
بلخ کې د ملي پيوستون نهه غړي وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): بلخ ولايت کې د ملي پيوستون نهه غړي وژل شوي دي.
د بلخ ولايت ځايي خبريالان وايي، چې د ملي پيوستون نهه غړي د کليو او پراختيا وزارت کارکوونکو سره د بلخ ولايت زاري ولسوالۍ ته تللي وو او هلته د نا څرګندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د کليو او پراختيا وزارت يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ځينو رسنيو ته ويلي، چې د بلخ زاري ولسوالۍ کې د ملي پيوستون نهه غړي وژل شوي دي.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.