د نن سرلیکنه

د ولسمشر غني وروستی لیک څومره د توجیه وړ دی؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ یو شمیر رسنیو د ګډحکومت د مشر ښاغلي اشرف غني د هغه لیک محتویات نشر کړل کوم چې په دې وروستیو کې یې د افغان لانجې د هواري په اړه د اسلام آباد چارواکوته استولی دی.

په لیک کې له اسلام آباده غوښتل شوي چې په خپل هیواد کې د افغان طالبانو په فعالیتونو بندیز ولګوي او هغوی ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان د حکومت پرخلاف په اصطلاح تروریستي کړنې تر سره کړي. په لیک کې نور هم داسې څه لیکل شوي چې که هغه ومنل شي نو د کابل مشرانو په اند به له افغانستان څخه د جګړې کمبله ټوله او پرځای به یې سوله او سوکالۍ حاکمه شي .

له بده مرغه افغان چاروکي له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د هیواد د ستونزې په اړه په خپلو دیپلوماتیکو او نورو سیاسي مناسباتو کې داسې څرګندونې کوي چې یواځې خپل ځان له مسؤلیت څخه خلاص کړي، د لانجې د اصلي عواملو له راسپړلو او پر هغه باندې له غور کولو څخه ځان په څنډه کې تیروي.

څوارلس کاله وشول چې په افغانستان کې د بهرني یرغل په وړاندې د افغانانو ولسي مقاومت جریان لري، افغان چارواکي د دې پرځای چې له خپل ولس څخه د مقاومت او وسلې اخیستلو پوښتنه وکړي په داسې هڅو ځان تیر باسي چې هغه لا نور د مقاومت د توندیدو او پراخیدو لامل ګرځي.

اوس مونږ وینو چې جګړه د ارګ تر دروازې رارسیدلې او په رارسیدو کې یې خپله د ولسمشر اشرف غني په وینا د ده د حکومت لوړ پوړي چارواکي له طالبانو سره یولاسي دي ، خو ولسمشر پر دې خبره ځان نه خبروي چې ولي د ده دحکومت لوړ پوړي افراد له طالبانو سره ارګ ته د جګړې په رارسیدوکې مرسته کوي؟

ایا دغه لوړ پوړي چارواکي له طالبانو څخه د مادي امکاناتو د ترلاسه کولو په عوض دا کار کوي ؟

که ځواب هو وي نو مادي امکانات خو تر بل هرچا له امریکایانو سره ډیر دي هغوی ولي دلته د سولې په ټینګښت کې تري استفاده ونکړای شوه؟

ایا په افغانستان کې روان مقاومت یواځې له پاکستاني پولو څخه د څو موټر سایکل سپرو طالبانو لخوا تر سره کیږي ؟ که ځواب مثبت وي نو ولي د نړۍ د ۴۸ هیوادونو ۱۵۰۰۰۰کسیز ځواک له خپلو ټولو پرمختللیو الوتکو، شوبلو او نورو جنګي وسائلو سره د دغو څو محدو د شمیر موټرسایکل سپرو طالبانو په له منځه وړلو کې ناکامه شول؟ ایا دجنګي لوائحو او محاربوي تکتیکونو له مخې څو محدود پلي موټر سایکل سپاره کولای شي د ۵ لکه بهرنیو او کورنیو مجهزو ځواکونو په مقابل کې وجنګیږي ؟

که چیري یواځي بهرنی حمایت په افغانستان کې د کوم لوري لپاره ګټه کولای شوای نو اوس به د کابل حکومت په ټول افغانستان مسلط وای؛ ځکه د امریکا او ناټو په شمول یې ټوله نړۍ تر شاولاړه او د طالبانو په مقابل کې یې سیاسي، پوځي او اقتصادي حمایت کوي.

له کله چې ولسمشر غني د جان کیري په وصایت دګډ حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی نوموړي ډیرې داسې هڅې او څرګندونې کړې چې د ده تر واک او صلاحیت لوړې او د عمل په ډګر کې یې پلي کیدل ناشونی وی .

د هغو له جملې څخه یو هم د ده وروستی لیک دی چې نه په منطقي لحاظ د توجیه وړ دی او نه په تنفیذي لحاظ.
ځکه دافغانستان ۳۶ کلنه لانجه تر دې ډیره لویه ده چې په یوه لیک کې دې د هغې ټول ابعاد مشخص او له ګاونډیانو څخه دي د هغوی د حل غوښتنه وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

اصل کی خبره داسی ده سی اشرپ غنی خوارکی خپل زونددپردوپه غلامی اومزدوری کی وینی دی بیچاره داسی فکرکوی دخپلی مفکری له زوره سی گواکی په جهان کی اذادانسانان نسته که وو نوهغه امریکایان دی نوزکه خودطالبانو زوندهم د پاکستان په گتوپوری ترلی بولی او پاکستان ددی مسئلی اصلی عامل بولی خوحقیقت برعکس ده طالبان ازادخپلواک اومتشریع خلک دی اودازادی لپاره قربانی ورکوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x