خبرتیاوی او پیغامونه

د ناروې په اوسلو کې د قندهار د شهیدانو د فاتحې خبرتیا

kandahar-ghamټولو درنو هېوادوالو ته په ډیر درنښت خبر ورکول کیږي  چې د قندهار د پنجوایی ولسوالۍ د وروستۍ عاموژنې او ستر جنایت له امله د خپلو بیوزله، معصومو، مظلومو او بېوسه شهیدانو فاتحه د دعوت د خپلواکو رسنیو په نوښت د یو ډیر شمیر ناروې میشتو افغانانو له لورې اخستل کیږي
تر څو په دې وسیله د پنجوایی د زنګاوټ او د هېواد ټولو شهیدانو پاکو ارواحو ته د دعا مراسم ترسره شي او افغانان خپله کرکه او نفرت د دې جنایتونو د عاملینو په وړاندې څرګند کړي.

د ټولو هېوادوالو څخه د برخه اخستنې غوښتنه کیږي او هم هیله من یو چې تر خپله وسه دا خبرتیا تر نورو دوستانو او هېوادوالو ته ورسوۍ.
په ډیر درنښت
 ځای:
Adr:د اسلامک کلچر جومات
 Tøyenbekken 24
0188 Oslo
وخت: د مارچ د میاشتې ۲۵مه
د ۱۲ بجو تر ۱۳.۳۰ پورې

د ضروري تلیفون شمیره:
محمد طارق بزګر
90856195

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x