fbpx

۲۰۰۱ز کال راهيسې امريکايي عسکرو له يو لک زيات افغانان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): ۲۰۰۱ز کال کې، چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو نظام يې کړ، له هغه وخته تر اوسه د رسمي شمېرو له مخې امريکايي عسکرو له يو لک زيات ولسي وګړي وژلي دي.

اسوشيټېډپريس د براون امريکايي پوهنتون د سروې له قوله وايي، چې پر افغانستان د امريکايي يرغل په ترڅ کې امريکايي او نورو بهرنيو عسکرو له يو لکو زيات افغانان وژلي او همدومره نور يې ټپيان کړي دي.

اسوشيټېډپرېس د براون پوهنتون د سروې له قوله ليکلي، چې ۲۰۰۱ز کال راهيسې بهرنيو عسکرو ۱۴۹زره کسان وژل شوي، چې يو لک يې افغانان او پاتې ۴۹ زره يې پاکستانيان دي.

د سروې ليکواله نېټا کرافوټ وايي، چې په دغه امريکايي يرغل کې ۱۲۶زره ولسي وګړي ژور ټپيان شوي هم دي.

د ليکوالې په وينا د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې ښکاري، چې افغانستان کې امريکايي جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې دغه جګړه د پخوا په پرتله نوره هم خونړۍ شوې ده.

نيټاکرافوټ وايي، چې د سروې بنسټ د ملګرو ملتونو د يوناما اداره ده او کېدای شي د مرګ ژوبلې کره شمېر له دې هم زيات وي.

ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان روانه جګړه کې د ولسي قربانيانو کچه د پخوا په پرتله شپاړس سلنه زياته شوې ده.

د يوناما له قوله د ۲۰۱۵ز کال په لومړيو پنځو مياشتو ۹۷۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۹۶۳ټپيان دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

اللهم عليك بامريكا ..
اللهم انتقم منهم ..
خو دا نورته هم ليك حساب وكري جي حكومت او طالبان سو عام خلك وزلي ….؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ده ، اوسنی نړیوال استعمار چه د پرونی کمونستی هیوادو په ګډون ورسره ۴۸ هیوادونه نظامی حضور لری ، د وژنو د ماشین د وژلو وړتیا یی هم تر پرونی استعمار زیاته ده ، وسلی او وسیلی یی هم تر پرونو ځو ځلی د وژلو زیاته وړتیا لری ، د نړیوالو معیارونو پروا هم نه ساتی ، یعنی هر ډول هستوی ، پیالوژیکی ، کیمیاوی انفرادی او دسته جمعی کاروی ، د جنګ وخت کی د ګناهکارو سزا هم له بی ګناه وو اخلی ، بیلابیلی وژنی کوی ، روسانو او کمونستان په لسو کلونو کی دوه میلونه افغانان… نور لوستل »