نړۍ

«د ابوبکر بغدادي د خلافت په اړه د پاکستاني طالبانو دريځ» کتاب خپور شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): څه موده وړاندې د اسلامي دولت ډلې ځينې شرعي مسؤولينو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د ابوبکر بغدادي خلافت د شرعي حيثيت په اړه مخامخ مناظره شوې وه، چې د لومړي ځل لپاره دغه مناظره او بحث په غږيز ډول خپور شوی و او وروسته د تحريک طالبان پاکستان له لوري دغه مناظره په پښتو او عربي ژبو د کتاب په بڼه خپره شوه.

دغه کتاب په ۹۱ مخونو کې خپور شوی او د ابوبکر بغدادي خلافت يې د شرعي دلايلو له مخې ناروا بللی او ويلي يې دي، چې بغدادي شرعي امير نه دی او بيعت يې هم په هېچا نه دی لازم.

د کتاب په پيل کې د شوروي يرغل پر ضد د افغانستان د مسلمانانو د جهاد ستاينه شوې او له هغې وروسته د تنظيمونو د خپل منځي جګړو له امله هېواد کې د طالبانو اسلامي غورځنګ د راپورته کېدو لاملونه په ګوته شوي دي.

pk t
د کتاب غلاف

ليکوال زياتوي، چې د طالبانو د سپېڅلي غورځنګ له برکته ټول افغانستان کې امنيت راغی، اسلامي حکومت قايم شو او د ګردې نړۍ مظلومو مسلمانانو لپاره يوازنی د هيلې مرکز و او د طالبانو د امارت له برکته ټولې نړۍ کې مظلومو مسلمانانو د ظالمو واکمنو او بهرنيو يرغلګرو پر ضد پاڅونونه پيل کړل.

د کتاب ليکوال د طالبانو او القاعده د کړنلارو ستاينه کړې او زياتوي، چې د طالبانو او القاعده کړنلاره او منهج د نړۍ د مظلومونو مسلمانانو او مجاهدينو لپاره د لارې مشال دی.

په دغه بیان کي ویل شوي، چي د ابوبکر بغدادي د خلافت اعلان له ټولو شرعي دلايلو څخه خلاف دی او په هېڅ شرعي دلیل نه دی ولاړ.

ليکوال د خلافت شرعي شرطونو ته په اشاره وايي، چي دخلافت لپاره د ټول امت اتفاق او یا داهل حل و عقد اتفاق او یا د جمهورو اهل عقدو اتفاق شرط دی، چي د ابوبکر بغدادي د خلافت لپاره دا یو شرط هم موجود شوی نه دی، نوځکه يې خلافت شرعي نه دي.

په دغه بیان کي د ابوبکر بغدادي خلافت د اهل السنة والجماعة له عقيدې او د خلافت راشده له منهجه هم مخالف بلل شوی دی.

د ابوبکر بغدادي د اعلان شوي خلافت په اړه ویل شوي، چي هغه په شرعي طریقو سره نه دی ټاکل شوی.

د پاکستاني طالبانو له لوري په دغه بیان کي ویل شوي، چي د خلافت لپاره د یو څو کسانو بيعت بسنه نه کوي، بلکې د امت زیاته برخه به پرې خوښه وي او په ابوبکر بغدادي یوازي خپله ډله خوښه ده او هغوی بیعت ورسره کړی دی او پاتې ټول امت بیعت نه دی ورسره کړی.

د ابوبکر بغدادي د خلافت د بطلان په اړه د نورو دلايلو ترڅنګ ویل شوي، چې هغه ځکه خلیفه نه دی، چي د امت حقوق نشي ادا کولای او دا په خلافت کې تر ټولو مهم شرط دی.

د داعش خلافت د بطلان په دلايلو کې ويل شوي، چي ابوبکر بغدادي د خپل خلافت اعلان په داسې سیمو کې کړی، چي هلته بالفعل طاغوطي نظامونه واکمن دي، چې په اسلامي تاریخ او فقهي کتابونو کې د دغې ډول کړنې ساری نه دی لیدل شوی.

په بیان کي زیاته شوې، چي دابوبکر بغدادي واک او ځواک نيمګړی دی او د بغدادي خلافت د امت د یووالي پر ځای د امت د اختلاف او ګډوډۍ لامل شوی دی.
پاکستاني طالبانو په دغه کتاب کې د ابو بکر بغدادي د خلافت د بطلان لپاره ۲۳ بېلابېل شرعي دلايل راوړي دي.

په ياد کتاب کې د ابوبکر بغدادي د خلافت د شرعي حيثيت تر څنګ د داعش په کړنو هم نیوکې شوي دي.

په بیان کي ویل شوي، چې د داعش له لوري د زیارتونو نړول د فرقه ييزې جګړې اور ته لمن وهي او زیات زیانونه لري.

سربېره پر دې ویل شوي، چې داعش د شیعه ګانو په ټول وژنې سره سني مسلمانانو ته د دښمنۍ نوې لارې پرانيستي او داعش بايد دا کار نه وای کړی، ځکه چې زيان يې اوس ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته رسيږي او دوی بايد يوازې او يوازې د نظام او بهرنيو يرغلګرو پر ضد جګړه کړې وای.

د کتاب ليکوال سوريې ته د بغدادي د وسله والو پر لېږلو هم نيوکې کړي او وايي، چې بغدادي د خپلې جګړې سيمې پراخې کړې او هلته يې د مسلمانانو پر ضد جبهه پرانيستې، چې له امله يې ګڼ مخلص مسلمان مجاهدين ووژل شول او اوس هم دغه خونړۍ لړۍ روانه ده.

د کتاب ليکوال د خپلو دلايلو په ترڅ کې د داعش د خلافت اعلان او نورو اسلامي ډلو له منځه وړل هم اسلامي امت کې د جګړو او ستونزو يو مهم لامل بولي او وايي، چې د بغدادي خلافت سره د نړۍ ګڼو جهادي ډلو په خپلو کې د يو بل پر ضد ټوپک راخيستی او د دې ټولو ستونزو سرچينه د بغدادي غير شرعي خلافت دی.

ليکوال زياتوي، چې داعش پورې تړلي ځوانان د علمي کمزورۍ او ځان غوښتنې له امله د نړۍ ډېری مسلمانان مشرکين او منافق بولي، چې له امله يې د نړۍ مسلمانان د داعش عقيدې ته د شک په سترګه ګوري.

پاکستاني طالبانو ويلي، چې دا کتاب يې د عامو مسلمانانو د پوهاوي په موخه خپور کړ، ځکه د داعش پلويان فکر کوي، چې د دوی له بيرغ او پيروي پرته جهاد نه کيږي او دوی غواړي، چې د دې کتاب له لارې عام مسلمانان پوه شي، چې د ابوبکر بغدادي خلافت هېڅ شرعي حيثيت نه لري.

په لاندي ورکړل شوي لینک کې کتاب  لوستی شئ
https://umarmedia.files.wordpress.com/2015/05/ttp-moqif-about-is-in-pashto.pdf

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ولاکه پوهیږو څه ووایو څه مده مخکی تاسی ددی ډلی صفت کو او ځینو ډلو خپل حمایت اعلان کړ او اوس داسی خبرونه څه ووایو – خدای دی پر دی امت ورحمیږی

ډاکتر احمدی

دا کتاب د طالبانو له خوا تایید شوی کنه؟

قاري سعيدخوستى

دنن ٹكي اسيا له وزيني خپلواكي پاني مسئولينو سخه مننه
يقينا نن زموژ سنگر دى نن زموژ دهيلو كور دى نن زموژ دشهيدو آذانونو نوي انگازه ده
نن دپرديپال كلتور په مينز كي دخپلواكى چراغ دى نن دغلامي میڈیا په مخ درنه چاپيڑه ده
بدبختانه اوايم كه خوشبختانه چي انترنيٹ ته ديوه زوڑ موبايل په مٹ لاسرسى لرم نو كه مهرباني وكڑئ ددي مناظري آڈيو هم نشر كڑى

احمد نیازی

داخو معلومه خبره ده چی افغانی او ډیری پاکستانی طالبان حنفی مذهبه دی. هغوی دین صرف او صرف په فقه حنفی کی وینی او دهمدی فقهی نفاذ ته شریعت وایی او اسلامی دولت چی اکثریت یی غیر مقلدین دی او دعوه یی صرف او صرف قران او حدیث دی او د قران او حدیث نفاذ ته شریعت وایی. دداسی دوو ډلو اتفاق رایی زما له نظره ممکن نه ښکاری. ځکه فقه حنفی مکمل شریعت نشی تمثیلولی او اسلام صرف دوه سرچینی لری چی قران او حدیث دی

طوفان طوطاخیل

نیازی وروره بیخي ډېر له فقه حنفي ناخبره یې ، فقه حنفي دقرآن کریم او نبوي حديثو ترټولو ښه اوغوره شرحه ده ، او داسلامي امارت اتلان همدا اسلامي قانون پلی کوي ، چې دامارت اسلامي په مهال یې ټولو غیرمقلدینو هم هرڅه منل ، خپله اسامه بن لادن اودهغه ملګري هم غیرمقلدین ؤ خو هغوی داسلامي امارت له لوري قایم شوي امارت ته ځآنونه بیعت کړي ؤ او اوس هم بیخي زیات شمیرمجاهدین غیرمقلدین له همدي مقلدینوسره اوږه په اوږه دکفارو اودهغوی دګوډاګیانو په مقابل کې جنګیږي او طالبانو هم دغه خپل امارت دیوه غیرمقلد اسامه بن لادن رحمه… نور لوستل »

کریمی

ز ما په نظر خبره په عقایدو که ده ابو بکر سلفی دی، او د پا کستان او اففانستان د سلفی فکر خلک ورسر ه ډیره مینه لری. د شیعه وژنه یادی شوی ده ، طالبانو محترمینو هم په بامیانو که شیعه ګان ووژل د شهید داد الله صاب تر مشری لاندی ، او په شمال که یی ځمکه او انګور یی ورته وران کړل، بل د زیارتونو خبره شوه ، فکر کوم چه دا خبره په ټولو اهل سنتو که اتفاقی خبره ده چه دا زیارتونه د شرک لویی اډی دی، نه باید پاکستان علما په کمزورو دلایلو استناد… نور لوستل »

khalid

محترم کریمی صاحب چی دی چا خپل کور د کفارو او طاغوتیانو تر تسلط لاندی وی او هغه تر اوسه دهغه له تسلط نه نوی خلاص کړی آیا هغه ته اجازه شته چی بل چیرته جنګ او جګړی ته لاس واچوی او ملانصردینی کارونه شروع کړی بله داچی د اد اسلامی دولت ‌‌‌ډله ولی په خپلو نشریاتو کی پر نورو ډلو رد کوی، ګمراه نوموی او خپل بیعت ته یی اړ باسی چی ددوی په مقابل کی باید رد ونه لیکل شی دا کوم ډول انصاف شو آخره خبره همدا که چیری دداعش شتون په افغانستان کی د کفارو او… نور لوستل »

khalid

نیازی صاحب تا کتاب لوستی هم ده که له ځانه دلیل او دلایل وایی هغوی په خپل کتاب کی له حدیث او قرآن نه هم دلیل راوړی ده په حنفی فقه یی اتکا نده کړی د ټولو علماو اقوال یی ذکر کړی دی د اهل حدیثو د اولنی امام شیخ ابن تیمیه (رح) نظر یی هم ذکر کړی ده چی د اسلامی دولت ‌‌ډله په هره ویډیو کی صرف دهمده په نظر تاکید کوی او بل که ستا په نظر حنفی فقه په قرآن او صحیح حدیث نه وی ولاړه نو د عباسی او عثمانی خلافت په دوران کی ولی… نور لوستل »

خالد

شیخ عمران حسین نظری صاحب د داعش ډله د یهودو پیداوار بولي د نوموړي عالم په داعش تنظیم کې ډیر شاګردان دي چې په وینا يې دی ډیر ښه پیژني ……. زما په نظر : داعش د تیلو نرخونه دومره ارزانه کړل چې د اکثرو عربی هیوادونو په کلنی عاید کې ۵۰٪ کمی راغی اوس که خو ټولو ته معلومه ده چې د عربو د تیلو د ټولو نه لوی خریداران امریکا ،اروپا او یهودان دي نو ټوله ګټه يې هم همدوۍ ته ورغله ځان ته يې پرې تیل ارزانه کړل ….. که فرض د امریکا او یهودو جنګ او… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

خدایه ته رحم وکړی مونږ یی هم دی ډله ټپلو نور ګنګس کړی یو

عبدالحق حنفی

ځه فکر کوم چه داسلامی نړی جګړه مذهبی پړاو ته داخله شوه او نورهم خپل رنګ تازه کول غواړی څه فکرلری khalid صاحب

ابن شهید ين

وركري اختلا فاتو ته زور………………شا باش جي امت اتحاد ته سوق نشي .. يو بر بل دتابو او مهر لكولو او اختلا فاتو ته لمن سمه ووهي جي امريكا او ملكري يي بدي سخت خو شحاليزي.. ددوشمن لو ي هدف به دهمدي اختلا فاتو بيانه وونكو جنا با نو به لاس تر لاسه كيزي.. زما يقين او با ور دادي جي ددوشمن ارمان به ببمبار د, درون .. بيسو اخستلو . مخا مخ جنك كو لو . احتلا ل كولو..او … نه حا صليزي . بلكه دداسي جنا بانو جي خبل هدف به اختلاف او انشقاق او تعصب كي له… نور لوستل »

اشرف

د نن ټکی محترم مسولینو ته سلام او درناوی وړاندی کوم، واقعا چا په ا زادی باور لری، د هر چا نظر خپروی کور مو ودان.

ابن شهید ين

اي …زه حيران دي ته يم جي دا با كستا ني طالبان ولي ليز خبل زان ته نه واي داعش خو دير لري ده …داعش زمونك به ملك كي نشي جليداي .. خو حيران باكستاني طالبا نو ته يم ..جي تاسي خبله دكوم هدف لباره جنكيزي كوم با كستاني طالبان … تاسي خبله به سو دلو تقسم ياست خداي مو خوار كه يو دله دمنكل باغ خان ده لشكر اسلام بله دله دانصار الاسلام بله ده له ده جي به خبلو منز كي بي حسابه خلك سره ووزل دواره داسلام ناري وهي .. بله دله دحافظ كلبهادر خان ده بله… نور لوستل »

khalid

ابن شهیدین صاحب ستا خبری د پاکستانی طالبانو د تفرق په باره او نورو مشکلاتو په باره کی بالکل صحیح دی چی باید اصلاح یی کړی ولی دا باید له یاد ونباسی چی په سختو حالاتو کی دوی له طالبانو او القاعده سره ډیر احسانات کړی چی طالبان او القاعده یی باید هیڅکله له یاده ونباسی او دانن چی ددوی ساحی د جنګ میدان ګرځیدلی او ناپاک فوجیان او امریکایی ډرون په مکرر حملی کوی دا صرف له دی وجی چی دوی د القاعده مشرانو ته په سختو حالاتو کی د همکاری لاس ورکړی و له امریکایانو یی بچ کړی… نور لوستل »

مسافراشنا

ستاسو له خد مت نه مننه

نصرت الله حدید

سلامونه او نیکی هیلی
حکیم الله محسود نه را پیدا خوا تحریک طالبان هیڅ پاتی ندی.
دوی اکثرو ملګرو بغدادی سره بیعت هم وکړ امارتی شاهدالله شاهد او همداسی نور. نو دوی به ولی ورپسی کتاب لیکی. دا کتاب د پاکستانی طالبانو لخوا ندی لیکل سوی .
افغانی طالبان یی ځکه ددی کتاب حمایت کوی چی اسلامی خلافت په افغانستان کی یو خنډ دی.
الله دی ټول مسلمانان سره یو ځای کړی. امین

ابن شهید ين

خالد صيب مننه در نه كوم خو زه اوس دا هم نه تايده وم جي دوي له القاعدي سره به اخلاص همكاري كري كوره القا عدي مشران بلكه توله القاعده دلته زمونك به وطن كي وه داسلامي امارت به حاكميت كي دوي محفوظ وه او حتي تر دي جي امارت سقوط وكري بيا هم به تول افغانستان كي جا ورته دونه ضرر ونه رسول فقط شما ليانو او دخالص قو ماندان حضرت علي اوزمان سه نا سه عام عرب شهيدان كرل ولي مشران يي محفوظ ددوي ساحي ته انتقال شول .. خو بيا نو سو كا له بعد دبا كستاني… نور لوستل »

محمد حسین

دا کتاب دانلود نکیږی که دا را ته په ایمیل کی ولیږی

Back to top button
19
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x