نړۍ

شمالي وزيرستان کې امريکايي بې پيلوټه څلور تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان قبايلي سيمې شمالي وزيرستان شوال کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يو موټر بريد کې څلور شکمن مخالفين وژلي دي.

ځايي خبريالان وايي، چې په يو موټر کې څلور تنه سپاره وو او امريکايي بې پيلوټه پرې دوه توغنديز بريدونه وکړل او څلور واړه يې ووژل.

د ځايي خلکو په وينا تر اوسه د وژل شوو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی، چې رښتيا طالبان وو او که ولسي وګړي يې په نښه کړي دي.

امريکا ۲۰۰۴ز کال راهيسې د پاکستان قبايلي سيمو کې له څلور سوو زيات بې پيلوټه بريدونه کړي او تر اوسه په کې د سلګونو مخالفينو تر زرګونو ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي بې پيلوټه بريدونه د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا خلاف بولي او په دې اړه يې څو څو ځله ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو غونډو کې د امريکايي بې پيلوټه بريدونو مخالفت کړی، مګر ويکيليکس او ځينې نورې سرچينې وايي، چې پاکستاني چارواکي په ظاهره د بې پيلوټه بريدونه مخالفت کوي، مګر په پټه امريکايي استخباراتو په سلا مشوره دغه بريدونه کوي او ګڼ بې پيلوټه بريدونه د پاکستان له پوځي هوايي ډګرونو کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ټولو هغو کسانو ته چی نن سبا یی د برما، یمن او نورو اسلامی هیوادونو په هکله په اجتماعی شبکو او ځینو ویب سایټونو کی ډیری زیاتی ناری او سوری جوړی کړی چی مونږ هلته کسان استوو یا جهاد ته ځو او یا هم داسی نوری زیاتی بابولالی زه وایمه دهغه ده برما او یمن چی له تیرو دیارلسو کالو نه هره ورځ د صلیبی یرغلګرو په واسطه بی ګناه مسلمانان په وینو کی رغړول کیږی او هیڅوک په ټوله نړی کی دا نه ورته وایی چی ولی نو مونږ او تاسو باید اول نران شو خپله منطقه د کفارو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x