د اشرف غني منطق؛ پښتنو ته «شایسته‌ سالار» او نورو ته مصلحتي!

اجمل شمس

د ۹۳ کال ټاکنو ته ډېرې هیلې وې. محمد اشرف غني، د نړۍ «دویم مفکر» او د ناکامو دولتونو «کامیابوونکی» بلل کېده. له دې سره سره، غني نړیوال اکاډیمیک او اقتصادپوه و. افغانانو دیارلس کاله داسې نظام تجربه کړی و، چې ټوپکسالارانو او زورواکو له یوې خوا او بهرنیو ځواکونو له بلې خوا ځپلی او وهلی و. بله لار چاته نه برېښېده، ډېرو پر ټاکنو باور وکړ، په ټاکنو کې بیا غني د ستونزو د حلال په توګه مخکښ و. په نړیوالو ادارو کې کار، اکاډیمیکه مخېینه او عملي تجربې هغه څه وو چې ولس یې پر اشرف غني رامات کړی و.

خو، ټاکنې په لانجو واوښتې، اخ و ډب جوړ شو، هیلې مړاوې شوې، د ځینو په باور وطن د کړکېچ پر ژۍ ولاړ و، عبدالله ګواښونه کول، غني غلی و، د لویې جرګې په کېږدۍ کې د ولسمشر کرزي عکس د ټلوالې لنډه غرو پر ځمکه راوغورځاوه او تر پښو لاندې يې کړ. عبدالله غونډې ته راغی، هڅه یې کوله چې د خلکو ولولې تودې وساتي. د جذبو او احساساتو په توندو څپو کې يې خپلو پلویانو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، جان کېري د راتګ «زېری» وکړ، چې راځي او ستونزه حلوي.

جان کېري یو ځل راغی، غني او عبدالله یې خپل سفارت ته وروغوښتل، سره کښېنول یې؛ بېرته ولاړ؛ خو لانجه لاهم پر خپل ځای پاتې شوه. د ټاکنو لانجې شپږو میاشتو ته ورسېدې. د جان کېري د بیاراتګ اړتیا ولیدل شوه. چون زموږ «نړیوال متحد» و، بیا راغی، زموږ غم ورسره و، زموږ په غم سرګردانه و، راغی او زموږ دوه ښاغلي يې بیا خپل سفارت ته وروبلل، پخلا یې کړل. د جان کېري په دې راتګ سره د «ملي یووالي» خبرې زور واخیست. هغه چې لږ په خبره پوه وو، پوهېدل چې دا یې لا څه ډول «ملي يووالی» دی. خبر واضحه وه. د «ملي یووالي» له دې شعار سره سره، غني د «سهامي شرکت» نه جوړولو پخې ژمنې هم کړې وې. له سهامي شرکته د غني موخه دا وه، چې د کرزي په څېر به د مصلحتونو قرباني کېږي نه. کار به اهل کار ته سپاري، پر تخصص یې باور درلود.

تر سهامي شرکت پورته «ملي یووالی»

جان کېري زموږ مشکل داسې راحل کړ، چې هم باید غني د واک برخه وي او هم عبدالله. دواړه باید خوشاله وي، دا ډیموکراسي ده، بلکې دا د ډیموکراسۍ د ودې طبیعي جریان دی. موږ که څومره تباه کېږو، نظام مو بې ثباته کېږي، لګښتونه مو زیاتېږي، ګډوډي پراخېږي… دا هر څه باید ومنو؛ ځکه د ډیموکراسۍ ایډیال حالت ته د رسېدو لپاره باید دا هر څه ومنو، اخر ډیموکراسي د بشر د پرمختګ اخرنی نظام دی. موږ چې بیا د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې ملت یو، باید د دې ایډیال نظام لپاره دا قربانۍ ورکړو.

دا هر څه به منو؛ خو دا منظق څوک نه شي راسره سپينولای، چې که د «ملي یووالي» په نامه حاکم انډوخر د ډیموکراسۍ د طبیعي ودې پړاو وي، ولې يې په نورو هېوادونو کې بېلګې نه شو ليدای. ولې امریکایان پر خپل هېواد دغسې یو پړاو نه ورتپي! د دې پوښتنو ځوابونه هغه حقایق راسپړي، چې د بیانولو توان یې له چا سره نه شته.

د غني یوه ستونزه دا ده، چې نظام یې دومره سره ووېشه چې خلک یې د کرزي په ارمان کړل؛ خو لا یې هم د تخصص ډول غاړې ته اچولی او دربوي يې. د تخصص یا شایسته سالارۍ دا طوق لعنت ولې د نورو په حق کې نه دی مطرح چې یوازې پښتنو ته دام دی.

شایسته سالار غني

په دې کې شک نه شته چې د غني د کمپاین پر مهال ډېر نالوستي او بې تخصصه پښتانه د ده د ټیم تر څنګ ودرېدل، ملاتړ یې وکړ، خلک يې پرې ورمات کړل، کمپاین یې ورته وکړ؛ خو په پای کې غني خپلو پرونیو ملاتړو ته د تخصص خبره نېغه ونیوله، ټول خواران یې له ځانه لرې کړل، په کورونو یې کېنول.

زه پر ملي یووالي باور لرم؛ خو نه د معاملو ملي یووالی. رښتینی او برابر ملي یووالی غواړم. داسې ملي یووالی دې تاته مبارک وي، چې هلته پښتون رټل کېږي، څنډې ته کېږي؛ خو نور بیا پر څوکیو ګومارل کېږی. دا څرنګه تخصص دی، چې زما قام په کې رټل کېږي، خو نور په کې مړېږي.

د غني ټول پښتانه کمپاینران نن ترې خپه دي، خپلې لارې يې ترې جلا کړې. ځکه غني سره ګوزاره نوره سخته شوه. غني خپلو ته وسپنه ده او نورو ته بیا موم. خپلو ته تخصصي دی او نورو ته بیا معامله ګر.

نورو ته معامله ګر

غني د خپلې واکمنۍ پر لومړۍ ورځ، بلکې له لوړې څو شېبې وروسته، هغه فرمان له لاسلیک کړ چې له مخې به یې احمدضیا مسعود له ځانګړو امتیازاتو سره د «په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی» په نامه د نوې ادارې مشر ګومارل کېږي.

څه موده وروسته یې بیا د احمدضیا زوی، زبیر مسعود د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکه. زبیر چې تازه له پوهنتونه فارغ شوی، هغه وخت وپېژندل شو، چې د لویې جرګې کېږدۍ کې يې د حامد کرزي عکس بیا ولګاوه.

د احمدضیا مسعود څوکۍ په حقیقت کې نه د اساسي قانون له مخې قانوني ارزښت لري او نه هم د افغانستان اړتیا بلل کېږي. له بلې خوا د افغانستان اقتصاد هم دومره توان نه لري چې د یوه فرد د خوښۍ لپاره دې یوه جلا اداره جوړه شي. په داسې یوه دربدره او خوار هېواد کې هغه په تخصص او شایسته سالارۍ مَین غني څنګه داسې معامله ګر کېږي او ضیا مسعود ته نوې څوکۍ راوباسي!

نن د مارشال فهیم زوی، ادیب فهیم د ملي امنیت ادارې مرستیال وټاکل شو. ادیب چې نوی ځوان دی، پخوا یې په بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی، اوس د ملي یووالي په انډوخر کې د ملي امنیت په څېر مهمې ادارې ته وړ وګڼل شو. اوس نو نه تخصص شته او نه شایسته سالاري، د فهیم زوی ته باید دا ارزښتونه قرباني شي او قانوني پولې ماتې شي! غني هم غلی دی، نه د تخصص غږ پورته کولای شي او نه د سهامي شرکت مخالفت.

خلاصه

اشرف غني د پوهنتون استاد دی، سیاستوال نه دی، لیډر نه دی، حقایق نه ویني او سر یې نه پرې خلاصېږي. غني چې پر چا وس رسېږي، هلته تخصص او شایسته سالاري نېغه ونیسي، پرې ټینګ شي، مشر او سپین ږیری هم نه ګوري، پر ټولو غوسې کوي، سپکوي او تهینوي يې؛ خو کله چې لږ زور وګوري، بیا موم شي، تخصص هېر کړي او په چوپه خوله هرې معاملې ته غاړه ږدي.

د پښتنو خپګان ځکه دی، چې کله د ملي یووالي په نامه د نورو واړه او زاړه د واک او ځواک څښتن شي، دوستم غوندې جنایتکاره لومړی مرستیال شي، خو چې کله بیا پښتنو کې یو کمزوری راپیدا شي، بیا نو تخصص شرط شي او شایسته سالاري د نظام اصل. د غني روانه تګلاره به یې داسې منزوي کړي، چې بیا به د شاتګ او پرمختګ لارې ترې ورکې شي. د غني روان سیاست به یا په پښتنو کې د نوي زعامت راپورته کېدو ته زمینه برابره کړي او یا به پښتانه ټول طالبانو ته ورمات کړي؛ ځکه په طالب کې پښتون سپک نه دی، خوار نه دی؛ خو د غني په ملي يووالي کې د پښتون نه د مشر عزت په امن دی او نه د کشر راتلونکی خوندي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د