نظــر

امریکا په افغانستان کی د سولی د راوستلو اراده نلری

nato-us-force

لس کاله کیږی چی د امریکا د متحدو ایالاتو پوځی ځواکونه د ۲۰۰۱ د سپتمبر د میاشتی د ۱۱ نیټی د نیویارک د سوداګری مرکز د خونړیزی پیښی په پلمه چی ګواکی د دغه ترهګری پیښی جوړونکی د القاعده ډله په افغانستان کی د طالبانو د اسلامی اماراتو تر سیوری لاندی ژوند کوی او پلانونه جوړوی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړی پر اساس چی د سولی ساتنی قوا (ایساف) افغانستان ته ولیږدول سی

خو د ایساف د قوا د راتګ څخه مخکی د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړی پوځونه (Special Forces) افغانستان ته راغلی او د مخکنی اړیکو پر اساس چی د طالبانو د اماراتو د مخالفینو (شمالی تلوالی) سره درلوده هغه فراری جنګسالاران ئی د B52 الوتکو په قوت او برکت د شمالی ولایاتو په ځینیو سیمو کی ځای پر ځای کړل او د شمال د ازبکو د ملیشی قوماندان رشید دوستم سره ئی مرسته وکړل چی د مزارشریف نظامی قرارګاه ونیسی او بیا د ملا فاضل، ملا داد الله او ملا نورالله نوری ته چی په کندز کی ځای په ځای وه تماس ونیسی او هغوی ته د امریکایانو پیغام چی تاسو د جنګ څخه لاس وباسی او موږ تاسو و کندهار ته په الوتکو کی انتقال کوو، خو ملا داد الله اخند د ملا فاضل سره ونه منل چی دوستم په خپل خبرو کی صادق وی نو د خپلو ځینو ملګرو سره د مرکزی آسیا له طریقه پاکستان او بیا کندهار ته ځانونه ورسول.

ملا فاضل او ملا نوری تړون لاسلیک کړ او بیا اسیران او د دوستم لخوا امریکایانو ته وسپارل سول. د هغوی سره ملګری طالبان څه د پاسه (1000) نفر بندیان او په کانتینرونو کی ډلئیز ووژل سول.
د شمالی ولایاتو د عملیاتو سره جوخت په کندهار، کابل، جلال آباد او ځینی نورو ښارونو باندی د طالبانو پر خلاف عملیاتو د امریکا د متحده ایالاتو د کماندو ځواکونو او هوائی پوځونو د کروز راکتونو په ملتیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتی د ۷-۸ شپی تر منځ پیل سوه چی د پاسه ۲۰۰۰ کروز راکتونه پر افغانستان و توغول سول، دF16  او B52 الوتکو په بمبارد کولو سره پر افغانستان امریکائی غمیزه پیل سوه چی د روسی غمیزی څخه اوږد او څو چنده خونړیزه ده.

د امریکایانو د B52 الوتکو تر سیوری شمالی تلوالی د کابل او ډیرو نورو ولایاتو مرکزونه ونیول او خپل پلوه جنګسالاران او د بشری حقوقو ناقصین ئی د کابل ټول دولتی اداراتو باندی حاکم کړل او د وسلوالو پوځونو (اردو، پولیس او ملی امنیت) ارګانو بشپړ چاری ئی په خپل لاس کی ونیولی، په جنوب، جنوب شرق او شرقی ولایاتو کی ډیر ولس منلی شخصیتونه د طالب او القاعده په نامه شهیدان، بندیان او یا و تِښتی ته مجبور سول. د بلی خوا د بن کنفرانس چی د امریکا د متحده ایالاتو تر نظارت د ډاکټر ځلمی خلیلزاد  او لخضر براهیمی ترمشری لاندی جوړ سوی ؤ په هغه کی د افغانستان د ستونزی یو اړخ چی طالبان وه هغوی ته په ناسته کی بلنه نه وه ورکړل سوی نو د مؤقت، انتقالی او انتخابی حکومتونو ته د غم لوی پیټی کښیښودل سو او طالبان و هڅه ول سول چی پاکستان ته ولاړسی، هلته تنظیم، سمبال او ملاتړ سی تر څو چی د بهرنیو پوځونو سره وجنګیږی بل خوا د امریکائی پوځیانو لخوا د راتک سره پیل افغان ولس باندی د بمبارد، د شپی لخوا د کورونو تلاشی او اسلامی او ملی ارزښتونو ته په توهین سره مجبور سول چی د افغانستان د حکومت پرخلاف توپک واخلی او د طالبانو په ملاتړ وجنګیږی او د اسلامی جهاد روحیه پیاوړی سی د جنوب او شرق څخه و مرکزی او شمالی ولایاتو ته هم د طالبانو په ملاتړ فعالیت پراخ سی.

د امریکا متحده ایالات چی په سیمه کی ځانګړی اوږد مهاله اهداف لری چی د روسیی، چین او ایران د فعالیتونو د پراختیا مخنیوی او:
•    د ازربایجان د نفتی زیرمو خوندی ساتل
•    د بلوچستان د ګوادرو څخه د چین بیرته شاته کول
•    د منځنی آسیا د هیوادونو د روسیی څخه جلا کول
•    د چین د تیبت په سیمه کی د بودائی مذهبی ډلی او په شینجیانګ سیمه کی د مسلمانانو مذهبی ډلی تقویه او پراختیا څخه ملاتړ
•    د افغانستان د طبعی زیرمو څخه ګټه پورته کول
•    په افغانستان کی د خپل نظامی قوتونو بی مسؤلیته او دایم لپاره ساتل
چی د دغه اهدافو لپاره د افغانستان خلک بی ځایه قربانیږی.

امریکایانو په دغه لسو کلونو کی د دهراود، شین ډنډ، خوست، پکتیا، نجراب، تکاب، پنجوائی، ترینکوت، ژړی، ارغنداب، خیرخانی مینی، لوګر، سروبی څخه د زنګاوات تر نجیبانو او الکوزی کلیو پوری په سلهاو بی وزلی ملکی خلک د څو میاشتنی کوچنی څخه تر ۸۰ کلن سپین ږرو او سپین سرو، د ناوی څخه تر زوم، امیدوار میرمنی څخه تر کوچنی معصومو نجونو پوری په قصدی توګه ډلییز وژل سوی تر څو چی ولس د افغانستان د اسلامی دولت پرخلاف ولاړ، د شهیدانو د کورنیو څخه پاته ځوانان او نارینه نور نو توپک اخلی، ځان وژنی ته هڅول کیږی او جنګ ته مجبور کیږی.

ولسمشر کرزی که څه هم د بهرنیو پوځونو په خاصه ډول د امریکائی پوځونو لخوا ملکی وژنی په کراتو کراتو غندلی دی او هڅه ئی کړی ده چی مخنوی ئی وکړی.
خو د MTA تړون چی ډاکټر عبدالله د وخت د بهرنیو چارو وزیر او یونس قانونی د وخت د کورنیو چارو وزیر لخوا لاسلیک سوی ؤ، بهرنیو پوځیانو ته د خپل سری عملیاتو اجازی ترڅنګ پوځی مجرمینو ته د هغوی د قوانینو پر اساس د چلند واک ورکړی دی، چی ولس لا تر اوسه پوری د تړون ستونزی ګالی.

ولسمشر کرزی د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیکی تړون، جوړښت، همږغی او د توافق څخه وروسته د لاسلیک لپاره هلی ځلی وکړی چی امریکائی لورئ هم موافق سو او بیا د امریکا حکومت ځینی هغه مواد چی د افغانستان د ملی ګټو او د ولس د خوندی کیدو ضمانت کاوه، ندی منلی چی پکښی:
•    زندانو او توقیفخونی سپارل افغان حکومت ته
•    امریکائی پوځونه د شپی خپل سری عملیاتو ته د پای ټکی کښیږدی
•    د هغه تاسیساتو (پوځی بیسونه) چی امریکائی پوځونه ور څخه ګټه پورته کوی، کرایه باید افغانستان حکومت ته ورکړی
•    د افغانستان اردو ځواکونو ته ثقیله اسلحه (توپچی، تانک او راکت) او هوائی قواه ته جنګی او ترانسپورتی الوتکی اکمالات د امریکا د حکومت له لور صورت ونیسی
پورتنی مادی په اړه مباحثی او مذاکرات د دواړو جانبو لخوا تر سره سوی ولسمشر کرزی د دودیزی لویی جرګی د مشورتی فیصلی په پام کی نیولو سره پر تطبیق ټِنګار کوی خو امریکائی لور غواړی چی پر پورتنی مواد باندی ځانګړی تړونو نه وروسته لاسلیک سی.

ځینی امریکا پلو ګوډاګیانو او په دولت کی د دولت واکمن آپوزسیون پر ولسمشر باندی فشار راوست چی باید د امریکا په خوښه تړون لاسلیک کړی.
آیا دغه ښاغلو د خدای په حضور ځواب، د تاریخ قضاوت او د افغانستان ملی ګټی هیری کړی دی؟
امریکایان په دغه وروستی میاشت کی ډول ډول ستونزی او پارونکی پیښی د افغان ولس پر مخ شینی کړی کله د بګرام په پوځی هډه کی د قرآن عظیم الشان سوزل او بیا د پارولو لپاره افغان ولس ته سپارل.

د مارچ پر ۱۱ د کندهار د پنجوائی د ولسوالی د زنګاوات د سیمی د نجیبانو او الکوزیو د کلیو پر کورنو باندی د شپی برید د ۱۶ کسانو چی کوچنیان، میرمنی او نارینه پکښی شامل وه شهیدان او تر شلو پوری نور ټپیان سول چی امریکایانو دا پیښه ومنل او وئی ویل چی دغه پیښه د یو پوځی لخوا تر سره سوی ده.

د کندهار نابکاره والی توریالی ویسا اول خو چوپه خوله ناست ؤ او بیا ئی مطبوعاتو ته د پیښی قربانیان دری یاد کړل او بیا ئی پنځه، د پیښی عامل ئی یو تن امریکائی عسکر یادکړ او وی ویل چی: “عسکر روحی تکلیف درلودی” ویسا زیاته کړه “دا کار ئی قصدی نه دی کړی!” افسوس دی پر دغه کانادائی امریکا پلو والی چی د افغانستان د اسلامی دولت تر بیرغ لاندی ناست دی خو ګټه د بهرنیانو خوندی کوی د پیښی وروسته کله چی د قبائیلو او سرحداتو وزیر او په جنوب کی د ولسمشر خاص استا‌ذی اسدالله خالد، د کندهار د امنیی سرپرست قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولایتی شورا غړی حاجی آغا لالی دستګیری و سیمی ته ولاړل او د خوږمندو او غم ځپلو کورنیو سره ئی خواخوږی وکړه او د ولسمشر کرزی سره ئی وږغول، والی صاحب ویسا چیری ؤ؟
په هغه کنسرت کی بوخت وو چی د تاج محل هوټل کی د ملی راډیو ټلویزیون لخوا جوړ سوی او ۳ ساعته دوام درلود بیا افسوس او افسوس…

په افغانستان کی د امریکایان او پلویان ئی هلی ځلی کوی چی د دولت او ولس ترمنځ واټن ډیرسی او ولس د طالبانو و تقویت ته وهڅول سی ترڅو چی اوږد مهال جنګ په سیمه کی د امریکایانو د دایمی شتون سبب سی.
د دغو ستونزو څخه د وتلو یواځنی لاره د سولی لپاره هلی ځلی او د ټولو افغانان پخلاینه ده.

افغانانو راځی:

که طالبان یو که د حزب اسلامی افغانستان غړی، که روڼ آند یو که قومی مشران، که پښتون یو که تاجک، هزاره یو که بلوڅ، ازبک یو که پشئی، نورستانی که ترکمن یوبل ته د وروری لاس ورکړو او د افغان ولس د یووالی او یومټی کیدو سره هر بهرنی کرغیړن پلانونه شند کړو او پری نږدو چی زموږ د مقدسی خاوری څخه په ګټه اخیستو سره افغانان شهیدان او برباد کړی.

د افـغـــــانــســـــتان د ملـــی ګـټــــو او کــالـــخـواهـــی د ژغــورنــی بـه هیـــله

آزاد پیــدا یـــــو پـــه هیـــڅ وخــــت کـــــــی اســـــارت نـــه مـنـــــو
ســـــــر او مـــال دواړه جـــاره ؤ ژونـــــــــــــد د ذلــــــــــت نـــه مـنـــــو
مــــــــوږ خـــپلی ویــــــنی تـــــویــوؤ د نـــــــنـګ نـــامـوس پـه لاره
پر پت مو مرګ هر آن دی خوښ خو پست همت نه منو

(ارواښاد استاد خواخوږی)


د غرزی خواخوږی لیکنه

نیټه: ۲۷/۱۲/۱۳۹۰ – ۱۷/۳/۲۰۱۲
کابل – افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x