افغانستان

دفاع وزارت: اته عسکر او ۳۶ طالبان وژل شوي دي

 

نن ټکی اسیا: د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو سره په جګړو کې ۸ عسکر وژل شوي دي، او ۳۶ تنه مخالف وسلوال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عسکر په ځمکه کې د خښو شویو ماینونو په ذریعه او همداسي د مخالفینو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي، خو د پيښو دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی چې دغه وژني چیرته را منځته شوي دي.

د یادوني وړ ده چې طالبانو تل پر خپل ټویټر پاڼه د دفاع وزارت ورته خبرپاڼي رد کړي، او دمبالغو څخه یې ډک بللي دي، چې هدف یې د خپلو عسکرو مورال پورته کول دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ اشرف غني په هیواد کې پر روانو جګړو باندي د تبصرې پر مهال وویل چې دوی به د مخالفو وسلوالو سره د جګړې په زور کې شدت راولي، او د سوک جواب به په سوک ورکوي.
نوموړي وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې خپل عملیاتي پلان ددې لپاره ګړندی کړی تر څو په د مذاکراتو پر میز زیات ځان برتره وښيي، خو نوموړي وویل چې دوی به د طالبانو سره د قوي موقف څخه خبري کوي، او ځان به کم نه راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x