نظــر

ولسمشر ته د لور د مبارکۍ په بهانه

karzai-with-a-grilپه اوسنۍ نړۍ کې اکثره د ولسمشرانو اولادونه نه زيږيږي ځکه چې هغوى په کمو اولادونو درلودلو باور لري او يا به يې ميرمنې وسره د ډيرو اولادونو زيږول نه مني په هر حال، ډير کم ځل داسې وشي چې د يو ولسمشر د اولاد د زيږيدنې خبر ورکول کيږي او بيا چې د نړۍ د کوم هيواد د جمهور رئيس په کور کې يو نوى ماشوم وزيږيږي نو په ټول هيواد کې جشنونه ، محفلونه او د خوښۍ نغارې ډنګيږي خو په افغانستان کې داسې ونه شول .

د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي په کور کې لور زيږيدلې ، د افغانستان ملت به خبر ؤ يا نه خو په واشنګټن کې بارک اوباما خبر شوى ؤ او ورته يې د تليفون له لارې مبارکي هم ويلې وه ، مونږ هلته خبر شو چې د جمهوري رياست څخه خبر پاڼه خپره شوه او د جمهور رئيس د لور د زيږيدو خبر پکې ؤ ، بيا مو داسې راپورونه وليدل چې جمهور رئيس خپله نوې زيږيدلې لور ملالۍ نومولې ده، هيره دې نه وي چې د دوه زره او اوم کال په لمړۍ مياشت کې د حامد کرزي يو ځوى هم زيږيدلې ؤ چې ميرويس خان نوم يې پرې کيښودلې ؤ .

چې د ملالۍ نوم مې واوريد په زړه کې راوګرځيدل چې خپلو دې ګډو وډو تورو ته دا ډول عنوان کيږدم (د ميرويس خان او ملالۍ پلار شاه شجاع  ته مبارکي) خو دا چې نسبت اولادونو ته د چا په اړه څه  ندي ويل پکار لدې عنوان صرف نظر شوم  ، که څه هم دې کې شک نشته چې د افغانستان په تاريخ کې د حامد کرزي کردار تر شاه شجاع هم بدتر دى .

 تاريخ ليکي کله به چې د کابل په بالاحصار کې د شاه شجاع ليدلو ته سپين ږيري او وولسي خلک ورغلل نو شاه شجاع به ورته ويل چې زه دلته بندي او يرغمل يم خو تاسې جهاد ته ادامه ورکړئ ، همدا راز د تاريخ ځينې کتابونه نقل کوي چې شاه شجاع به د خپل ځان او هغه خلکو چې ليدلو ته به يې ورغلي وه تر منځ پرده ځړوله او ويل به يې چې زه پدې حالت کې د خپل ملت سره د شرم له کبله سترګې نه شم مخ کولاى .

خو زمونږ د عصر شاه شجاع خورا سپين سترګى دى په رګونو کې يې وينه سپينه شوې او د سترګو اوبه يې بيخي وچې شوي دي ، په خورا سپين سترګۍ سره د بادشاهۍ په ګدۍ ناست دى او د افغانانو په عصمتونو او وينو د لوبو ننداره کوي.

د کرزي لور پداسې شپو ورځو کې زيږيدلې چې د کندهار ولايت د پنجوايي د ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې امريکايي وحشيانو پر کورونو يرغل وروړى ، شپاړس تنه بې ګناه او په خوب ويده افغانان يې په خپلو کورونو کې وژلي دي چې د شهيدانو له جملې څخه نهه تنه يې کوچنيان دي .

کوچنيان يعنى څه؟ کرزى به يې اوس په معنى پوهيږي او بايد وپوهيږي ، کوچنيان يعنى د حامد کرزي لپاره ميرويس خان او ملالۍ ، د هر چا لپاره خپل اولاد ميرويس خان او ملالۍ دي خو دغه ولسمشر ته د ملت د ملالۍ او ميرويس خان درد نه محسوسيږي ځکه چې تر اوسه پورې يې په کوم زنګ اباد کې خپل ميرويس يا ملالۍ په وينو لړلى نده ليدلې.

عقل يې نه مني ، د سيمې اوسيدونکي يې نه مني ، عاقلان ، بالغان ، د اوږدو اوږدو ږيرو ، کلونو کلونو تجربو درلودونکي او د سترګو ليدلي حالت شاهدان يې نه مني او په ډاګه وايي چې په الوتکو کې راغلي په لسګونو وسله والو فوځيانو  په کورونو يرغل وروړ او خلک يې په خورا وحشت سره په شهادت ورسول خو دا چې د وخت واګي يې په لاس کې دي او لاس يې بيا بر دى نو لکه له خټو جوړو چارواکو هم ومنله ، نړۍ هم ومنله او ثابته هم شوه چې دغه نه توجيه کيدونکى عمل د يو تن لخوا تر سره شوى دى !!

ګڼ هيئتونه او پلاوي وټاکل شول ، د وولسي جرګې پلاوى ، حکومتي پلاوى ، د جمهور رئيس پلاوى ، د کندهار د ولايت پلاوى ، د قومي مشرانو پلاوى او……………..خو پايله دا شوه چې ځوريدلي او کړيدلي نور هم وځوريدل او د هغوى په وينا په ټپونو يې مالګې وشيندل شوى ، د هغوى د کور ګلان رژيدلي وه او د هغوى په کورونو کې د وير ټغرونه غوړيدلي وه خو دا دې هيئتونو د هغوى په عصمت هم داغ ولګولو .

د دې داغ هدف او موخه به همدا وي نو چې هغه بورې ، کونډې ، ورارې او هغه د زامنو په شهادت په ملا مات شوي سپين ږيرې دې د دې غوښتنې څخه هم تير شي چې قاتل محاکمه کړئ او په افغانستان کې يې محاکمه کړئ ، په همدې غرض به دا څرګندونې شوي وي چې هغوى ته ننګ ودريږي او د يو اشغالګر څخه د غچ اخيستلو فکر له سره وباسي ، په همدې مقصد به دا ثابته کړاى شوي وي چې دغه خلک دې خپل بچي له ياده وباسي او هيره دې کړي چې کله يې په کور کې کوم ميرويس خان يا کومه ملالۍ هم چغيدله.

د هيواد ولسمشر به د خپلې لورکۍ په زيږيدنه خوښي څرګنده کړي ، له ډيرو به يې مبارکۍ اخيستې وي او ډيرو به يې د لور لپاره ډالۍ وروړي وي خو همدي ولسمشر بيا د پنجوايي د زنګ اباد کوچنيو کوچنيو لحدونو او وړو وړو قبرونو ته څه وروړل ، ايا د هغوى په غم يې يوه اوښکه تويه کړه ، د خپل زوزات پر زياتيدو د کړې خندا سلمه برخه ژړا يې هم  د دوى په مرګ کړى او کنه ؟

هغه خو خورا پيکه غبرګون وښود ، هغه د کندهار څخه کابل ته راغليو مشرانو سره سترې سترې ژمنې وکړې او ډاډه يې کړل چې پوښتنه يې کيږي خو عملي به يې څوک کړي پداسې حال کې چې قاتل د امريکا د دفاع وزير په خپله له ځانه سره بوت او دا دې اوس دې د مقتولينو کورنۍ په ارم کښيني ، د کرزي وولسي جرګه او د مشرانو جرګه دې خپلې غوښتنې او احتجاجونه ديوالونو ته وکړي او يا دې په خوله د غلامۍ د چوپتيا مهر ووهي.

ګڼ قاتلان په يو بدل کړلاى شول ، د ګڼو وژنو پړه د يوې طرحه شوې دسيسې سره سمه د يو تن په اوږو واچول شوه او دا دې د هغه يو تن د اوږو څخه هم په ورور ښکته کيږي ، په افغانستان کې د مجرم نوم څرګند نه شو او نه يې د ساتل کيدو ځاى وښودل شو خو امريکا ته په رسيدو سره سم يې انځورونه خپاره ، نوم يې څرګند او د ساتل کيدو ځاى يې هم په ډاګه شو.

http://nunn.asia/images/stories/united_states/army/robert_bales-killer-of-16-afghans-kandahar.jpgپه افغانستان کې ويل کيدل چې وحشي قاتل د خپلې کورنۍ او ميرمنې سره شخړې او ستونځې لري خو په امريکا کې هغه ته ټاکل شوى وکيل وايي چې مؤکل يې بيخي روغ او جوړ دى ، ګاونډيان يې يو ښه او مينه ناک انسان بولي او د دندې ملګري يې په کار پوه او زيرک فوځي ګڼي ، په افغانستان کې د وژلو جواز دا ؤ چې دغه امريکايى رواني ناروغي لري خو په امريکا کې بيا ويل کيږي چې هغه ښه صحتمند دى .

د زنګ اباد پيښه يو بشپړ مجرمانه عمل دى او د معصومو افغانانو وژنه له پخوا جوړ شوى پروګرام دى ځکه چې امريکايان افغانستان ته د وژنو په نيت راغلي ، د مسلمانانو د سپکاوي په نيت راغلي او د دې هيواد د اشغال په نيت راغلي.

د روان ميلادي کال په سر کې يو تن امريکايي عسکر (Itzcoatl “izzy” Ocampo) چا چې په عراق کې فوځي دنده تر سره کړې د امريکا د کلفورنيا په ايالت کې شپږ تنه ووژل او بيا يې وويل ((د هغه زړه غوښتل چې خلک ووژني ، هغه عراق ته لدې کبله تللى ؤ چې جګړه وکړي او خلک ووژني خو د شپږ مياشتو په تيريدو سره يې نه جګړه وليدله او نه يې څوک ووژل ، بلکه هلته د موتر چلولو دنده ورسپارل شوې وه چې خپله د وژنو تنده يې په کلفورنيا کې سړه کړه)).

ګرد امريکايي عسکر همدا خوى او همدا عصبانيت لري ، د هغوى روزنه د مسلمانانو د وژلو په جذبه او ولوله شوې ، دا ثواب ګڼي چې مسلمانان ووژني ، عصمتونه يې لوټ کړي او مقدسات يې تر پښو لاندې کړي .

د افغانانو قاتل عسکر (Robert Bales) د سپتمبر د يوولسمې نيټې څخه وورسته چې پر  امريکا بريدونه وشول خپله پخوانۍ دنده پرې ايښې او د فوځ سره يو ځاى شوى دى ، د مارچ په يوولسمه نيټه د خپل مرکز څخه وتلى ، شپاړس تنه يې وژلي او بيا يې يو شمير جسدونو ته اور ورته کړى دى ، له مرګه وروسته د مړيو د سوځولو وحشت د دى عسکرو په بربريت ، غير انساني صفت او د افغانانو په وړاندې په کرکه او نفرت دلالت کوي.

که داسې نه وي نو دا به څوک ومني چې يواځې يوتن عسکر د يوې امريکايي فوځي اډې څخه په يواځې ځان وځي او خورا ليرې ځاى ته په نيمه شپه کې بې د کوم ملګري څخه ځي ، ايا امريکايان خپل عسکر يواځې ګرځيدلو ته پريږدي هغه هم په توره شپه کې ، ايا هغوى په رڼا ورځ د سلګونه امنيتي ځواکونو په ملتيا له يوه ځايه بل ځاى ته سفرونه نه کوي؟؟؟؟؟؟

که چيرته داسې شوي هم وي نو د څو ساعتونو په تيريدو سره د مرکز قوماندان او نورو عسکرو ته تشويش نه ور پيدا کيږي چې عسکر يې کوم لور ته ولاړ ، څه کوي او ولې بيرته ندې ورستون شوى؟؟؟؟؟؟

ايا شونې ده چې يواځې يو تن عسکر دى په درې کورونو بريد وکړ شپاړس تنه دى ووژني خو هيڅ ډول شور شرابه دى جوړه نه شي ، هيڅوک دى مقاومت ونه  کړي ، هيڅوک دى غبرګون څرګند نه کړي ، عسکر دى له يوه کوره وځي او بل دى ننوځي ، په بې غمه زړه دى خلک وژني او بيرته دى په خپله مخه ځي؟؟؟؟؟؟kandahar-shaheedan

دا ولې ومنو چې يو رواني ناروغ عسکر دى په توره شپه کې په دومره ماهرانه ډول وژنې وکړي ، هيڅوک دى هم هغه ته زيان ونه روسوي ، خپل هدف ته دې ورسيږي او بيا دې امانت سلامت خپل مرکز ته راستون شي ؟؟؟؟؟؟

ايا هر فوځي د دندې له پيل وړاندې د ګڼو طبي مراحلو څخه نه تيريږي ، ايا هره مياشت د هر فوځي روغتيايي معاينات نه تر سره کيږي، ايا ناروغه فوځيانو ته وسلې ورکول او هغوى په فوځ کې دندې ته پريښودل د قانون خلاف ندي ، جګړه قوانين نه لري ، يرغل قوانين نه لري او ايا وژنو ته هم اوصول ندي مقرر کړاى شوي؟؟؟؟؟؟

ولسمشر دى پوه شي چې د افغانستان خلکو ته يې حيثيت ورمعلوم دى ، او پوهيږو چې د شپاړس تنو بې ګناه افغانانو وژونکى خوندي کړاى شو خو په 2012-01-20 نيټه د کاپيسا ولايت د تګاب په ولسوالۍ کې د څلور تنو فرانسوي عسکرو وژونکى د ملي اردو عسکر د اشغالګرو د شکنجو لاندې د ژوند ترخې شپې تيروي.

ولسمشر ته د لور د زيږيدا مبارکي دومره اړينه نده لکه د زنګ اباد شهيدانو ته د شهادت او د هغوى کورنيو ته د افتخار مبارکي .

2012-03-18

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x