ورزش

د تکواندو ملي لوبغاړي په سفریه کې په لویه پیمانه اختلاس شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د تکواندو ملي لوبغاړي د دغې فدراسیون له پخواني مسؤلینو انتقاد کوي او هغوي په مالي فساد او اختلاس تورنوي.

د تکواندو ملي لوبغاړي د ځوانانو نړیوالو سیالیو کې چې د چین په تایپه کې ترسره شوی و ګډون کړی و او وايي چې د دغې فدراسیون هغه مسؤلین چې د المپیک ملي کمیټې تر څارنې لاندې کار کوي دوي ته د دولت لخوا منظورې شوي پیسې نه دي ورکړي.

د تکواندو فدراسیون مشران په څو څو ځله په مالي فساد تورن شوي او تل لوبغاړو لپاره منظوره شوې بودیجې کې يي اختلاس کړی.

د ملي لوبغاړو په وینا د فدراسیون مشرانو د لوبغاړو جعلي امضاء په مرسته کوښښ کړی چې د لوبغاړو پیسې واخلي او لوبغاړو ته سفریه نه دی ورکړل شوی.

د تکواندو د ځوانانو ملي لوبډلې یو تن لوبغاړی کفایت الله غیاثي رسنیو ته ویلي چې د میرویس بهاوي په نوم یو کس د لوبغاړو په جعلي امضاء د لوبغاړو سفریه ترلاسه کړی او دغه پیسې لوبغاړو ته نه دی رسیدلی.

د تکواندو ملي لوبډلې ډیر لوبغاړي د کفایت الله غیاثي خبرې تاییدوي او وايي چې د سفريي پیسې لوبغاړو ته نه دي ورکړل شوي.

له بل لوري د ورزش او بدني روزنې ریاست د ادارې او مالیاتو برخې رییس محمد همایون هم وايي چې بهاوي نومې کس له دوي څخه یو میلیون او شپږ لکه افغانۍ د لوبغاړو د لارې کرایه او سفریي په نوم اخیستی.

د تکواندو فدراسیون چې د المپیک ملي کمیټې تر څارنې لاندې کار کوي دغه مسئله تاییدوي او له ولسمشر څخه د دغې مشکل د حلولو غوښتنه کوي.

د تکواندو د فدراسیو عمومي رییس غلام رباني رباني رسنیو ته ویلي چې د کلونو په اوږدو کې د تکواندو لوبغاړو سره جفا شوی او د دغې فدراسیون پخواني مشرانو څخه باید په دې اړه پوښتنې وشي.

د تکواندو فدراسیون عمومي رییس هم له ولسمشر څخه غوښتی چې د دغې مشکل په حل کې مرسته وکړي. هیره دې نه وي چې یوازې د تکواندو لوبغاړي د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو بریالي شوي.

د تکواندو فدراسیون یو له مفسدو ادارو څخه ګڼل کیږي چې په ستره کچه مالي فساد په کې شتون لري او تل د ملي لوبغاړو معاشات او نورو برخو کې اختلاس ترسره کیږي.

د تکواندو ملي لوبغاړي په څو څو ځله له ولسمشر څخه غوښتي چې د دوي مشکلات حل کړي خو افغان دولت له دغو لوبغاړو سره یوازې تشې وعدې کړي او بس.

د ګډ حکومت مشرانو د بې کفایتۍ او د تکواندو فدراسیون کې شته فساد له امله روح الله نیکپا چې د لومړۍ ځل لپاره د المپیک په سیالیو کې د افغانستان لپاره د مډال په ګټلو بریالی شو هم استعفا کړی او ویل کیږي چې راتلوونکي المپیک سیالیو کې بخ د کوم بل هیواد لپاره ولوبیږي.

د چین نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره لس تنه لوبغاړي، څلور روزوونکي او د لوبډلې او فدراسیون مشر چین ته تللي ول چې هر لوبغاړی لپاره ۶۳۸۳۰ افغانۍ او پاتې هر کس ته هم ۶۰۹۸۳ افغانۍ د سفریي لپاره اخیستل شوی وو چې دغه پیسې لوبغاړو ته نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x