ټکنالوژي

سوني کمپنۍ خپل د سمارټ فون نوی ورژن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): موده وړاندې سوني کمپنۍ خپل پیاوړی سمارټ فون اکسپیریا ذي ۴ (Xperia Z4) جاپانې کاروونکو ته وړاندې کړی و. اکسپریا ذي ۴ سمارټ فون د دغې کمپنۍ له پخوانی سمارټ فون اکسپریا ذي ۳ سره کوم ځانګړی توپیر نه درلود چې له همدې امله د کاروونکو توجه په جلبولو کې پاتې راغی.

ډیرو کاروونکو ګومان کاوه چې د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون ځکه ماتې وخوړه چې یوازې د جاپان په بازارونو کې کاروونکو ته وړاندې شوی و. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو ګومان کاوه چې د سوني کمپنۍ د دغې سمارټ فون نړیوال ورژن به ډیر پیاوړی وي.

سوني کمپنۍ د کاروونکو توقع په خلاف نړیوالو بازارونو ته د اکسپریا ذي ۴ نوی ورژن د اکسپریا ذي ۳ پلس (Xperia 3 Plus) په نوم چې په اصل کې هماغه اکسپریا ذي ۴ دی وړاندې کړ. د سوني کمپنۍ وروستۍ سمارټ فون اکسپریا ذي ۴ به د اکسپریا ۳ پلس په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندې کیږي. د سوني کمپنۍ دغه کار د دغې کمپنۍ نړیوال کاروونکي ناهیلي کړي.

سوني کمپنۍ اعلان کړی چې اکسپریا ذي ۳ پلس د غبرګولي میاشتې تر پنځمه به د ۶۹۹ یورو په بدل کې د ایټالیا کاروونکو ته وړاندې شي. د دغې سمارټ فون خرڅلاو په انګلستان کې هم د ۵۴۹ پاونډ په بدل کې پیل شوی.

د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون ۱۴۴ ګرامه وزن لرلو سره د اوبه په مقابل کې ډیر زیات مقاومت لري. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا دغه سمارټ فون د تصویر اخیستلو لپاره یو له پیاوړو سمارټ فونونو څخه ګڼل کیدی شي.

اکسپریا ذي ۳ پلس ۵.۲ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۹۲۰*۱۰۸۰ پکسله ریزولوشن لري. دغه سمارټ فون ۳۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا او ۳ ګیګابایټ رېم لري.

دغه سمارټ فون کې پیاوړی او ځانګړی ځانګړتیا لرونکی کامره ځای پر ځای شوی. د دغې سمارټ فون کامره ۲۰.۷ میګاپکسله ده.

اکسپریا ذي ۳ پلس به د انډرایډ ۵ لالیپاپ (Android 5 Lollipop) اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي. دغه سمارټ فون کې ۲۹۳۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ ځای پر ځای شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x