ولسمشر په هرات کې: د سوک ځواب په سوک ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر، اشرف غني هرات ته د خپل دویم سفر پر مهال یو ځل بیا د طالبانو د وروستیو پراخو عملیاتو په ځواب کې وویل چې «د سوک ځواب په سوک ورکوو».

غني په دغه سفر کې لومړی د ایټالیې له لومړي وزیر سره په هرات کې د تړلو دروازو تر شا وکتل. د دغې کتنې جزیات رسنیو ته نه دي راوتي. داسې هم ویل کېږي، چې غني د ایټالیې لومړي وزیر لیدو ته دغه ولایت ته تللی و.

ولسمشر وویل: «شمال او د سوېل لوېدیځ حوزه ولې نا امنه شوه؟ موخه دا ده چې هغوی غواړي چې موږ له کمزوري دریځ څخه خبرې اترې وکړو، خو د افغانستان دولت او ملت به هېڅکله هم له طالبانو سره له کمزوري دریځ څخه خبرې اترې ونه‎ کړي».

که څه هم طالبانو د غني له حکومت سره خبرې اترې رد کړي دي؛ خو دی لا هم د مقاومت د پراختیا لامل د سولې په خبرو کې د طالبانو امتیاز اخیستل ګڼي. دی وايي: «جګړه ځکه پر موږ راتپل شوې ده، چې غواړي موږ له کمزوري دریځ څخه خبرې وکړو».

ویل کېږي چې د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو وروستي پرمختګونه د غني د خبر اجنډا وه. ولسمشر ویلي چې امر یې کړی له دې وروسته په جګړو کې د وژل شوو له کورنیو سره مرستې دوه چنده شي.

اشرف غني هرات ته په خپل شپږ میاشتې وړاندې سفر کې د دغه ولایت دېرش تنه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه او د ځینو په اړه یې پرېکړه وکړه چې څارنوالۍ ته معرفي شي؛ خو نه یوازې دا چې کوم چارواکی څارنوالۍ ته معرفي نه شو، بلکې ځینې بېرته پر خپلو دندو وګومارل شول.

غني یو ځل بیا د جګړې خبره وکړه: «زموږ زړور امنیتي ځواکونه به د سوک ځواب په سوک ورکوي، زموږ پر ارادې شک مه کوئ. زموږ په منځ کې هېڅ ډول سیاسي اختلاف نه شته».

دا په داسې حال کې ده چې هرات ولایت یو شمېر سوداګر د غني سفر تشریفاتي بولي او زیاتوي چې ولسمشر په دې سفر کې له هغو کسانو سره کتلي چې د هرات د خلکو له بنسټیزو ستونزو څخه دقیق معلومات نه لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد احمد
میلمه
خالد احمد

د امريکايي ادارې مشر
اشرف غني په هرات کې
طالبانو ته به د سوک ځواب په سوک ورکوم
##