fbpx
د ګډ حکومت اجرایوي ریاست د لومړي مرستیال فرهنګي سلاکار «محمد حلیم تنویر» د حکومت د ناکامو کړنو له امله استعفا ورکړه.

محمد حلیم تنویر په ګډحکومت کې د ستراتيژيو د نشتون له امله استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرایوي ریاست د لومړي مرستیال فرهنګي سلاکار «محمد حلیم تنویر» د حکومت د ناکامو کړنو له امله استعفا ورکړه.

په تیره جنوري میاشت کې د ګډ حکومت اجرایوي ریاست ۱۱ تنه د دغه ریاست د لومړي معاون لپاره د سلاکارانو په توګه ټاکلي وو، چې ښاغلی تنویر په کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو سلاکار په توګه ټاکل شوی و.

محمد حلیم تنویر د خپلې استعفا لامل د ګډ حکومت «ناکامې کړنې، په کارونو کې د همغږۍ او ستراتیژۍ نشتوالی او له ملي شتمنیو څخه ناوړه استفاده په ګوته کړي».

نوموړې په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې په ګډ حکومت کې د سلاکارانو لپاره هیڅ برنامه نه شته، د ولس له وخت او سرمایې سره لوبې کیږي او په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې هیڅ همغږي نه لیدل کیږي.

ښاغلی تنویر زیاتوي چې نه غواړي د ګډ حکومت «د اداري فساد په ګندګیو» کې پاتې شي او غواړي د خدای او ولس په وړاندې خلاصه غاړه ژوند وکړي.

محمد حلیم تنویر د ګډ حکومت له اجرایوي رییس عبد الله عبد الله څخه غوښتنه کړې چې د ده استعفا ومني او نوم یې د اجرایوي ریاست د سلاکارانو له نوملړه وباسي.

ډاکټر محمد حلیم تنویر د ګډ حکومت لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې په حکومت کې د شته ګډوډیو له امله استعفا ورکوي.

تر اوسه د ګډ حکومت اجرایوي ریاست د ښاغلي تنویر د استعفا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

که حقیقت همدا وي، نو ښاغلي تنویر د خدای په وړاندې خپل مسوولیت په پوره توګه ادا کړ. الله دې ورته اجر ورکړي.

rehmat jan
میلمه
rehmat jan

کاشکی نورچارواکی دتنویرپه سیرخپلی غاری خلاسی کری اوخدای ته مخ کری اولدی بی دراودربنده نظامه لاس په سرسی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه د تنویر دغه عکس العمل چه د غلامی اداری دمشاور ت له دندی یی لکه احتجاجی لاس په سر شوی تاییدووم کشکی نور هم د ده په شان ځان او د خپلی ټولنی سپیڅلتیا په نظر کی ونیسی ، که یی نور څه په وس کی نه وی د دندو څخه یی که د اولادونو د نفقی د پاره بله کومه لیار او ماخذ لری یا پیدا کولی شی د تنویر صاحب په شان لاس په سر شی او دا اسلامی فریضه ده ، او حتی د جدی مخالفو کړنه اړه ده مګر کمزوری ایمان همدا چه دندی ورته… نور لوستل »