نادري ناولدهنن په انځورونو کي

د پاریس ښاروالۍ د میني قلفونه لیري کړل – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د میني هغه قلفونه چې د پاریس په یوه تاریخي پله باندي ځوړول شوې وه ، او د ډیروالي له کبله یې په پله باندي بوج زیات شوی وو، بالاخیره د پاریس د ښاروالۍ له خوا لیري شول.

ویل کیږي چې شمېر یې په سلګونو زره وو.

پر دغه پله باندي به مینانو هغه قلفونه ځوړندول، پر کومو چې به یې خپل نومان د میني او د زړه د نښانونو سره مل لیکلي وه، او خپل د میني د پایښت په امید به یې قلفونه د پله پر وسپنو ځوړندول.

دغه پل چې د بون دیزار په نامه یادیږي، ورته د فنونو پل هم ویل کیږي، او په پاریس کې د خپل خاصیت له وجي ډیر شهرت لري.

تیر کال ددغه پله یوه برخه د قلفونو د درندوالي له کبله نړیدلې وه.

مینانو به قلفونه د پله پر جنګلې باندي ځوړندول، چې له کبله یې د ښاروالۍ له خوا هغه جنګلې هم له بیخ وایستل شوې، او پر ځای یې نوي داسي جنګلې ولګېدلې، چې قلفونه پرې ځوړندول اسانه نه بریښي.

















ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x