويل : آيا ته وېرېږې چې الله جل جلاله او د هغه رسول به تا ظلم وکړي ؟ ما ورته وويل : ای د الله رسوله ما دا ګومان وکړ چې ته خپلو مېرمنو څخه کومې يوې ته راغلئ يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: الله جل جلاله د شعبان مياشتې په منځنۍ شپه کې د دنيا آسمان ته درحمت تجلی کوی او دبنو کلب قبيلې د پسونو له وړيو څخه زياتو کسانو ته بخښنه کوي.

بنو کلب يوه قبيله وه چې تر ټولو قبيلو يې زياتې مېږې او پسونه لرل نو په پورتني حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله له لوري په نوموړې شپه کې د بخښل شويو کسانو زياتوالی د هغوی د پسونو د وړيو په شمېر سره بيان کړ چې د برات په شپه الله جل جلاله دومره زياتو کسانوته بخښنه کوي. مګر دوو ډلو خلکوته چې څوک کینه لری او دویم ځان وژونکي!

له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : ما رسول الله د شعبان مياشتې په پرتله په بل مياشت کې زيات په روژه نيولو نه دی ليدلی د شعبان مياشت کې به يې ډېرې روژې نيولې لږ ورځې به يې نه نيولې بلکې زياتې به يې نيولې.

له ام سلمه رضي الله عنه روايت دی وايي : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم بل هيڅ وخت دوې مياشتې پر له پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی مګر د شعبان او رمضان په مياشتو کې.

له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم به د نورو مياشتو په پرتله د شعبان مياشتې ليدو ته ډېره پاملرنه کوله او بيا به يې د رمضان د مياشتې د ليدو سره د هغې روژې نيولې خو که مياشت به ونه ليدل شوه نو د شعبان مياشتې دېرش ورځې به يې پوره کړې بيا به يې د رمضان روژې نیولې.

له عائشې رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تر ټولو خوښه مياشت دشعبان وه چې روژې پکې ونيسي او بيا به يې د روژو دا لړۍ تر رمضانه رسوله.

له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه د رمضان له روژو وروسته تر ټولو غوره روژې کومې دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د شعبان د مياشتې روژې د رمضان د احترام او درنښت له امله، پوښتنه وشوه چې کوم خيرات ډېر غوره دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل د رمضان په مياشت کې خيرات کول.

دبرات شپه: دبرات شپه چې دشعبان منځنی شپه دی هم په مبارکو احادیثو کې برکت او فضیلت بیان شوی.

عثمان بن ابي عاص رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وې ويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه شي نو يو آواز کوونکی آواز کوي چې کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وکړم ؟ کوم د بل شي غوښتونکی شته چې زه يې غوښتنې په ځای کړم نو د زنا کوونکې ښځې او الله سره شريک نيوونکي پرته نور هر څوک چې څه وغواړي الله جل جلاله يې ورکوي.

علامه الوسي رحمه الله په خپل تفسير روح المعاني کې ليکي چې عکرمه او يوې ډلې علماو د( الدخان )سورت په درېيم آيت کې چې د کومې شپې يادونه شوې ده له هغې څخه د برات شپه مراد اخيستې ده چې الله جل جلاله وايي ( انا انزلناه في ليلة مبركة إنا كنا منذرين ) ژباړه :موږ هغه ( کتاب ) په مبارکه شپه کې نازل کړی دی، خویوشمیر نور لویان بیا دا دقدر شپه بولي.

اخره خبره:

د برات په شپه ځانګړي خوراکونه تيارول ، خلکو ته مېلمستياوې کول او داسې نور کړه وړه کوم ثبوت نه لري او نه هم د برات شپې له کړنو څخه دي بلکې دا يوازې د عبادت الله جل جلاله ته د نژدې کېدو شپه ده او په خپلو ګناهونو د پښېمانه کېدو شپه او د دوزخ له اور څخه د ځان د ازادېدو شپه ده نو مسلمان ته په کار دي چې دا يوه سپېڅلې شپه په هسې بی ځايه رسمونو اورواجونو پر ځای د الله جل جلاله په عبادت ،تلاوت ذکر او فکر کې تېره کړي، او که څوک خپل خپلوان یا کور غړی سره راټولویي یو بل ته دمینی او ورورګلوی اظهار کوی او یو دبله دخپلو تیر وتنو او تیریو بخښنه غواړی غوره خبره دی، خو په منظمه توګه يې تر تیبات نیول نه اصل لری اونه په شریعت کي ځای.

مونږ چې واړه و دامو په یاد دی چي دبرات شپه به غالباً رڼاوه سپوږ می به ځلیده هر چا به کور کې خواړه وخوړل او بیا به له کوره وتل او په ځانګړی ډول هغه چا کره به لاړل چې ددوی تر مینځ کشمکش یا خفګان ولاړ شوی و، په دی شپه به يې یو له بله دبخښني غوښتنه کوله او ویل يې دژوند بخښنه دوي، مقابل لوری به هم په اخلاص بخښنه کوله،چې دا یوښه اقدام و ! که څه هم په ژوند اعتبار نشته کله هم چې یو تن پخپله ګناه او تیری پوه شو پرته له ځنډه باید دمقابل لوری نه بخښنه وغواړی که فرضاً خبره اوږ ده شوه او دبرات مبارکه شپه يې پخپل ژوند کې ونیوله پرته له ځنډه باید ضرر رسیدونکي ته چې له غیبت او یانورو بدو کړونو لامله دګناه پیټی په سرشوی دخلا صون اقدام وکړي !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د