
چين کې د بېړۍ ډوبېدو ۴۵۸ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د چين لويديځ يانګزي سمندر کې د توپان له امله يوه بېړۍ ډوبه شوې او په کې سپاره ۴۵۸ تنه وژل شوي دي.
چينايي رسنۍ وايي، چې د بېړۍ کپتان او مشر انجينير په ګډون يوازې شل تنه ژغورل شوي او نوره ټوله سپارلۍ د توپان له امله مړه شوي دي.
مرستندويه ټولنې وايي، چې هوبی ايالت يانګزي سمندر کې يوه ډوبه شوې بېړۍ ويني، د ژغورنې لپاره يې د خلکو اوازونه هم اورېدلي او د ژغورنې عملې تر څنګ د چين صدر اعظم کيفيانګ هم سيمې ته رسېدلی دی.
دغه بېړۍ نانجنګ ښار څخه د هېواد لويديځ چونګ کنګ ته روانه وه، چې نن سهار وختي يانګزي سمندر کې د سختو توپانونو له امله ډوبه شوه.
چينايي ولسمشر د وزيرانو شورا ته امر کړی، چې د پېښې ځای ته ځانونه ورسوي او د ژغورنې عمليات په خپله وڅاري.
د بېړۍ کپتان او مشر انجينير وايي، چې بېړۍ د سخت توپان له امله ډوبه شوه.
ويل کيږي، چې د سختو ورښتونو او توپانو له امله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي.
د روان کال په پيل کې هم د يوې چينايي بېړۍ د ډوبېدو له امله ۲۲ تنه وژل شوي وو.